لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایوېټ ډي کلارک: په افغانستان او پاکستان کې د مدني ټولنې فعالان د سختو حالاتو سره مخامخ دي


ایوېټ ډي کلارک د امریکن نېشن بلډنگ فاونډېشن د کلېزې په موقع د وایس آف امریکا ډیوہ سرہ پہ ځانګړی مرکہ کی وويل دوی پاکستان انديښمن کړي دي ځکه چې اوس هم ډېري مېرمنې په پاکستان کې د تندورۍ لامله خپل غږ نشي پورته کولی او خاموشه پاتې کېږي
ایوېټ ډي کلارک د امریکن نېشن بلډنگ فاونډېشن د کلېزې په موقع د وایس آف امریکا ډیوہ سرہ پہ ځانګړی مرکہ کی وويل دوی پاکستان انديښمن کړي دي ځکه چې اوس هم ډېري مېرمنې په پاکستان کې د تندورۍ لامله خپل غږ نشي پورته کولی او خاموشه پاتې کېږي

د امریکې د ډیموکرا ټیک ګوند سرہ تعلق لرونکې د کانگرس غړي ایوېټ ډي کلارک ویلي دي چی پاکستان دی د امریکې سره کلکې اړیکی ولري او د ھغہ تندروه او سخت دریځو خلقو خلاف دې ګامونه واخلي چی د مدنی ټولنې د میرمنو فعالانو او د پولیو په ضد بی بنیاده پروپیگنډہ کوي او ملک تہ زیان رسوي.

ایوېټ ډي کلارک د امریکن نېشن بلډنگ فاونډېشن د کلېزې په موقع د وایس آف امریکا ډیوہ سرہ پہ ځانګړی مرکہ کی وويل دوی پاکستان انديښمن کړي دي ځکه چې اوس هم ډېري مېرمنې په پاکستان کې د تندورۍ لامله خپل غږ نشي پورته کولی او خاموشه پاتې کېږي.

نومورې وويل هم دغہ حال پہ افغانستان کی ھم دې چرتہ چی مدنی ټولنې خپل حقونود پاره کوششونہ کوي خو ھغوي ھم د ډیر مشکل سرہ مخ دي.

ایوېټ ډي کلارک وويل د امریکې پہ کانګرس کی داسې مېرمنې غړې شته چی د هغه مېرمنو دپاره غږ پورته کړي چې د تندورۍ له کبله خاموشه پاتې کېږی، د دوی دپاره کار وکړي او دھغوي مدنی ټولنې مضبوطې کړي.

کانگرس ومن ایوېټ ډي کلارک وویل "مونږ دا غواړو چی پاکستان دی مونږ سرہ پہ دی کی د زړہ د اخلاصه د یو شراکت دار پہ توګہ کار وکړي او د طالبانو او تندروه سوچ لرونکو تہ ماتې ورکړي او نور دی د دوی ھېڅ قسمہ مرستہ ونکړي."

هغې زیاته کړه "مونږ غواړو پہ حقیقی توګہ یو پیاوړی ډموکراتیک پاکستان جوړ کړو."

کانگرس ومن ایوېټ ډي کلارک وویل هر چاته معلومه ده چې په ټوله نړۍ کې د ويکسين پرضد څه قسم قسم خبرې کیږي خو د دغو خبرو مخه نیول پکار ده. "مونږ کولې شو چې د ويکسينو د لارې ډېري ناروغۍ ختمې کړو او د ژوند ژغورنې ويکسين خلاف کيدونکې پروپيګنډې مخه ونيسو۔ مونږ به پاکستان سره يو ځايي کار کوو چې ماشومان د پوليو د وائرس نه وژغورو."

د امریکايي کانگرس غړي وویل مدنی ټولنی د خپل آواز پہ زریعہ بدلون راوستی شي او کہ چېری "مونږ خاموشہ شو نو دا بہ زمونږ ناکامي وي."

د فاونڈیشن مشرې نورین خټک وویل چې د تنظیم مقصد یې میرمنو ته د روزګار موقعې برابرول دي چی دا رنگ اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي او د خپل کور او بچو د پاره د رزق گټلو جوگه شي او په ټولنہ کی یو ښہ کردار ولوبوي. مېرمن خټک زیاته کړه چې اداره یې هرکال هغو مېرمنو ته اېوارډونه هم ورکوي چې په خپل کار کې یې کامیابۍ ترلاسه کړې دي.

نورین خټک وویل غواړي چې زیات کار د پښتنو مېرمنو دپاره وکړي خو د پښتنو نه علاوه ورسره د نړۍ د نورو هيوادونو مېرمنې ھم شتہ چی د دوې تنظیم ورسرہ مرسته کړي او اوس خپل کاروبارونہ لري او سوکاله ژوند کوي.

نورین خټک زیاته کړہ چی د امریکې نہ پس بہ هغه پہ پاکستان کې داسی پروگرام پېل کوي چی پکې به مېرمنو ته قرض اوتربيه ورکول کېږي چی مېرمنې د کور دننہ واړہ واړہ کاروبارونہ شروع کړي او په معا‍شي توگه په ھغوی ھم خود کفیله شي.

د غونډې په اخېره کې د کانګریس غړی د بشري حقونو د پاره کار کونکی سبا اسماعیل، د وائس آف امریکا ڈیوه خبریال رحمان بونیري او د بشری حقونو د پاره کارکونکي ملک ندیم عابد تہ په دې موقع ايوارډونه ھم ورکړل.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG