لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سفیر په جاپان کې د امریکايي عسکرو په مبینه جنسي جرمونو د افسوس اظهار کړی


اېمېنول د خالي، شنبې، په ورځ په دغه مسله د افسوس څرګندونه وکړه چې تېره میاشت مخې ته راغلې ده. په دې رپورټونو خلک راوپارېدل چې څو میاشتې مخکې په دوو امریکايي عسکرو د جنسي تېریو الزام لګول شوی دی
اېمېنول د خالي، شنبې، په ورځ په دغه مسله د افسوس څرګندونه وکړه چې تېره میاشت مخې ته راغلې ده. په دې رپورټونو خلک راوپارېدل چې څو میاشتې مخکې په دوو امریکايي عسکرو د جنسي تېریو الزام لګول شوی دی

په جاپان کې د امریکې سفیر رام اېمېنول د دوو امریکايي عسکرو د مبینه جنسي تېریو په معامله د افسوس اظهار کړی او مبینه پېښو د جاپان په اوکيناوا نومې جزیره د امریکايي ځواکونو د موجودګۍ په ضد یو وارې بیا جذبات راپارولي دي.

اېمېنول د خالي، شنبې، په ورځ په دغه مسله د افسوس څرګندونه وکړه چې تېره میاشت مخې ته راغلې ده. په دې رپورټونو خلک راوپارېدل چې څو میاشتې مخکې په دوو امریکايي عسکرو د جنسي تېریو الزام لګول شوی دی.

په دواړو کېسونو د جون په میاشت کې مقامي ميډیا خبرونه ورکړل. د مارچ په میاشت کې یو امریکايي عسکر د تنکي عمر جینۍ د تښتولو او په هغې د جنسي حملې په الزام ګرفتار کړی شو. دویم عسکر د می په میاشت کې په زور د جنسي تېري او د زخمي کولو په الزام ونیول شو.

د اوکيناوا پولیس وویل د ګرفتاریو اعلان يې د جنسي حملو ښکار ښځو د شخصي رازدارۍ په غرض نه و کړی. خارجه وزارت هم د پولیس په خواهش د اوکیناوا انتظامي چارواکي نه وو خبر کړي.

په اوکیناوا کې دا وروستي کېسونه د کال ۱۹۹۵ د هغه واقعې یاد تازه کوي چې دریو امریکايي عسکرو د یوې ۱۲ کلنې جینۍ سره په زور جنسي فعل کړی و او په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د موجودګۍ په ضد درانه احتجاجونه راپارېدلي وو. یو کال وروسته واشنګټن او ټوکیو د امریکې د هوايي ځواکونو يو مرکز د بندولو معاهده وکړه خو دا منصوبه ځکه ځنډېدلې چې د مرکز د جزېرې یو بل ځای ته د منتقولو په ضد مظاهرې شوي دي.

اېمېنول وویل په هغه دوو تنانو چې څه تېر شوي په دې افسوس کوي خو هغه معافي و نه غوښته. هغه وویل دا ظاهره خبره ده چې قانوني عمل به پوره کولی شی خو د دې دا مطلب نه دی څوک په انساني کچه د افسوس څرګندونه نه شي کولی.

هغه وویل پکار ده چې امریکايي عسکر د بهترې کارګردګۍ مظاهره کوي خو په دې کېسونو کې د امریکايي پوځ د اعلا اخلاقي اقدارو دپاره د تعلیم او تربيت ضابطو کار نه کولو.

د جمعې په ورځ د جاپان یو چارواکې یوشیماسا هیاشي وویل چارواکي به کوښښ کوي چې د امریکايي عسکرو سره د تړلو جرمونو په اړه به زر معلومات شریکوي او د جرمونو ښکار کسانو د رازدارۍ خیال به ساتل کېږي.

د امریکايي عسکرو تازه کېسونه د امریکې او د جاپان دفاعي تعلقاتو دپاره زیانمن ګڼل کېږې په داسې حال کې چې په سیمه کې چین د زیاتېدو اثر او رسوخ په سبب د اوکیناوا اهمیت نور هم زیات لیدل کېږي.

د امریکې او جاپان د دوه اړخیزه معاهدې دلاندې قریباً ۵۰۰۰۰ امریکايي عسکر په جاپان کې مېشته دي چې نیمه برخه يې په اوکیناوا کې ده. په اوکيناوا کې اوسېدونکو وخت په وخت د امریکايي ځواکونو د موجودګۍ، د زیات شور او د جرمونو په شمول د مختلفو واقعاتو خلاف احتجاجونه کړي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG