لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایس اینډ پي د امریکا د قرض د باروتیا کچه ښکته کړې


د ایس اینډ پي لخوا دغه گام د امریکا اقتصاد مضبوطولی په اړه منفي نظر ښائي
د ایس اینډ پي لخوا دغه گام د امریکا اقتصاد مضبوطولی په اړه منفي نظر ښائي

د کریډټ یا قرض د معیار ناپ تول نړیوالې ادارې سټېنډرډ اینډ پورز (ایس اینډ پي) په لومړی ځل د امریکا کریډټ د باورتیا کچه د دریو اې نه دوؤ اې مثبت ته ښکته کړې ده.
د ایس اینډ پي لخوا دغه گام د امریکا اقتصاد مضبوطولی په اړه منفي نظر ښائي.
ایس اینډ پي د جمعې په ورځ خپل اخستل شوي گام په اړه وئیلی د امریکا د قرض کچه اوچتولو او د بجټ کسر یا زیان کمولو لپاره د کانگرس لخوا منظور شوي منصوبه د اقتصاد لپاره پائیداره نه وه.
د سپېنې ماڼې چارواکو وئیلی ایس اینډ پي د امریکا اقتصاد او د قرض حد اوچتولو لپاره جوړې شوي منصوبی په اړه غلطه اندازه لگولی ده.
د امریکا د خزانی وزارت د ایس اینډ پي اندازه عېبجن گرځولې ده او وئیلي ایس اینډ پي د امریکا قرضونو په اړه د دوه ټریلین ډالر غلط حساب لگولی دی.
د خزانی وزارت زیاتوي چې ایس اینډ پي خپله غلطی مني خو ولې بیا یې هم خپله پریکړه برقرار ساتلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG