لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سفارت: د اسلام اباد په مېریټ هوټل کې نامعلومه کسان په امریکایانو د بريد پلان لري


په ۲۰۰۸ کې په مېريټ برید کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۲۶۶ ژوبل شوي وو. په ۸ وژل شويوو بهرنيانو کې د پاکستان لپاره د هغه مهال د چيک جمهوريت سفير ايو ژداریک هم شامل وو. دې ته په کتو ګڼو سفارتونو د لنډې مودې لپاره خپل سفارتکاران له اسلام اباده وایستل
په ۲۰۰۸ کې په مېريټ برید کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۲۶۶ ژوبل شوي وو. په ۸ وژل شويوو بهرنيانو کې د پاکستان لپاره د هغه مهال د چيک جمهوريت سفير ايو ژداریک هم شامل وو. دې ته په کتو ګڼو سفارتونو د لنډې مودې لپاره خپل سفارتکاران له اسلام اباده وایستل

په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو کارکوونکو ته په پلازمینه اسلام اباد کې د رخصتیو په جریان کې مېریټ هوټل ته د تللو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې "نامعلوم کسان په امریکایانو د برید پلان لري."

سفارت د اتوار، يکشنبې، په ورځ په خبر پاڼه کې له ټولو امریکايي پرسونل څخه وغوښتل چې د رخصتیو په جریان کې اسلام آباد ته له "غیر ضروري، غیر رسمي سفر" څخه ډډه وکړي، په یادولو سره چې پاکستاني چارواکو ښار په "ریډ الرټ" ایښی دی او د امنیتي اندیښنو له امله یې په ټولو عامه غونډو بندیز لګولی دی.

د امريکايي سفارت تر خبرداري لږ وروسته، د اسلام اباد پولیسو هم د دیسمبر په ۲۵مه په اسلام اباد کې د لوړ خبرداري يا های الرټ اعلان وکړ. پولیسو پر ټويټر ليکلي چې په ريډ زون کې یې د امنيتي لپاره تدابیر سخت کړي دي. ريډ زون هغه سیمې ته وايي چې پارليمان، د وزيراعظم او ولسمشر دفترونه، وزارتونه او سفارتونه پکې دي.

دا خبرداری په داسې حال کې راځي چې د جنوبي اسیا په ځینو برخو کې په ترهګریز بریدونو کې زیاتوالی راغلی، چې په دې اونۍ کې په پلازمېنه اسلام اباد کې یو ځانمرګي برید وشو چې یو پولیس افسر په کې ووژل شو او ۱۰ تنه ژوبل شوه.

پولیس وايي دا برید د اسلام اباد په ای ۱۰ سیمه کې شوی. د پولیسو یو مشر سهیل ظفر چټا رسنیو ته ویلي چې پولیسو یو مشکوک ګاډي ته د ودرېدو اشاره وکړه خو هغه ونه دراوه او چاودېدونکي مواد یې وچول. د پنجشنبې د ورځې بمي برید، پړه د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، چې د پاکستاني طالبانو په نامه هم یادېږي، منلې وه.

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ په جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د یوه افسر په ګډون د پنځو پوځیانو د وژل کېدو پخلی وکړ.

د دغه برید مسولیت د بلوڅ بېلتون غوښتونکو یاغیانو منلی دی.

میرېيټ هوټل په اسلام اباد کې يو عصري هوټل دی چې اکثره وخت پکې بهرني وګړي، سفارتکاران او سوداګر پاتې کيږي. پر دې هوټل د ۲۰۰۸ کال په سپتمبر مياشت کې يو خونړی برید شوی وو. يو ځانمرګي بریدګر له چاوديدونکو موادو ډک ټرک د هوټل په خوله کې چولی وو چې له وجې یې هوټل نيږدې په بشپړ دول ويجاړ شو.

په هغه برید کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۲۶۶ ژوبل شوي وو. په ۸ وژل شويوو بهرنيانو کې د پاکستان لپاره د هغه مهال د چيک جمهوريت سفير ايو ژداریک هم شامل وو. دې ته په کتو ګڼو سفارتونو د لنډې مودې لپاره خپل سفارتکاران له اسلام اباده وایستل.

په هغه حمله کې په وژل شويو کې ۳ امريکايي وګړي هم وو. وروسته امريکايي چارواکو وويل چې څېړنو ښودلې چې د برید تر شا د القاعده وسله والې ډلې لاس وو.

امريکايي ځواکونو په پټو عملياتو کې د دې نړیوالې ترهګرۍ ډلې مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال په مې مياشت کې په ایبټ اباد کې وواژه.

TTP، چې د امریکا لخوا یو نړیوال ترهګر سازمان نومول شوی، په پاکستان کې په وروستیو میاشتو کې د یو شمېر بریدونو مسولیت منلی چې په سلګونو کسان یې وژلي، چې ډیری یې امنیتي ځواکونه دي. د راپورونو له مخه د دې ډلې مشري په افغانستان کې ده او همدا ډول یې جنګیالي هم د پولې اخوا میشت دي.

یادونه: د دې خبر معلومات اسلام اباد څخه د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG