لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په ايران کې ښځينه فعالانو ته سختې سزاګانې غندلي



ايراني فعالې ګوهر عشقي فعالو ښځو ته د اورول شوې فېصلې په غبرګون کې په انسټاګرام ويلي، دا سخت دريځه حکومت د ښځو د حقونو د فعالو تر ټولو غټ دښمن دی
ايراني فعالې ګوهر عشقي فعالو ښځو ته د اورول شوې فېصلې په غبرګون کې په انسټاګرام ويلي، دا سخت دريځه حکومت د ښځو د حقونو د فعالو تر ټولو غټ دښمن دی

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د ایران په ګيلان صوبه کې 11 ښځينه فعالانو ته سختې سزاګانې اورول په کلکه غندلي، او د بهرنيو چارو د وزارت وياند دغه سزاګانې یې "غېر منصفانه" او د دوی غږونه د خاموشه کولو هڅه بللې ده.

د بهرنيو چارو دوزارت ویاند مېتهيو ميلر نه د زيارت/ پنجشنبې په ورځ خبري کانفرنس کې د وي او اې فارسۍ څانګې لخوا په ايران کې د بشري حقونو د فعالانو په اړه پوښتنه شوې، او هغه په ځواب کې د ايران په قانوني عمل نيوکه کړې او ويلي يې دي، "د ايران رژيم د دغه فېصلو د لارې د دغو زړورو ښځو غږ غلی کول غواړي".

د شورو/ چهارشنبې په ورځ د ایران په رشت ښار کې د انقلابي عدالت لخوا 11 ښځينه فعالو ته ټوله د 60 کالو بند سزا اورول شوې، دغه فعالې د 2023م په اګست کې په ګيلان صوبه کې نيول شوې وې.

په سزاګانو کې د زهرې دارس نومې فعالې ته د نهه کالو او شپږ مياشتو بند، فوروغ ثميني، سارا جهاني، یاسمين هشدري، شيوا شاسيا، نګين رضايي، متين يزداني، ازادي چوشين او زهرا دادرس ته د شپږو، شپږو کالو بند، او دوه نورو جيلوي جواهري او هومون طاهري ته د يو، يو کال بند سزا اورول شوې ده.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند ويلي، د ايران د اسلامي جمهوريت قضيې او عدالتونه هیڅ اعتبار نه لري. نوموړي په ايران کې د تشدد، په زوره د جرمونو منلو، او قانوني سلاکارانو د بنديزونو خبرې هم په ګوته کړي چې دغه عمل هم د ايران په عدالتونو باور د مينځه وړي.

د ايران فعالو ته تېر د فرورۍ په میاشت کې دغه سزاګانې اورول شوي په دوی تورونه لګول شوي چې غونډې یې راجوړې کړي او ملي امنيت ته د تاوان اړولو دپاره یې ډله جوړوله.

ميلر ویلي، د صدر جوبايډن انتظاميه د ايراني خلکو د ملاتړ ژمنه کوي، د ايران د خلکو د ملاتړ دپاره به اقدمات کوي، د خپلو همکارانو سره به رابطې کوي چې د ايران د عدالت دغه ناوړه اورېدنه وغندي.

ايراني فعالې ګوهر عشقي فعالو ښځو ته د اورول شوې فېصلې په غبرګون کې په انسټاګرام ويلي، دا سخت دريځه حکومت د ښځو د حقونو د فعالو تر ټولو غټ دښمن دی.

هغې ويلي، "دا حکومت د ښځو څخه ويريږي، په ګېلان کې زما لوڼو کوم غلط کار کړی چې د 60 کلونو بند سزا ورته اورول شوې؟ ولې غله او بډې اخستونکي نه جېل کول کيږي؟ ټولې بډي خواره وزيران او وکیلان ولې جوړيږي".

د عشقي زوی ستار بهشتي په کال 2012م کې د سايبر پوليس په بند کې مړ شوی وو، هغه د بلاګنګ، فعاليتونو په سر نيول شوی وو.

هغې زياته کړې، "د اسلامي جهوريت مشرانو په غلطه دي. اخر چې، واوره به ويلي کيږي او دا زړورې ښځې به غالبيږي".

د بشري حقونو د هينګاو تنظم ترمخه، په 2023م کال کې په ايران کې لږ تر لږه 22 ښځو ته د مرګ سزا ورکړل شوې، 325 فعالې ښځې نيول شوي او 147 فعالې ښځې نيول شوي په کوړو يا دُرو وهل شوي او د مرګ سزاګانې ورته اورول شوې وې.

د رپورټ ترمخه 139 ښځو فعالو ته د 553 کلونو بند سزا اورول شوې او په دوی کې لس په مجموعي ډول په 557 کوړو وهل شوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG