په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایل ته بغېر د څه بحث مباحثې د وسلو ورکولو د صدر جوبایډن د حکومت په اقدام یو امریکايي سفارتکار احتجاج کړی او د دندې څخه یې استعفا ورکړې ده.
د مستعفي کېدو نه یوه هفته مخکې جاش پال په سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې په خارجه وزارت کې د هغه څانګې ډرېکټر و چې د کانګرس، پبلېک افېیرز او خارجي ملکونو ته د وسلو د انتقال او د امنیت په برخه کې د مرستې د چارو ذمه واري په غاړه لري.
پال وویل د هغه تګلارو په ضد یې استعفا ورکړې چې اسرایل ته د حماس د حملې په جواب کې په ازاد مټ د جواب ورکولو د اجازت برابر دي دې ته د کتلو بغېر چې ملکي خلکو به یې څه نقصان وي.
سټېټ ډپارټمنټ د پال په مستعفي کېدو په مستقیم ډول څه دریځ نه دی څرګند کړی خو ویلي يې دي چې دا یوه شخصي معامله ده. عملي ته یو خط کې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن دا خبره تسلیم کړې چې ځینې خلک په شخصي توګه د مشکلاتو سره مخامخ دي.
پال د وایس اف امریکا د وایټ هاوس بیورو چیف یا مشرې خبریالې پېټسي وېداکسواره د مستعفي کېدو او اسرایل ته د امریکې د وسلو ورکولو په اړه خبرې کړي دي.
پخواني سفارتکار وویل اسرایل ته د وسلو ورکولو په لړ کې په ذمه واره کچه د بحث کمی و. هغه زیاته کړه چې د هغه په فکر دا د امریکې سټرېټیجېک مفادات او اقدار کمزوري کوي.
هغه وویل په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایل ته د وسلو ورکولو په لړ کې د انساني حقونو اود ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه تشویش د ضرورت مطابق توجه نه کېدله چې په عمومي توګه کولی شي کله چې څوک امریکې نه د وسلې خواست وکړي.
هغه وویل په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس حمله بربریت وو، دا د غندنې وړ ده او اسرایل حق لري چې جواب ورکړي او د دې حملې وروسته اسرایل په لوی مقدار کې د مختلف قسمه وسلو غوښتنه وکړه. پال زیاته کړه په عمومي توګه چې امریکا د اتحادیانو نه د وسلې خواستونه ترلاسه کړي نو بیا د پالېسۍ عمل شروع شي چې په کې د دغه همکار ملک د انساني حقونو رېکارډ او نورو عواملو ته کتنه کېږي چې په کې ملکي کسانو ته زیان هم شامل وي.
پال زیاته کړه چې یوه تګلاره دا هم ده چې د وسلو د انتقال رهنمايي کوي او ترمخه یې د وړو وسلو انتقال په داسې حال کې نه شي کېدلی چې د انساني حقونو په خلاف ورزۍ کې د استعمال امکان لري. پال وویل کله چې اسرایل په غزه په لویه کچه بمباري شروع کړه نو ښکارېدله چې په سلکونو او بیا په زرګونو ملکي فلسطینیان وژل کېدل خو د دې باوجود د پالېسۍ بحث مباحثه نه کېدله، هېڅ څه پوښتنه نه کېدله چې ایا د معمول تګلارو او قانوني تقاضې به پام کې نیول کېږي خو فقط داسې وېل کېدل پکار ده چې اسرایل ته بېړنۍ توګه زر تر زره وسلې ورکړی شي او د نتیجو پرواه دې و نه کړی شي.
د دې پوښتنې په جواب کې چې کله هغه احتجاج وکړو نو ایا هغه ته څه وضاحت ورکړی شوی و؟ نو پال وویل فکر نه کوي چې د څه وضاحت ضرورت و خو عام تاثر دا و چې دا اسرایل دی او دا خصوصي معامله ده او د صدر بایډن حکومت هم په دې اړه دا دریځ لري او د دې اظهار په اسرایل د حماس د حملې نه پس د وایټ هاوس د رد عمل نه هم کېدلو.
Forum