لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانګرس مسلمانه غړي د پاکستان په سفر اسلام اباد ته رسېدلې ده


الهان عمر د پاکستان نایب خارجه وزیرې حنا رباني کهر سره ولیدل
الهان عمر د پاکستان نایب خارجه وزیرې حنا رباني کهر سره ولیدل

د امريکې د کانګرس مسلمانه غړې الهان عمر د څلورو وروځو په سفر د شورو، چهارشنبې، په ورځ اسلام اباد ته رسېدلې ده.

د پاکستان د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار وي او اې اردو څانګې ته ويلي الهان عمر به د اسلام اباد نه علاوه د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې زيات وخت تېروي او امکان دی چې لاهور ته هم سفر وکړي.

د پاکستان د خارجه دفتر ترمخه الهان عمر به په اسلام اباد کې د خپل قېام په مهال د پاکستان د مهم سياسي مشرانو سره هم ليدنې وکړي.

پاکستاني مطبوعاتو ویلي الهان عمر د پاکستان صدر عارف علوي، د پاکستان نایب خارجه وزیرې حنا رباني کهر او د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان سره لیدلي دي.

د بشري حقونو پخوانۍ وزيرې شيرين مزاري په یو ټويټ کې ويلي چې الهان عمر د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره په بنى ګاله کې ليدل کتل کړي.

هغه وايي پدغه ملاقات عمران خان د الهان عمر سره په اسلاموفوبيا او دې ته په ورته ستونزو خبرې کړې دي.

شيرين مزاري وايي الهان عمر د عمران خان له خوا د اسلاموفوبيا د کلک دریځ په خپلولو د هغه ستاینه کړې او عمران خان هم په دغه ستونزه د د الهان عمر د ډاډه او اصولي دريځ ستاېلې دې.

مطبوعات وايي امکان دې چې الهان عمر به کشمیر ته خپل تګ پر مهال دغلته د کشمیري ګډوالو کېمپ ته ولاړه شي.

د الهان عمر تعلق د صدر جوبایډن د واکمن ډېموکرېټک ګوند سره دی او هغه په کال 2018 کې د کانګرس غړې منتخب شوې وه.

الهان عمر په داسې وخت کې د پاکستان سفر کوي چې تېر کال د اګست په میاشت کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته د پاکستان او امریکې اړیکې د تاوتریخوالي ښکار شوي دي.

څېړونکي وايي الهان عمر د امریکا د کانګرس په هغو دوو مسلمان زنانه غړو کې يوه ده چې اکثر په امریکا او نړۍ کې د مسلمانانو په حق، د نسل او مذهب په بنياد د کرکې خلاف غږ پورته کوي.

پخوانی سفارت کار او څېړنکار آصف دراني وي او ای ډيوه ته وايي الهان عمر د امريکې کې يو مضبوط آواز لري او دې لحاظ سره د الهان عمر د پاکستان سفر ارزښت لري.

خبريال او څېړنکار طاهر خان ډيوه ته ویلي د امریکا د کانګرس او یا د سنېټ غړي چې کله د پاکستان په سفر راغلي نو تل یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو لپاره هڅې کړې دي.

هغه وايي د پاکستان لپاره هم د الهان عمر دوره ډېره ښه ده ځکه چې يو تاثر دی چې تعلقات ډېر خراب دي نو په داسې وخت چې د امریکا نه د پارليمان منتخب غړي راځي نو د پاکستان لپاره ضرور دا پېغام ورکوي چې د خرابو اړيکو باوجود هم د دواړو هېوادونو د اولسونو او منتخب غړو مابین تګ راتګ کېږي.

طاهر خان وايي پاکستان اکثر د اسلام فوبیا خبره کوي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG