لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا یوکرین ته د وسلو د ورکولو په اړه جنوبي کوریا ته د روس خبرداری مسترد کړی


Ryder Pentagon
Ryder Pentagon

امریکا د روس هغه خبرداری رد کړی چې وایي که جنوبي کوریا یوکرین ته مهلک وسلې ورکوي نو ټول ضروري ګامومه به پورته کوي.

د امریکا د دفاع وزارت مطبوعاتي سیکرټري پېټرک رايډر د نهې- سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې کې یوکرین ته د وسلو ورکولو خلاف جنوبي کوریا ته د روس لخوا خبرداري په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: " دا ګیس لایټنګ یا ناوړه ګټه اخیستنې په ډول دی. "

پېټرک رايډر وویل : ”روس په ښکاره توګه په یوکراین حمله کړې ده “. هغه زیاته کړه : "دوی کولی شي چې دا جګړه نن د یوکرین د خاورې نه د خپلو ځواکونو په ایستلو او په سیمه کې د سولې او ثبات په راوستلو سره ختمه کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر هم د ګل، دوشنبې په ورځ خبري غونډې کې ورته څرګندونې کړې وې او په دې خبرې یې ټینګار کړی و چې په روس کې د شمالي کوریا ځواکونو ګمارلو مکمل ‌ذمه واري روس په غاړه لري.

د اتوار، یکشنبې په ورځ د روس د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اندری روډینکو د هېواد د سرکاري خبري ایجنسۍ تاس سره په مرکه کې ویلي وو: "سیول باید پوه شي چې د روس د شهریانو د وژلو دپاره د جنوبي کوریا د وسلو ممکنه استعمال به زمونږ د هېوادونو ترمنځ تعلقات په مکمل توګه خراب کړي."

روډینکو زیاته کړه: "مونږ به په هر ډول ځواب وایو چې مونږ یې صلاحیت لرو."

په ځواب کې د جنوبي کوریا حکومت د مسکو او پیانګ یانګ ترمنځ ژورې پوځي اړیکې غندلې او ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په ضد به "مرحله وار جوابي اقدامات" کوي.


جنوبي کوریا یوکرین ته مستقیم وسلو پر استولو غور کوي په داسې حال کې چې د رپورټونو ترمخه د شمالي کوریا ځواکونه اوس د روس ځواکونو تر څنګ د یوکرین ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

د جنوبي کوریا صدر یون سوک یول د نومبر په اوومه یوه خبري کانفرنس کې وړاندیز کړی و چې حکومت یې کولای شي یوکرین ته وسلې ورکړي، خو د دې خبرې انحصار د شمالي کوریا پوځیان د روس او یوکرین ترمنځ په جګړه کې څومره برخه اخلي.

امریکايي کارپوهان وايي روس لیواله دی چې جنوبي کوریا دې ته وهڅوي چې د یوکرین ملاتړ ونه کړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG