لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ پلویان، زاړه پاله امریکایان کرونا وایرس د مخنیوي دپاره په کور د کښېناستلو مخالفت کوي


ای پي وايي د جمعې په ورځ صدر ټرمپ د لاک ډاون مخالفینو ته ډاډ ورکړو چې درې ریاستونه دې "لېبرېټ" یا ازاد کړي. دغه درې ریاستونه مشېګن، ورجینیا او منسوټان دي چې والیان یا ګورنران یې والیان یې د حزب اختلاف ډیموکریټک پارټۍ دي
ای پي وايي د جمعې په ورځ صدر ټرمپ د لاک ډاون مخالفینو ته ډاډ ورکړو چې درې ریاستونه دې "لېبرېټ" یا ازاد کړي. دغه درې ریاستونه مشېګن، ورجینیا او منسوټان دي چې والیان یا ګورنران یې والیان یې د حزب اختلاف ډیموکریټک پارټۍ دي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ یو شمېر پلویان او زاړه پاله امریکایان په ملک کې کرونا وایرس د مخنیوي دپاره پرځای شوي لاک ډاون یا په کور د کښېناستلو د بندیز مخالفت کوي.

د لاک ډاون په مخالفینو کې د اوهایو ریاست اوسېدونکي ملېسا اېکیسن هم شامله ده چې د ریاست د سېنټ د غړیتوب امیدواره هم ده.

مېرمن اېکیسن د خپل زوي سره د اوهایو په مرکزي ښار کولمبس کې د لاک ډاون خلاف په احتجاج کې برخه هم اخېستې.

او د اوهایو په رنګ په اوکلاهوما، ټېکسس او ورجینیا ریاستونو کې د ګورنرانو د دفترونو نه بهر د لاک ډاون خلاف مظاهرې شوې دي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي په دغو مظاهرو کې زیاتره د صدر ټرمپ پلویان، د مختلفو ناروغو د وېکسینو مخالفین، د وسله لرلو حمایت کونکي او د ښي لاس سخت دریځه نظریات لرونکي برخه اخلي چې کرونا وایرس د مخنیوي دپاره د روزانه ژوند ودرولو مخالفت کوي او د لاک ډاون د ختمولو په غرض په حکومت د فشار اچولو دپاره د سوشل ډېټنسنګ یا د سماجي واټن سرغړونه هم کوي.

که یو خوا ډیر امریکایان کرونا وایرس د خپرېدو په اړه ویره او تشویش لري نو د اوهایو ریاست ملېسا اېکیسن لاک ډاون په غصه اخته کړې ده او ګني چې دا د حکومت د اختیار بې ځایه استعمالول دي. هغې ای پي ته وویل کرونا وایرس نه هیڅ ویره نه لري او د دې په اړه تشویش یوازې هڅې اوازې بولي.

د لاک ډاون په ضد ځینې مظاهرې په وړه کچه شوي دي چې انتظام یې د فېس بک دلارې شوی او ای پي وايي د مظاهرو منتظیمنو پیژندګلو هم ګرانه وه. خو ځینې مظاهرې بیا داسې ډلو کړي چې مرسته یې د صدر ټرمپ واک من ريپبلېکن پارټي ځینې مشهور غړي کوي چې د صدر ترمپ سره نژدې تعلق لري.

د ای پي د رپورټ ترمخه تر اوسه پورې تر ټولو لویه مظاهره د مشیګن ریاست په لېنسنګ ښار کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وشوه چې پکې د زرګونو په شمیره کې کسانو شرکت وکړو.

ای پي وايي صدر ټرمپ خپله هم غواړي چې لاک ډاون دې زر ختم کړی شي خو د صحت ماهرین وايي که چېرې دغه قدغن لېرې کړی شو نو د کرونا وایرس نوي کېسونه به بیا شروع شي.

صدر ټرمپ د لاک ډاون خلاف احتجاج کوونکو سره د همدردۍ اظهار کړی دی. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د یو پوښتنې په ځواب کې صدر ټرمپ وویل خلک د مشکلاتو سره مخامخ دي او خپل عادي ژوند بېرته شروع کول غواړي.

ای پي وايي د جمعې په ورځ صدر ټرمپ د لاک ډاون مخالفینو ته ډاډ ورکړو چې درې ریاستونه دې "لېبرېټ" یا ازاد کړي. دغه درې ریاستونه مشېګن، ورجینیا او منسوټان دي چې والیان یا ګورنران یې والیان یې د حزب اختلاف ډیموکریټک پارټۍ دي.

خو رپورټ وايي نظر پوښتنې ښايي چې د لاک ډاون د مخالفینو نظریاتو سره اکثریت خلک اتفاق نه کوي او زیاتره خلک د سکولونو، رېسټورانټونوو، بارونو یا شرابخانو او د خلکو د لویو غونډو مخالفت کوي.

د واشنګټن سره نژدي په مېري لېنډ ریاست کې د جانز هاپکنز د طب یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په امریکا کې کرونا وایرس له امله ۳۲۲۳۲ کسان مړه شوي او ۶۸۶۹۹۱ کسان په دې ناروغۍ اخته دي. په امریکا کې نیویارک کرونا وایرس تر ټولو زیات متاثر کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG