د تېر کال په مقابل کې د سږ کال د مارچ په میاشت کې د عام استعمال د شیانو په بېعو کې اته اشاریه پېنځه فیصد اضافه شوي ده چې د تېرو څلوېښتو کلونو نه په زیات وخت کې په امریکا کې په ګرانۍ کې تر ټولو زیاته اضافه ده.
د وي او ای د رپورټ ترمخه، د امریکې د محنت وزارت د شماریانو څانګې د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل د دنیا تر ټولو لوی اقتصاد کې صارفین په ځینو بنیادي برخو کې د ګرانۍ سره مخامخ شوي دي چې پکې د پېټرولو، د کریانې په دوکانونو کې د خوراکي شیانو او د کورو په نرخونو د اضافه شامله ده.
د وي او ای د رپورټ ترمخه افراط د کرونا وبا نه پس د امریکې په اقتصادي بحالۍ هم خپل سیورې غورځولی دی سره د دې چې په ورستیو میاشتو کې سلګونو زرګونه نوي روزګارونه پېدا شوي او بې روزګاري د کرونا وبا نه وړاندې وخت ته کمه شوي او دا وخت د بې روزګارۍ یې شرح درې اشاریه شپږ فیصد ده. د وي او ای د رپورټ ترمخه حکومتي رپورټ دا نه څرګندوي چې ایا د ګرانۍ د کمېدو امکان شته او که نا؟
رپورټ وايي د سږ کال د فېبرورۍ نه د مارچ د میاشت پورې په افراط زر کې یو اشاریه دوه فیصد اضافه شوي وه.
په اوکراین د روس د یرغل او د دې په نتیجه کې په نړیواله کچه د تیلو په بېعو کې د اضافې وروسته، دا لومړی ځل دی چې د امریکې د محنت وزارت هم په خپل رپورټ کې په پېټرول سټېشنو کې د تېلو د اضافې ذکر وکړو.
د امریکايي تنظیم ای ای ای ترمخه د تېر کال په مقابل کې دا وخت د یو ګېلن پېټرولو اوسطاً قیمت د څلورو ډالرو نه زیات دی، چې د تېر کال په مقابل کې 43 فیصد اضافه ده. او د تېر یو کال په مقابل کې د خوراکي شیانو په بېعو کې اته اشاریه پېنځه فیصد زیاتوالی شوی دی.
د وي او ای د رپورټ ترمخه په هېواد کې د فراط زر مخه نیولو دپاره فېډرل رېزرو د سود په شرح کې د اضافې فېصله کړې ده. خو رپورټ وايي دا خبره غیر یقیني ده چې ایا د سود په شرح کې اضافه به متوقع نتیجې ولري او که نا؟