لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د دفاع وزیر به په پېنتګان کې د پاکستان د پوځي مشر هرکلی کوي


د امریکې دفاع وزارت ته د جنرل باجوه د ورتګ په اړه پېنټګان خبریالانو ته په یو بیان کې وویل چې لواېډ اسټن به په خصوصي دستوره کې د پاکستاني پوځي مشر هرکلی کوي او بیا به د هغه سره د ملاقات کوربتوب کوي
د امریکې دفاع وزارت ته د جنرل باجوه د ورتګ په اړه پېنټګان خبریالانو ته په یو بیان کې وویل چې لواېډ اسټن به په خصوصي دستوره کې د پاکستاني پوځي مشر هرکلی کوي او بیا به د هغه سره د ملاقات کوربتوب کوي

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن به د نهې، سه شنبې، په ورځ په پېنټګان، دفاع وزارت، کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه هرکلی کوي.

د امریکې دفاع وزارت ته د جنرل باجوه د ورتګ په اړه پېنټګان خبریالانو ته په یو بیان کې وویل چې لواېډ اسټن به په خصوصي دستوره کې د پاکستاني پوځي مشر هرکلی کوي او بیا به د هغه سره د ملاقات کوربتوب کوي.

جنرل باجوه د سېپټمبر په ۳۰ نېټه د شپږو ورځو په رسمي سفر امريکې ته رارسېدلی دی او توقع ده چې د لواېډ اسټن تر څنګ به د نورو لوړ رتبه امریکايي چارواکو سره هم وويني.

د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې جنرل باجوه به د امریکايي استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر وېلیم برنز او د امریکې د قامي استخباراتي ادارې نېشنل انټېلېجنس ډرېکټر مېرمن اېوېرېل سره هم ملاقاتونه کوي.

د رپورټ ترمخه، د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر لېفټيننټ جنرل ندیم انجم، جنرل اظهر عباس او نور پاکستاني چارواکي هم د جنرل باجوه سره د امریکې په دوره کې شامل دي.

جنرل باوجوه په داسې وخت کې د امریکې دوره کوي چې اینده میاشت يې د ملازمت مېعاد ختمېږي.

د هغه د سفر نه مخکې د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف او خارجه وزیر بلاول بهټو زداري د متحده قومونو د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې شرکت دپاره تېره میاشت نیویارک ته او بهټو بیا واشنګټن ته هم راغلی و.

په واشنګټن کې بهټو د امريکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن او د نورو امریکايي چارواکو سره هم لیدلي وو.

امریکې ته د جنرل باجوه د راتګ په باره کې څېړونکي ظفر نواز جسپال وي او ای ته وویل چې دا دوره په داسې وخت کې کېږي چې د امریکې او پاکستان په تعلقاتو کې څه قدرې بهتري لیدل کېږي.

په واشنګټن کې د وېلسن سېڼر د جنوبي اېشیا د چارو څېړونکي مایکل کوګلمېڼ وي او ای اردو څانګې ته وايي که څه هم جنرل باجوه د نومبر په میاشت کې رېټایر کېږي خو هغه لا د پاکستان د پوځ مشر دی او په افغانستان کې ترهګرۍ د مخنیوي په اړه د امریکې د کوښښونو او په پاکستان کې د سېلابونو وروسته د پاکستان د پوځ کردار اهمیت لري.

مایکل کوګلمېن زیاته کړه چې امریکايي مامورین به په دې خبره کې هم دلچسپي لري چې د جنرل باجوه نه پس به څوک د پاکستان د پوځ مشر جوړېږي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي او ای اردو څانګې د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG