لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د برطانيې نه د ازادۍ ورځ لمانځي


څلورمه جولايي په عامه توگه د اشتبازۍ دپاره یادیږي. د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د اتشبازۍ نندارې وي. تر ټولو لویه د اتشبازۍ مظاهره په نېویارک کې کېږی او بله په سرښار واشنگټن کې وي. په واشنگټن کې د کانگرس د ودانۍ مخې ته د موسېقۍ روایتي پروگرام هم کیږي
څلورمه جولايي په عامه توگه د اشتبازۍ دپاره یادیږي. د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د اتشبازۍ نندارې وي. تر ټولو لویه د اتشبازۍ مظاهره په نېویارک کې کېږی او بله په سرښار واشنگټن کې وي. په واشنگټن کې د کانگرس د ودانۍ مخې ته د موسېقۍ روایتي پروگرام هم کیږي

امریکا کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د برطانيې نه د ازادۍ ورځ ولمانځل کېږي، په دې لړ کې خصوصي دستورې کېږي او په مېلینونو امریکایان به د خپلو خپلوانو او ملګرو سره په دې موقع رخصتي د تېرولو دپاره سفرونه کوي.

صدر جوبایډن او د هغه مېرمن به په وایټ هاوس کې د خصوصي دستورو کوربتوب کوي او ماښام به په سرښار واشنګټن ډي سي کې د نېشنل مال د مېدان دپاسه د روایتي اتش بازۍ ننداره کوي.

د ازادۍ ورځ د امریکې د هغو لومړو ۱۳ ریاستونو برطانيي نه یې د ازادۍ د فېصلې په یاد کې لمانځل کېږي.

د دغو ریاستونو نمایندګانو د کال ۱۷۷۶ د جولای په دویمه نېټه د ازادۍ په حق کې ووټونه یا رای ورکړې. دوه ورځې وروسته ډېکلېرېشن اف انډيپېنډېنس یا د ازادۍ اعلامیه منظوره کړی شوه.

د ازادۍ اعلاميه د جولای په څلورمه نېټه په پراخه کچه ووېشل شوه او هم دغه ورځ د ازادۍ د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

په کال ١٧٧٦ م کې د موجوده امریکې ١٣ ریاستونو برطانيي نه د ازادۍ علامیه یا ډیکلریشن اف انډیپنډنس منظور کړو.

د کال ١٩۴١ م راهسې د جولايي د میاشت څلورمه نیټه په قامي کچه د رخصتۍ ورځ وي، سکولونه او سرکاري دفترونه بند وي. د ورځې د خوشحالۍ دپاره د اتشبازۍ نندارې کولی شي، پریډونه یا خصوصي لاریونونه کولی شي، د موسیقۍ پروگرامونه کېږي او خلک د خپلو خپلوانو سره په کورونو او یا په پارکونو کې خوراکونه پخوي.

اتشبازي

څلورمه جولايي په عامه توگه د اشتبازۍ دپاره یادیږي. د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د اتشبازۍ نندارې وي. تر ټولو لویه د اتشبازۍ مظاهره په نېویارک کې کېږی او بله په سرښار واشنگټن کې وي. په واشنگټن کې د کانگرس د ودانۍ مخې ته د موسېقۍ روایتي پروگرام هم کیږي.

تاریخ

د کال ١٧٧٦ د جولایي د میاشت په دویمه نېټه د کانټېننټل کانگرس د نوم د لاندې د موجوده امریکې ١٣ ریاستونو برطانيي نه د ازادۍ فېصله وکړه او ډیکلریشن اف انډېپینډنس یا د ازادۍ اعلامیه یې منظوره کړه. د اعلاميي مصنف تامس جفرسن و چې ورسته صدر هم جوړ شو.

برطانيي نه د امریکې د ازادۍ بغاوت په کال ١٧٧٥ کې شروع شوی و. د ازادۍ جنگ هغه وخت ختم شو کله چې په کال ١٧٨٣ کې برطانيي او امریکې د ټریټي اف پېرس یا د پېرس لوظنامه لاس لیک کړه. ددغه لوظنامې دلاندې د امریکې ازادي په رسمي توگه تسلیم شوه.

ټرانسپورټېشن سېکیورټي اېډمېنېسټرېشن چې په هېواد کې د سفر د تحفظ اداره ده، وايي د سږ کال د ازادۍ د ورځې په مناسبت تېره هفته په یوه ورځ کې قریباً دریو میلنو خلکو د هېواد د هوايي اډو دلارې سفر وکړو.

ای ای ای نومې غېر حکومتي کمپني چې په سړکونو په بېړني صورتحال کې د ډرایورانو مرسته کوي، اندازه لګوي وايي سږ کال به د ازادۍ د ورځې په مناسبت رخصتیو کې د ۶۰ مېلین نه زیات خلک په موترو کې سفرونه وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG