امریکايي مطبوعات د امریکا صدراتپ انتخاباتو غیر رسمي نتېجو وروسته اټکل کوي د ډیموکرټ ګوند صدراتي کاندید جو باېډن د امریکا ۴۶ صدر منتخب شوی.
که ځه هم تراوسه پورې په رسمي توګه د دغې اعلان نه دی شوی خو که دغه اټکل ریشتیا کیږي نو جو باېډن به د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د امریکا تر ټولو زوړ عمر د صدر په هیڅ څوګند پورته کوي.
په مطبوعاتو کې د جوباېډن د صدارت ګټلو د اټکل وروسته نوموړي په توېټر په یو پېغام کې ویلي ځه ویاړ کومه ٫٫ چې تاسو ځه د دې ستر هیواد د مشرۍ لپاره غوره کړی یم.٬٬٬
یو شمیر امریکايي مطبوعات تر مخه د غیر رسمي تنېجو وروسته په پېنسلوینیا کې د جو باېډن د ګټې خبر ورکړی. د پېنسلوینیا د نتېجو وروسته د امریکا ۴۵ ایالتونو او واشنګټن ډي سي لخوا غیر رسمي نتېجې اعلان شوی.
په دې ټولو ایالتونو کې جو باېډن ۲۷۳ الیکټورل ووټونه ترلاسه کړي په امریکا کې د صدارت ګټلو لپاره په ۵۳۸ الیکټورل ووټونو کې لږ تر لږه ۲۷۰ ووټونه پکار وي.
د امریکا په پینځه ایالتونو نارت کیرولاینا، جارجیا، ایریزونا، نیواډا او الاسکا کې لا هم د ووټونو شمیرنه روانه ده. په دې ایالتونو کې په جارجیا، ایریزونا او نیواډا کې هم جو باېدن د صدر ټرمپ نه مخکې دی.
جو باېډن د ډیموکرېټ ګوند لخوا د امریکا په سېنټ کې ۳۶ کاله پاتې شوی او د پخواني امریکايي صدر بارک اوباما په وخت کې د امریکا ناېب صدر وو.
د امریکايي مطبوعاتو تر مخه جو باېډن د یوې سختې مقابلې وروسته د ریپپلکن ګوند صدارتي کاندید صدر ډانلډ ټرمپ ته ماتې ورکړې. د انتخاباتو په څلورمه ورځ نن هم رایې شمارل کیدلی.
تر اوسه په رسمي توګه د انتخاباتو نتېجې نه دي اعلان شوي، خو تمه دا چې هم داسې ودریږي. په ۵۳۸ الیکټورل ووټونو کې جو باېډن ۲۷۰ ترلاسه کړي. د باېډن د ګټې سره صدر ټرمپ په تیرو څلورو لسیزو کې د امریکا دریم داسې صدر شو چې د څلور کاله صدرات وروسته یې په دویم ځل د صدارت ووټونه وبېلل.
د باېډن د انتخاباتو د ګټلو دغه اټکل د انتخاباتو د ورځې څو ورځې پس کیږي، او په یو شمیر ایالتونو کې انتخابي چارواکو د میلینونو هغه وټرانو ووټونه شمارلي چا چې په ډاک خپلې رایې لیګلي. د کرونا وبا د ویرې په میلینونوامریکایانو سږ کال په ډاک او د انتخاباتو د ورځې وړاندې ( پیشګي رایې) ورکړي.
د صدارت څوګند پورته کولو په ورځ به جوباېډن د امریکا تر ټولو زړو ( ۷۸ کلن) صدر وي.
جو باېډن په کال ۱۹۸۸ او کال ۲۰۰۸م کې د ډیموکرېټ ګوند لخوا د صدارت لپاره ټاکل کیدو کې ناکامه شوی وو.
ناېب صدره کماله هیرس:
د کیلیفورنیا ایالت سېنټره کماله هیرس به د جوباېډن سره ناېب صدره وي.
کماله هیرس به د امریکا د تاریخ لومړۍ میرمن وي چې د ناېب صدرې په توګه به ټاکل کیږي.
د کماله هیرس پلار د جمیکا (وېسټ انډیز) او مور یې د هندوستان نه امریکا ته راغلي وو.
کماله هیرس به په امریکا کې بل رنګې لومړۍ مېرمن وي چې د قامي سیاست په دومره لوېه څوکۍ منتخب کیږي.