لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په افغانستان کې د ثبات په غرض امریکې د پاکستان سره رابطې زیاتې کړي 


د امریکې د دفاع وزیر لوایډ اسټن د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باوجوه سره په ټېلې فون خبرې کړي
د امریکې د دفاع وزیر لوایډ اسټن د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باوجوه سره په ټېلې فون خبرې کړي

د افغانستان نه د امریکايي پوځونو د مکمل انخلا وخت په ورور ورو رانژدې کیږي خو د وي او ای د انګریزۍ څانګه په یو څېړنیز رپورټ کې وايي تر اوسه پورې په افغانستان کې حالات په قابو کې ساتلو دپاره د واشنګټن څه واضحه تګلاره مخې ته نه د راغلي د دې باوجود چې امریکې کوښښونه زیات کړي چې د افغانستان ګاونډي ملکونه، په خصوصي توګه پاکستان، د نورې مرستې دپاره تیار کړي.

د وي او ای رپورټ وايي په افغانستان کې د امریکې زیاته توجه به په دې وي چې نه یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې جاري ساتلو دپاره سفارتي فشار په ځای وساتل شي بلکې که چېري امریکې ته د ترهګرۍ پرضد د نویو عملیاتو ضرورت وي نو د دې دپاره پوځي همکاري هم موجوده وي.

د وي او ای رپورټ وايي امریکې ته به د افغانستان دپاره د خپلې منصوبې په لړکې د پاکستان سره د تیرو ۱۰ کالو د تاؤ تریخوالې ښکار تعلقاتو ته بیا نه کتنه کول وي.

که څه هم د امریکې او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو سلسله روانه ده. خو د دواړو ملکونو ترمنځ د می ۲۰۱۱ نه پس د بی باورۍ فضا هم وجود لري. په دغه کال د اسامه بن لادن پرضد د عملیاتو په حقله امریکېه پاکستان نه و خبر کړی.

د ګل، دوشنبې، په ورځ پاکستان دا خبرونه هم رد کړل چې امریکې ته یې په افغانستان کې د څارنې دپاره خپل هوایي مرکزونه ورکړي دي.

د وي او ای اردو سره په مرکه کې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي وویل، دا زمونږ کار نه دې چې دهغوې (افغانانو) په داخلي معاملاتو کې مداخلت وکړو. خو که چېرې زمونږ د امداد ضرورت پریوزې نو مونږ دې ته تیار یوو.

قرېشي دا هم زیاته کړه چې افغانستان یو خود مختاره او ازاد ملک دی او... اخېر کې به هغوی ته خپله زمه واري خپله اوچتول وي.

امریکايي چارواکي بیا هم په دې امید دي چې پاکستان به په څه نه څه طریقه راضي شي، که هغه د خپل مفاد دپاره هم ولي نه وي.

د امریکې د خارجه وزارت یو ویاند د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ته وویل ، مدام داسي شوي چې د افغانستان د امن د معاملې نه پاکستان ډېر څه ترلاسه کړي.

خو ځینې نورو چارواکو په محتاطه طریقه مثبت سوچ ښودلې چې که چېرې د خپل مفاد سره سره ډاډ ګیرنه هم شامله شي نو کیدې شي د اسلام اباد چارواکې لږ په حرکت کې راشي.

د امریکې د قومي امنیت صلاحکار جیک سولیون د خپل پاکستانې هم منصب معید یوسف سره د اتوار، یکشنبې، په ورځ شوي ملاقات ته امریکني چارواکې په مثبت نظر ګوري.

په دغه ملاقات کې دواړو مشرانو په دوه اړه خیزه سیمه ایز او نورو خبرې کړي. د وایټ هاؤس لخوا جاري بیان کې د افغانستان د ذکر کولو بغېر ویل شوي چې دواړه اړخونه په خبرو جاري ساتلو باندې رضا شوي دي.

دغه شان د امریکه دفاع سیکرټري لواېډ اسټن او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه په ټیليفون د خبرو په اړه د پینټاګان پریس سیکرټري جان کربي خبریالانو ته ویلي، سیکرټري اسټن د افغانستان د امن مذاکراتو په لړ کې د پاکستان د مرستې ستاینه وکړه او خواهش يي وښودلو چې امریکه او پاکستان دې خپل دوه ااخیزه تعلقات جوړول جاري وساتي.

د افغانستان دپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره هفته د امریکه قانون سازانو ته وویل هغه امید لري چې په طالبانو اثر لرونکې ډلې لکه پاکستان سم کار کوي او دغه شان د سم کار کولو دپاره به فشار جاري ساتي.

ځینۍ پوهان دا هم وايي، که د پاکستان دپاره د ۳۰۰ ملینه ډالرو دهغه امنیتي امداد لږه برخه چې په ۲۰۱۸ کې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ تړلې وه بحاله کړی شي نو پاکستان راضي کیدلی شي. خو د خارجه وزارت یو ویاند وي او ای ته ویلي، په هاغه پالیسیانو هیڅ نه شي وېلی چې غور پي نه کیږي. او که چېرې غور پي کیږي هم نو پیسې به یوازې د پاکستان جواب بدلولو دپاره کافي نه وي.

د پاکستان د قومي امنیت دپاره یو ستر چارواکي وي او ای ته په دې ویلي “دا پیچیده خبره ده، مونږ د دې غوښتنه نه ده کړي خو که راکړې شي نو انکار به هم نه کوؤ”.

افغانستان نه د ځواکونو د مکمل انخلا نه پس په سیمه کې خپله پوځي موجودګي برقراره ساتلو دپاره به امریکې سره ډېرې کمې لاری پاتې شي. خو د پینټاګا ن پرېس سېکرېټري جان کربي خبریالانو ته ویلي په دغه لړ کې په سفارتي کچه مذاکرات دوام لري او لا سر ته نه دي رسېدلي.

تړلي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG