لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د دفاع وزیر وايي د روس خلاف جنګ کې به یوکرېن ناکامه کېدو ته نه پرېږدي

د امریکې د دفاع وزیر وویل د سختو حالاتو باوجود به یوکرېن او نه هم امریکا په شا شي. "نو زمونږ پېغام نن واضحه دی. امریکا به یوکرېن ناکامۍ ته نه ورکوي. دا اتحاد به یوکرېن ناکامۍ ته نه ورکوي. او ازاد دنیا به یوکرېن ناکامه کېدو ته نه پرېږدي."

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د نهې، سه شنبې، په ورځ روس په یوکرېن کې د صدر ولادېمېر پوټن د جنګ دروند قیمت ادا کړی دی.

اسټن دغه خبره په جرمني کې د ۵۰ هغو ملکونو د غونډې په موقع وکړه چې یوکرېن سره مرسته کوي. د غونډې مقصد یوکرېن سره امداد کې ربط ریاتول وو.

د یوکرېن ډيفېنس کانټېکټ ګروپ، یوډي سي جي، نومې ډلې غونډه د پرانسیتلو په موقع اسټن وویل د یوکرېن ځواکونه د سختو حالاتو او د سختې جګړې سره مخامخ دي او د یوکرېن ولس او روسي مزایلو او د ایران جوړ ډرون د حملو ښکار دي.

د امریکې د دفاع وزیر وویل د سختو حالاتو باوجود به یوکرېن او نه هم امریکا په شا شي. "نو زمونږ پېغام نن واضحه دی. امریکا به یوکرېن ناکامۍ ته نه ورکوي. دا اتحاد به یوکرېن ناکامۍ ته نه ورکوي. او ازاد دنیا به یوکرېن ناکامه کېدو ته نه پرېږدي."

اسټن یوکرېن سره د چېک ريپبلېک، جرمني، فرانس، ډېنمارک او د سویډن د تازه مرستو ذکر وکړو او ويې وېل

دا د روس د جارحیت خلاف د یوکرېن په جنګ او په نړیوال امنیت کې سرمایه کاري ده.

د یوډي سي جي د غونډې په څنډه کې یو د دفاع د چارو یو چارواکي خبریالانو ته وویل که څه هم د یوکرېن ځواکونو روس ته په یو شمېر محاذونو نقصان رسولی دی خو د شمالي کوریا او ایران په مرسته روس د جنګي شیانو پېداوار زیات کړی او د ګوله بارود د کمي په سبب يې په ځینو ځایون کې یوکرېني عسکر په پسپای مجبور کړي.

په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن د روس د یرغل راهسې امریکې یوکرېن سره د ۴۴ بېلین ډالرو دفاعي امداد کړی دی. هم په دغه موده کې د نورو اتحادي ملکونو هم یوکرېن سره د ۴۴ بېلین ډالرو نه د زیات مالیت دفاعي امداد کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG