لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکايي پوځ مرکزي کمانډ مشر جنرال مېکنزي اسلام اباد ته رسیدلی


د امریکا د پوځ مرکزي کمان مشر جنرال کینیت میک کینزي نن د یو ۱۷ کسیزه پلاوي سره د پاکستان پایه تخت اسلام اباد ته رسیدلی.

پاکستاني میډیا وايي امریکاي پلاوی به د هیواد حکومتي او پوځي مشرانو سره د سیمي په مهمو مسلوخبرې اترې کوي.

وړاندې د هندي بحرالکاهل سیمې ملکونو لپاره د امریکې د دفاع ناېب سېکتر رینډل شریور ویلی وو د امریکا د دفاع چارو یو اعلا پلاوی به راتلونکې اونۍ د پاکستان او افغانستان سفر کوي.

په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان په سفارتخانه کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ یوې دستورې ته په وینا کې نوموړي ویلي د پاکستاني مشرانو سره به د دواړه ملکونو په راتلونکې کې تعلقاتو او همکارۍ زیاتولو په سر خبرې اترې کوي.

نوموړي ویلي امریکا او پاکستان دترهګرۍ پرضد جنګ کې غټې قربانۍ ورکړي او دا چې د دواړه هیوادونو اړیکې یو مضبوط بنیاد لري.

رینډل شریور د افغانستان سولته ترلاسه کولو په هڅو کې د پاکستان کردار مهم بللی.

د پېنټاګان چارواکو وي او ای ته ویلی چې د پاکستان تر څنګ په امریکايي پلاوی د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان سفرونه هم کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG