لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رابرټ مولر بشپړ رپوټ خپور شو ـ ټرمپ ځان سپین گڼي خو ډیموکراتان وایي چې رپوټ کې یې ډېر څه لیدلي


د دې رپوټ ځینې حساسې برخې، پټې کړای شوي دي
د دې رپوټ ځینې حساسې برخې، پټې کړای شوي دي

د امریکا لوی څارنوال یا د عدل وزیر، د زیارت یا پنجشنبې په ورځ هغه بشپړ رپوټ خپور کړ کوم چې خاص پلټونکي رابرټ مولر د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د روس د لاسوهنې او د ټرمپ کمپاین سره د روس د ممکنه سازش په اړه یې چمتو کړ او څه موده مخکې یې سپارلی و.

دا رپوټ ۴۴٨ مخه دی او په خپرېدو یې اوس په ډاگه شوه چې رابرټ مولر ١١ داسې موارد یې څیړلي و چې په گومان یې، صدر ټرمپ د انصاف مخکې خنډونه جوړ کړي ول. د دې رپوټ په لنډیز کې راغلي چې له روس سره د ټرمپ د کمپاین د کوم سازش هیڅ بیلگه نه ده تر لاسه شوې، او پوره شواهد نشته چې په دې اړه دې کوم الزام ولگول شي.

د کال ٢٠١٦عمومي ټولټاکنو کې د روس مداخلت په اړه د خصوصي وکیل رابرټ مولر رپورټ کې صدر ټرمپ په بشپږ ډول بې برخې نه دې گرځولې شوې خو صدر ټرمپ بیا هم دا خپله گټه بللې.

رپورټ اعلان کیدو وروستو صدر ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې اعلان وکړ چې، "زه نن ښه ورځ لرم او رپورټ په هیڅ ډول، د قانون سرغړونه او رابطه نه ثابتوي".

د ولسمشر وکیلان، روډي جولیاني، جې سیکولو او مارټن رسکین په دې اړه یوې بیانیې کې وویل، "د پلټنې پایلې د ولسمشر لپاره بریالۍ دي. دا روښانه ده چې جرم ندی شوی".

د پنجشنبی یا زیارت په ورځ د لوی څارنوال ویلیم بار لخوا خپور شوې له ۴٠٠ پاڼو څخه زیات رپورټ کې دا هم ویل شوي چې د ٢٠١٧ کال جون کې، ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ مشاور ډان مکگن څخه وغوښتل چې ده(صدر ټرمپ) ته ووايي چې هغه رابرټ مولر د خپلې دندې څخه فارغ کړي.

رپورټ زیاتوي ښاغلي مکگن په دې غوښتنه د عمل پرځای استعفا ورکړه.

د بشپړ رپوټ له څرگندېدو وروسته، د امریکا په سنیټ کې د ډیموکراتانو مشر چک شومر، او د استازو د اېوان ډیموکراتې مشرې نانسي پیلوسي وویل چې د انصاف په لاره کې د خنډ اچولو له اړخه، د رپوټ ځیني برخې د هغه لنډیز په پرتله چې مخکې دوی ته وړاندې شوی و، ډېر توپیر لري.

په عین وخت کې، د کانگریس د قضاوت کمیټې مشر جیري ناډلر اعلان وکړ چې هغه غواړي رابرټ مولر کمټۍ ته د می میاشت ٢٣ نیټی څخه وړندې گواهۍ لپاره راوبلي.

ناډلر په دې موضوع په سوشل میډیا هاغه لیک هم خپور کړې کوم کې چې رابرټ مولر ته د کمیټۍ وړاندې د گواهي ورکولو امر شوی.

د امریکا مېن ایالت څخه ریپبلکن سینیټره سوزېن کالنز په دې موضوع خپل یو بیان کې ویلي، "که ښاغلې مولر گواهۍ ته تیار شو نو دا به دې کانگرس او د امریکا اولس له موقع ورکړي چې د هغه د تحقیقاتو په اړه حتمي نتیجی ته ورسیږي او ښه پوهه شي".

د کانگریس د غړو غبرگون

د امریکا په کانگریس کې ډیموکراټانو او ریپبلکن استازو د مولر رپورټ په اړه مختلف غبرگونونه درلودل.

په یو بیان کې، د اوکلاهوما ریپبلکن سینټر جېمز انهوف د مولر رپورټ په اړه ویلي، " دا ستر رپورټ هیڅ نلري، نه د قانون سرغړونه ثابتوي نه رابطې". نوموړي په ډیموکراټانو تور ولگو چې په صدر په کسته تور پورې کول غواړي.

بل لوري ته ډیموکراټانو دریز اختیار کړې چې د ټرمپ د رویې کره کتنه به جاري ساتي.

د پنسلوېنیا ایالت څخه منتخب ډیموکرېټ سېنیټر باب کېسي په خپل یو ټویټ کې ویلي د مولر رپورټ بشپړ کتنې نه اندازه کیږي "زمونږ په دې دریز کې به بدلون

رانشي چې، روس زمونږ د کال ٢٠١٦ په عام انتخاباتو برید کړې، او صدر ټرمپ او د ده نږدې ملگرو د دغه برید هرکلی کړی".

د کنکټیکټ ایالت څخه ډیموکرېټ سېنیټر رېچرد بلومینتال ویلي، "دا رپورټ د هاغه تفتیش پای نده کوم ته چې دا هیواد اړتیا لري او مستحق یې دی".

د دې برعکس ریپبلکن غړي د رپورټ په هاغه برخه زور راوړي کوم کې چې لیکل شوي "رپورټ په ډانلډ ټرمپ د څه رقم تور سپارښتنه نه کوي".

د امریکا سیاست مدار اوس په امریکني اولس غږ کوي چې دې مسئلې په سر دې میدان ته راشي او فېصله دې وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG