لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خلیلزاد به نن د تړل شویو دروازو په شا د کانگرس غړو ته د طالبانو سره د خبرو حال ورکوي


د هاوس اف ریپرېزېنټېټیوز د خارجه چارو د کمېټۍ مشر ایلیټ اېنگل د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل چې د امریکې د خارجه وزارت سره د څو ورځو د مذاکراتو وروسته فیصله شوې ده چې ښاغلی خلیلزاد به د کانگرس د عمومي غونډې پرځای د کمېټۍ غړو سره د تړل شویو دروازو په شا خبرې کوي

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد به د امریکې د کانگرس د نمایندگانو ایوان یا هاوس اف رېپرېزېنټیټیوز د خارجه چارو کمېټۍ غړو ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د تړل شویو دروازو په شا د طالبانو سره د مذاکراتو حال ورکوي او د کمېټۍ د غړو د پوښتنو ځوابونه به وايي.

خلیلزاد ته کانگرس کې د حاضرېدو امر شوی و خو د هاوس اف ریپرېزېنټېټیوز د خارجه چارو د کمېټۍ مشر ایلیټ اېنگل د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل چې د امریکې د خارجه وزارت سره د څو ورځو د مذاکراتو وروسته فیصله شوې ده چې ښاغلی خلیلزاد به د کانگرس د عمومي غونډې پرځای د کمېټۍ غړو سره د تړل شویو دروازو په شا خبرې کوي.

کانگرسمېن اېنگل وویل غوره به که خلیلزاد د کانگرس په عامه غونډه کې خبرې کړی وی "خو زه خوشحاله یم چې زمونږ غړي به موقع ترلاسه کړي چې د امن د تگلارې په اړه پوښتنې وکړي."

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ دا میاشت د افغان صدر اشرف غني او طالب استازو سره ټاکل شوي غونډه وځنډوله او ویې ویل چې د طالبانو سره خبرې ختمې دي.

افغان صدر او طالب استازي د صدر ټرمپ سره امریکې ته راتلونکي وو. خو د صدر ټرمپ د فیصلې نه وړاندې اشرف غني واشنگټن ته د نه راتلو اعلان وکړو. د امریکې د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د یو رپورټ ترمخه طالبانو هم امریکې ته د راتگ نه انکار کړی و.

د تېر شا او خوا یو کال راهېسې امریکې د طالبانو سره د خبرو لړۍ پېل کړې وه چې پکې د امریکايي پلاوي مشري زلمي خلیلزاد کوله. د دواړو فریقېنو ترمنځ د خبرو نهې ناستې شوې وې او دواړو خواو اعلان کړی و چې د امن لوظنامې ته حتمې شکل ورکړی دی او یوازې لاس لیک کېدل یې پاتې دي.

د مجوزه لوظنامې ترمخه به امریکې د افغانستان څخه د خپلو ١٥٠٠٠ عسکرو څخه ٥٠٠٠ ویستل او طالبانو به د القاعده سره خپلې اړېکې ختمولې او دا ضمانت به یې ورکولو چې د افغانستان خاوره به د ترهگرۍ دپاره نه استعمالېږي.

طالبانو رضامندي ښودلي وه چې امریکې سره د معاهدې وروسته به د افغان حکومت سره نیع په نیغه مذاکرات هم پېل کړي. خو اوس چې امریکې د طالبان سره خبرې ځنډولې څېړونکي وايي په افغانستان کې د امن د بهیر اینده نه دی معلوم.

XS
SM
MD
LG