لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکی په جنورۍ کې د کرونا وایرس وېکسین د ترلاسه کېدو امکان څرګند کړی


د ای پي رپورټ ترمخه صدر ټرمپ تېره میاشت په وایټ هاوس کې یوې خبري غونډې ته وویل "زما په خیال مونږ (وېکسین) د اکتوبره په څه وخت کې شروع کولی شوو."
د ای پي رپورټ ترمخه صدر ټرمپ تېره میاشت په وایټ هاوس کې یوې خبري غونډې ته وویل "زما په خیال مونږ (وېکسین) د اکتوبره په څه وخت کې شروع کولی شوو."

د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت یو چارواکي امکان څرګند کړی چې د جنورۍ په میاشت کې به د کرونا وایرس وېکسین ترلاسه کېدل شروع شي. دا خبره اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې د جمعې په ورځ وکړه او ویې وېل صدر ټرمب تېره میاشت ویلي وو چې د کرونا وېکسین به د اکتوبر په میاشت کې شروع شي.

د امریکې د صحت محکمې چارواکي ډاکټر رابرټ کېډلېک ای پي ته وویل د محفوظ او موثره وېکسین تولید تند کړی شوی دی چې دا ډول یې د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په میاشت کې ترسیل یقیني کړی شي.

د رپورټ ترمخه صدر ټرمپ تېره میاشت په وایټ هاوس کې یوې خبري غونډې ته وویل "زما په خیال مونږ (وېکسین) د اکتوبره په څه وخت کې شروع کولی شوو."

په عین حال کې چین د جمعې په ورځ وویل د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او د "کووېکس" نومې په هغه پروګرام کې به شاملېږي چې دلاندې یې پرمخته تلونکو ملکونو ته د کرونا وایرس وېکسین ورکول کیږي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه، د دې نه وړاندې چین د امریکې او روس ترڅنګ په دغه پروګرام کې د شرکت نه ډډه کړې وه. د پروګرام هدف دی چې د ۲۰۲۲ پورې د دنیا په دریو کې دویمه برخه خلکو ته د کرونا وایرس نه د محفوظ پاتې کېدو وېکسین ور ورسوي.

د وي او ای رپورټ وايي چین به په کووېکس کې شامل تر ټولو لوې ملک وي.

د چین د خارجه وزارت ترجمانی هووا چویینګ په یو بیان کې وویل چین په دنیا کې په مساوایانه توګه د وېکسین د تقسیمېدلو دپاره دغه ګام اخلي‌ او امید کوي چې نور باصلاحیته ملکونه به پکې هم شامل شي.

.

د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر د شپږدېرش اشاره پنځه فیصد نه زیات شوی دی.

امریکا، هندوستان او برازیل درې داسې ملکونه دي چې د کرونا وایرس دلاسه پکې تر ټولو زیات خلک مړه شوي.

د هندوستان د صحت وزارت د جمعې په ورځ وویل په تېرو ۲۴ ګنټو کې په ملک کې د کرونا وایرس ۷۰۰۰۰۰ نوي کېسونه رپورټ شوي دي.

په امریکا کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر د اووه اشاریه شپږ او د مړینې شمېر د ۲۱۲۰۰۰ نه زیات دی. په هندوستان کې د کرونا وایرس اووه مېلین کېسونه او ۱۰۶۰۰۰ د خلکو مرګونه رپورټ شوي دي. په برازیل کې پنځه مېلین ناروغان او رپورټ شوي او د وایرس نه ۱۴۹۰۰۰ نه کسان مړه شوي دي.

اسټرېلیا وویل جمعه پرله پسې دویمه ورځ وه چې په ملک کې د کرونا وایرس نوی کېس نه دی رپورټ شوی.

په واشنګټن کې د صحت بېلا بېلو ادارو هغو کسانو ته خطونه لېږلي او ورته یې د خپلو ډاکټرانو سره د لیدو هدایات کړي چې په تېرو دوو هفتو کې یې په وایټ هاوس کې کار کړی او یا یې تېره میاشت په وایټ هاوس کې شوي ېوې دستورې کې شرکت کړی دی. دغو کسانو ته وېل شوي چې د قرنطین په اړه دې ځانونه خبر کړي.

د صحت ادارو دغه هدایات د صدرډانلډ ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ د کرونا وایرس د ناروغه کېدو نه پس جاري کړي دي.

جرمني د لاطینې امریکې ملک پېروو ته د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره د یو مېلین ډالرو طبي الات ورکړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG