لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانګرس غړي په نړیواله کچه د صحافت د ازادۍ او تحفظ دپاره قوانین جوړول غواړي


د وي او ای رپورټ وايي د امریکې صدر جوبایډن د خارجه تګلارې په باره کې په خپل یو اهم تقریر کې ویلي وو چې ازاد صحافت د امریکې جمهوري صحت دپاره انتهايی ضروري دی
د وي او ای رپورټ وايي د امریکې صدر جوبایډن د خارجه تګلارې په باره کې په خپل یو اهم تقریر کې ویلي وو چې ازاد صحافت د امریکې جمهوري صحت دپاره انتهايی ضروري دی

په نړیواله کچه د مطبوعاتو د ازادۍ او د خبریالانو تحفظ د وده ورکوولو دپاره پاره د امریکې کانګرس ته دا میاشت دوه قانوني مسودې وړاندې کړی شوي دي.

د ګلوبل پرېس فریډم اېکټ نومې مجوزه قانون د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ او د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ د سېنټ غړي کوي او د هوايي ریاست نه د ډېموکرېټک پارټۍ سېنټر براین شاتز او د انډیانا ریاست نه د ريپبلېکن پارټۍ سېنټر ټاډ ینګ په مشترکه توګه د منظورۍ دپاره پېش کړی دی.

چې کانګرس دغه قانون منظور کړي نو ترمخه به یې د صحافت د ازادۍ دپاره سفیر یا استاز ټاکل کیږي چې د خارجه وزارت افسرانو ته د به مطبوعاتو د ازادۍ او غېر ملکي خبریالانو د تحفظ په اړه تربیه ورکوي.

په عین حال کې د هغو خلکو د احتساب دپاره چې خبریالان په هدف کوي د "جمال خاشقجي پرېس فریډم اکاونټېبېلېټي" نومې د قانون مسوده د منېسوټا ریاست نه د ډېموکرېټک پارټۍ سېنټرې اېمي کلوبچار او د کېلېفورنیا ریاست نه د ډېموکرېټک پارټۍ د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز اېډم شېف کانګرس ته وړاندې کړې ده.

سېنټر شاټز چې د سېنټ د خارجه چارو د کمېټۍ غړی هم ټاکل شوی دی تېره هفته یې په یو بیان کې وویل مجوزه قوانین نه یوازې په نړیواله کچه بلکې د هېواد دننه د هم د مطبوعاتو ازادۍ دپاره د دوی ژمنه څرګندوي. هغه وویل د مجوزه قوانینو دلاندې به د امریکې خارجه وزارت په نړیواله کچه د مطبوعاتو د ازادۍ او د خبریالانو د تحفظ مسلې راپورته کولی شي.

د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کار کونکو کانګرس ته د صحافت د ازادۍ په اړه د مجوزه قوانینو د وړاندې کېدو هرکلی کړی دی.

د صحافت د تحفظ دپاره کارونکي نړیوالې ادارې رېپورټرز وېد اوټ بارډرز سېکرېټري جنرل کرېسټوف ډیلویر وویل کله چې پرېس خاموشه کړی شي نو بډې رشوتونه، تشدد، عدم مساوات او د واک اختیار ناجایز استعمال د پام نه وغورځېږي.

هغه وویل کانګرس ته وړاندې کړی شوي مجوزه قوانین به د امریکې د حکومت چارواکو ته اضافي اختیارات ورکړي چې په نړیواله کچه د صحافت اود خبریالانو د ازادۍ او تحفظ په مسلو خبرې وکړي په خصوصي توګه په هغو سیمو کې چې د صحافت دپاره غېر محفوظ دي او چېرته چې په خبریالانو حملې کېږي.

اېني بویاجیان چې د امریکې د فریډم هاوس نومې څېړنې ادارې چارواکي ده وايي فخر کوي چې اداره یې د ګلوبل پرېس فریډم اېګټ نومې مجوزه قانون ملاتړ کوي.

بویاجیان وویل د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره استازی ټاکل کېدل به په سټېټ ډپارټمنټ کې د مطبوعاتو د ازادۍ موضوع نوره هم نمایا کړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي لس کاله وړاندې هم کانګرس دغه ډول قانون سازي کړې وه.

د ډېنیل پرل فریډم اف دي پرېس اېکټ نومې قانون د هغه امریکايي خبریال په نوم جوړ شوی و چې په کال ۲۰۰۲ کې په پاکستان کې وژل شوی دی.

د ډېنیل پرل فریډم اف دي پرېس اېکټ دغه قانون دلاندې د امریکې خارجه وزارت په نړیواله کچه د انساني حقونو صورتحال ته هر کال د کتنې په مهال د مطبوعاتو ازادۍ جاج هم اخلي.

د وي او ای رپورټ وايي د امریکې صدر جوبایډن د خارجه تګلارې په باره کې په خپل یو اهم تقریر کې ویلي وو چې ازاد صحافت د امریکې جمهوري صحت دپاره انتهايی ضروري دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG