لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کانګرس ډله: ډانلډ ټرمپ پلویان په وخت په کانګرس د حملې نه نه وو منع کړي


احتجاج کوونکي د کانګرس په ودانۍ کې لیدل کېږي
احتجاج کوونکي د کانګرس په ودانۍ کې لیدل کېږي

د امریکې د کانګرس د یوې تحقیقاتي ډلې مشر ویلي دا معلومول غواړي چې ولي پخواني صدر ډانلډ ټرمپ خپل پلویان په کانګرس د یرغل نه منع کولو دپاره په وخت څه ګامونه نه پورته کول او د دریو ګنټو نه د زیات وخت پورې یې هېڅ نه وو کړي چې پلویان د کانګرس ودانۍ ته د ننوتلو او هلته د پولیس سره د نښتونه نه ودروي؟

د نهه کسېزې ډلې مشر کانګرسمېن بېني تامسن د سي اېن اېن ټېلې وژن "سټېټ اف دي یونین" پروګرام ته د اتوار، يکشنبې، په ورځ‌ وویل ډله یې دا معلومول غواړي د پخواني صدر ټرمپ په هغو "187 منټو" کې څه کول چې په وایټ هاوس کې ناست وو، په ټېلې وژن په کانګرس اړی ګړی کتلو خو د پلویانو د منع کولو دپاره یې څه نه کوول.

د کال 2021 د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس حمله په داسې حال کې وشوه چې د صدارتي انتخاباتو په رسمي ډول د منظورولو دپاره په کانګرس کې غونډه کېدله.

د چارواکوي په وېنا د حملې په مهال احتجاج کوونکو د کانګرس ودانۍ ته زیان ورسولو، د صدارتي انتخاباتو نتیجه د منظورولو دپاره د کانګرس غونډه وځنډېدله. په اړي کړي کې د شپږو کسانو د مړه کېدو خبره هم شوي ده.

ډانلډ ټرمپ
ډانلډ ټرمپ

کانګرسمېن تامسن وویل "مونږ جمهوریت دلاسه ورکولو ته تر خطرناک حد پورې نژدې شوي وو."

د کانګرس د تحقیقاتي ډلې د ريپبلېکن پارټۍ غړي مېرمن لېز چېني چې د ډانلډ ټرمپ نقاده ده ای بي سي ټېلې وژن ته یې وویل ټرمپ احتجاج کوونکو ته وېلی شول چې ودرېږي خو "هغه دا ونکړل."

تامسن وویل تحقیقاتي ډله د ډانلډ ټرمپ د ټېلې فون او د نورو پېغامونو ریکارډ ترلاسه کول خو هغه د عدالت دلارې د دوی د کوښښ مخه نیولي ده.

تامسن دا هم وویل دستاوېزات دا هم څرګندوي چې د ټرمپ لور اېوناکا ټرمپ، د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس ځینو غړو او د حکومت ځینو چارواکو د صدر ټرمپ نه غوښتل چې هغه دې یو بیان جاري کړي او د کانګرس په ودانۍ کې تر د 800 پورې پلویانو ته دې ووايي چې د وداني ووځي.

کانګرسمېن تامسن وویل ډانلډ ټرمپ په عدالت کې د مقدمو دلارې د دغو 187 منټو ریکارډ ته د دوی رسايي ځنډول غواړي خو هغه زیاته کړه "مونږ یقین لروو چې مونږ به دغو 187 منټو ته رسايي ولروو."

د وي او ای د رپورټ ترمخه په واشنګټن کې یو عدالت فېصله کړې چې د کانګرس تحقیقاتي ډله په کانګرس د حملې په لړ باید هر دستاوېز وګوري خو ډانلډ ټرمپ د دغې فېصلې په ضد په سپریم کورټ کې اپیل کړی دی او سپریم کورټ ویلي د وایټ هاوس دستاوېزات پکار نه ده چې د عامې کتنې دپاره څرګند کړی شي.

صدر جوبایډن
صدر جوبایډن

په کانګرس د حملې نه وړاندې د هغه وخت صدر ډانلډ ټرمپ د پلویانو جلسې ته ویلي وو چې سخت د وجنګېږي. هغه د 2020 د صدارتي انتخاب نتیجه د منلو نه انکار کوولو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په کانګرس د حملې په لړ کې د 725 نه زیات کسان نیول شوي دي او د مختلفو جرمونو الزامات پې لګول شوي دي.

د وي او ای د خبر ترمخه ډانلډ ټرمپ بالااخېر په یو مختصر وېډیو کې په احتجاج کوونکو غږ وکړو چې د کانګرس وداني دې پرېږدي خو دا یې ورته هم وویل "مونږ د ستاسو سره مینه کوو، داسې ډیر خاص (خلک) يي."

د رپور‌ټ ترمخه، د موجوده وخت په شان صدر ټرمپ په وډیو کې وویل چې د 2020 صدارتي انتخاب هغه ګټلی دی.

ډانلډ ټرمپ هغه وخت په خپل وډیو پېغام کې وویل "زه ستاستو په درد خبر یم، تاسو دردېدلي يي… انتخاب زمونږ نه غلا شو. دا د لوی کامیابۍ انتخاب و او دا هر چا ته معلومه ده. په خصوصي توګه بل اړخته. خو اوس تاسو کور ته لاړ شئ. پکار ده چې اوس مونږ امن ولروو."

کله چې د کانګرس وداني د احتجاج کوونکو نه خالي کړی شوه او د صدارتي انتخاب دپاره غونډه بیا شروع شوه نو په صدارتي ووټونو کې د صدر جوبایدڼ د بریا رسمي اعلان وشو.

تامسن وویل د کانګرس تحقیقاتي ډله په کانګرس د حملې دپاره منصوبه سازۍ ته د نژدې نه کتنه کوي، په داسې حال کې د هغه په قول د ريپبلېکن پارټۍ ځینو غړو کوښښ وو چې ډانلډ ټرمپ د صدارت په چوکۍ په ځای وساتي او د جنورۍ په شلمه نېټه د صدر بایډن د سوګند پورته کوولو دستوره ګډه وډه کړي.

تامسن وویل ډانلډ ټرمپ غوښتل چې خلک واشنګټن ته راشي. هغه وویل د خاص دلچسپۍ هغه خبرې دي چې په کانګرس د حملې نه وړاندې پکې وایټ هاوس او په وېلېډرډ هوټل کې د صدر ټرمپ د حکومت چارواکي شامل وو.

د کانګرس د تحقيقاتي کمېټۍ مشر بېني تامسن (ګس لاس) لېز جېني (په منځ کې ناسته ده) او جېمي رېسکېن
د کانګرس د تحقيقاتي کمېټۍ مشر بېني تامسن (ګس لاس) لېز جېني (په منځ کې ناسته ده) او جېمي رېسکېن

تامسن وویل دا مزاحیه ډرامه نه وه بلکې د هغه په قول د انتخاب د کمزوري کولو دپاره د ګڼ شمېر کسانو ترمنځ یو مربوظ کوښښ و. هغه وویل تحقیقاتي ډله د ډانلډ ټرمپ حمایت کوونکو د کانګرس د دوو غړو بیانونه هم اخیستل غواړي او امید کوي چې په رضاکارانه ډول به خپل دریځ شریک کړي ګني نو بیا ورته د حاضرېدو امر جاري کولی شي.

صدر ټرمپ د 2021 د جنورۍ په شلمه نېټه د صدر بایډن د سوګند پورته کولو په دستوره کې شرکت نه دی کړی او د وي او ای رپورټ وايي هغه تر اوسه پورې وايي چې د 2020 صدارتي انتخاب د هغه نه غلا شوی دی.

د رپورټ ترمخه په سیاسي جلسو کې ډانلډ ټرمپ دا امکان څرګند کړی چې په 2024 کې د وایټ هاوس بیا ترلاسه کولو کوښښ کولی شي.

صدر ټرمپ ویلي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به په فلورېډا ریاست کې په خپل کور کې خبري غونډې ته وېنا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG