لاس رسیدونکی لینک

 
په امریکا کې به د کرونا وایرس د ناروغانو تعداد نهه مېلین ته ورسیږي
تازه خبر

په امریکا کې به د کرونا وایرس د ناروغانو تعداد نهه مېلین ته ورسیږي


 د جانز هاپکنز ترمخه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اېلینای، وېسکانس، اوهایو، ټېکسس، کېلېفورنیا او په فلوریډا ریاستونو کې په یوه ورځ کې په ریکارډ تعداد کې د کرونا وایرس کېسونه رپورټ شول
 د جانز هاپکنز ترمخه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اېلینای، وېسکانس، اوهایو، ټېکسس، کېلېفورنیا او په فلوریډا ریاستونو کې په یوه ورځ کې په ریکارډ تعداد کې د کرونا وایرس کېسونه رپورټ شول

د امریکې جانز هاپکنز یونیورسټي وايي په هېواد کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر به د جمعې په ورځ نهه مېلین ته ورسیږي.

پنځرلس ورځې وړاندې په امریکا کې د کرونا وایرس د کېسونو شمېر اته مېلین و.

د جانز هاپکنز ترمخه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اېلینای، وېسکانس، اوهایو، ټېکسس، کېلېفورنیا او په فلوریډا ریاستونو کې په یوه ورځ کې په ریکارډ تعداد کې د کرونا وایرس کېسونه رپورټ شول.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي په نړیواله کچه د کرونا وایرس په کېسونو کې د اضافي له امله حکومتونه د وایرس د مخنیوي دپاره د اقدامات په پرځآی کوولو غور کوي.

د برطانيي خارجه وزیر ډومېنیک راب بي بي سي خبري ادارې ته د جمعې په ورځ یوه مرکه کې په قامي کچه د لاک ډاون امکان رد نکړو.

د دې نه وړاندې د جرمني او فرانس مشرانو هم کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر د نوي لاک ډاون لګوولو خبره کړې ده.

د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران د جمعې د ورځ نه د یوې میاشت پورې د لاک ډاون د شروع کېدو اعلان کړی دی. هغه وویل رېسټورانټونه، بارونه، کېفۍ او نور غیرضروري کاروبارونه به بند وي او شهریانو ته به کار، خریدارۍ او ډاکټر ته د تلو اجازت ورکول کیږي.

په جرمني کې چانسلرې اېنګل مرکېل ویلي په هېواد کې به یې لاک ډاون د ګل، دوشنبې، د ورځ نه شروع شي.

د جمعې د ورځ پورې په دنیا کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر ۴۵ مېلین ته او د مرګونو شمېر د یو مېلېن نه زیات شوی دی. د امریکې نه پس په هندوستان کې کرونا تر ټولو زیات کېسونه رپورټ شوي چې تعداد یې اته مېلین دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG