لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رینا امیري: هغه څه چې طالبان یې کوي د افغانستان لپاره "په بشپړه توګه ویجاړونکي دي"


رینا امیري په افغان مېرمنو د طالبانو د پابندیو غندنه کړې او ویلي يې دي چې د طالبانو تګلارې افغانستان د "تباهۍ کندې ته غورځوي"
رینا امیري په افغان مېرمنو د طالبانو د پابندیو غندنه کړې او ویلي يې دي چې د طالبانو تګلارې افغانستان د "تباهۍ کندې ته غورځوي"

د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري په افغان مېرمنو د طالبانو د پابندیو غندنه کړې او ویلي يې دي چې د طالبانو تګلارې افغانستان "د تباهۍ کندې ته غورځوي."

اغلې اميري د وي او ای ډیوه خبریالې بهېشته تلاش سره مرکه کې وویل طالبان خپلې تګلارې د اسلام او د افغان ثقافت سره سمې بللي خو زیاتره اسلامي ملکونه ورسره اتفاق نه لري.

امیري وویل د نړۍ "د مسلمانو هیوادونو له اکثره استازو چې ما خبرې ورسره کړي دي،‌ که هغه سعودی عربستان،‌ قطر، متحده عربي امارات،‌ اندونیزیا او مالیزیا دي،‌ وایې،‌ طالبان چې هر څه کوي دا د اسلام په ضرر دي."

نړیواله ټولنه د ښځو او د انساني حقونو په اړه د طالبانو د تګلارو مخالفت کوي.

په ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس د اسلامي هېوادونو په شمول یو ملک هم طالبان لا په رسمیت نه دي پيژندلي.

د طالبانو په موقتي حکومت کې ښځې نمایندګي نه لري. طالبان د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د شریعت او د افغانستان دود دستور سره سمون خوري.

طالبان دا هم وايي چې ښځو د تعیلم او کا روزګار دپاره به د اسلامي او افغان اقدارو سره سم حالات برابروي.

د وي اوای ډیوه سره مرکه کې رینا امیري وویل طالبان خپلې تګلارط کلتوري برخه بولي، خو که د افغانستان ټول تاریخ ته کتنه وکړو، هیڅ داسې دوره یا حکومت نه دی راغلي چې د هیواد ۵۰ سلنه نفوس یې د زده کړو او کار کولو څخه محروم کړي وي

اغلي اميري سره د بهېشته تلاش د مرکې متن:

رینا امیري
رینا امیري

کوربنه:‌ اغلې میرمن امیري، مننه چې په پروګرام کې راسره مل یاست.

کوربنه:‌ د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو وروستي‌ محدودیتونو او د افغانستان اوسني‌ وضعیت ته په کتو پوښتنه دا پیدا کیږي چې طالبانو ولې دا پریکړه کړې چې ښځې او نجونې په پوهنتونونو او منځنیو ښونځیو د زده کړو او اوس په غیر دولتي‌ او نړیوالو موسسو کې له کار کولو منع کړي؟

آغلې امیري: لومړی له تاسو څخه مننه چې په حساس وخت کې مو دا مهم بحث رامخ ته کړ.‌ دا هغه پوښتنه ده چې ټوله نړۍ یې کوي.‌ د افغانستان په څیر بې وزله هیواد کې چې اوس مهال نفوس یې په بشپړ ډول د ستونزو سره لاس او ګریوان دی،‌ ولې یو رژیم چې د هیواد د حکومت کولو ادعا لري، د هیواد ۵۰ سلنه نفوسو کاري ځواک له کار څخه ګوښه کوي. ولي دوی دا معززه برخه له خطر سره مخامخ کوي،‌ خصوصاً ښځینه روغتیایې بنسټونه او د زړه کړو مرکزونه. ولی دوی هر څه له خطر سره مخ کوي. کومه لاره چې دوی یې تعقیبوي نه دا چې ښځې بلکې ماشومانو هم ګواښي.‌ نارینه هم له ګواښ سره مخ دي، ځکه چې بشري مرستو ته لاسرسۍ ستونزمن کیږي‌.‌ دوی وایې دا اسلام (یعنې د اسلام سپیڅلې دین) دی.‌ دوی دا کلتوري برخه بولي، خو که د افغانستان ټول تاریخ ته کتنه وکړو، هیڅ داسې دوره یا حکومت نه دی راغلي چې د هیواد ۵۰ سلنه نفوس یې د زده کړو او کار کولو څخه محروم کړي وي.‌ دوی دا کړنې د اسلام سپیڅلي دین سره سمې ګڼي،‌ خو اسلامي نړۍ په قاطع دول دا رد کړې.‌ د او آی سي‌ سازمان چې د عربستان په شمول د نړۍ د ۴۸ اسلامي هیوادونو نماینده ګي کوي ویلي ( په افغانستان کې چې د اسلام په نوم څه کیږي،‌ په بشپړ ډول د اسلام د دین خلاف روان دي.‌ په اسلام کې رحم او مهرباني،‌ د بیوزلو سره مرسته، د ښځو او نارینو زده کړو ته لاسرسی چې وکولای شي خپل ورځنۍ ‌چارې په ښه توګه سمبال کړي تاکید شوی دی.

کوربنه:‌ لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه چې اسلامی نړۍ د افغانو ښځو او نجونو به وړاندې دا محدودیتونه او بندیزونه غندلي او‌ په اړه یې خپله اندیښنه ښودلې ده،‌ سره ددې چې دوی ددې کړنو په خلاف غږ پورته کړی ایا ددې امکان شته چې دوی به کله ددې غبرګونونو ترڅنګه عملي اقدام وکړي؟‌ تاسې په دې اړه څه نظر لری؟‌

آغلي امیري:‌ مننه، ‌تاسو پوهیږئ چې د نړۍ د مسلمانو هیوادونو له اکثره استازو چې ما خبرې ورسره کړي دي،‌ که هغه سعودی عربستان،‌ قطر، متحده عربي امارات،‌اندونیزیا او مالیزیا دي،‌ وایې،‌ طالبان چې هر څه کوي دا د اسلام په ضرر دي.‌ د اسلام سپیڅلي دین چې نړۍ پرې پوهیږي او په اړه یې مثبت نظر لري‌ زیان رسونکي‌دي.‌ دوی غواړي‌ وښښي‌ چې اسلامي‌ نړۍ د دغو ارزښتونوانعکاس نه کوي.‌ تاسو پوهیږئ چې اوس سعودي عربستان چې د ویژن ۲۰۳۰ پروګرام لري‌ تر څو ښځي‌‌ په پشپړ ډول د اقتصاد برخه وګرځی.‌ دوی هر ورځ په دې لټه کې دي‌ چې د ښځو په وړاندې محدودیتونه لیرې کړي.‌ دوی دا د یو ویاړلي اسلامي هیواد په توګه خپل راتلونکې ګڼي‌.‌ دا هغه څوک دي چې مخ په وړاندې روان دي،‌ چې خپل خلک د پرمختګ لپاره هڅوي.‌ زه فکر کوم چې د دوی لپاره دا خورا مهمه ده، چې ددې مسلي به اړه نړیوالو ته وښایې چې اسلام دین ویره خپرونکې نه دی او نه هم د ویرې مذهب دی، د طالبانو مسله یوه سیاسي مسله ده او دوی د خپل ایدیالوژی له مخي وړاندې روان دي.

کوربنه: د طالبانو دا پریکړې به پر افغان ولس څه اغیز وکړي؟‌ آیا دا پریکړې همدا اوس افغانانو ته زیان نه رسوي؟‌

آغلي امیري:‌ هغه څه چې طالبان یې کوي د افغانستان لپاره په بشپړه توګه ویجاړونکي دي. دوی افغانستان د تباهۍ کندې ته غورځوي. دوی د افغانستان ترټولو باعزته خلک په خطر کې اچوي. لکه څنګه چې ما مخکې وویل په غیر دولتي، نړیوالو او محلي موسسو کې د ښځو د کار کولو مخه نیسي، په هیواد کې د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي، دا د ښځو او ماشومانو ژوند چې په بشري مرستو ولاړ دی له ستونزو سره مخ کوي.‌ تاسې پوهیږئ چې افغانستان لا له وړاندې د کرکیچ سره مخ دی،‌ او هغه پریکړې چې طالبان یې کوي له بده مرغه دا هیواد ویجاړونکي لوری‌ته بیایې.‌

کوربنه:‌ آغلې امیري،‌ طالبان د ښځو او نجونو په واړندې ددې محدودیتونو په وضع کولو سره څه غواړي، څه اهداف لري؟

آغلي امیري:‌ زه فکر کوم دا یو سیاسي اقدام دی، تاسو پوهیږئ ځکه چې ما له ډیرو طالبانو سره خبرې کړي‌دي، چې د تعلیم په اړه یې ویلي‌دي:‌ چې د اسلام له نظره دا د یوه هیواد دنده او مسولیت دی چې د ښځو او نارینوو لپاره د زده کړو زمینه مساعده کړي.‌ کله چې ما د کار په اړه دوی څخه دې اسلام له نظره پوښتلي‌، دوی هیڅکله دا مسایل نه دي‌راخستي. چې دا د طالبانو سخت دریځي‌ده چې د خپل ځواک د ټینګولو او پراختیا په لټه کې دي.‌ خو زه وایم څوک چې د طالبانو تر بیرغ لاندې ولاړ دي،‌ هر هغه څوک چې همدا اوس ځان ته طالب وايې، که دوی په افغانستان کې دداسې پالیسیانو په وړاندې غږ پورته نه کړي‌ مخه یې ونه نیسي او داسې تګلاري‌ جوړې نه کړي‌چې د افغانانو ژوند په کې خوندي وي.‌ دوی به د هغه څه چې اوس او یا وروسته په افغانستان کې پیښیږي‌ او د افغانانو د بربادی سبب ګرځي‌، حساب ورکونکي او مسول وي.

کوربنه:‌ په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د پلي‌ کولو لپاره د طالبانو د تګلارو په اړه د نړیوالې ټولنې او امریکا غندنه کومه پایله نه لري، آیا تاسې تمه لرئ چې نړیواله ټولنه یا د هیوادونو مشران به په راتلونکې کې کوم اقدامات وکړي‌؟‌ کومو اقداماتو ته اړتیا ده؟‌

آغلې امیري:‌ حتماً، زه د ډیرو افغانانو په ناامیدۍ او خپګان پوهیږم چې وایې مونږ ډیر ملاتړ ته ضرورت لرو چې دداسې کړنو په وړاندې غبرګون وښایو،‌ زه وایم دا ډیر مهم دي‌ ځکه:‌ اول:‌ دا په ډاکه کوي چې د افغانانو سره نړیوال پیوستون اوملاتړ شتون لري.‌ دا څرګندونې یواځې له طالبانو سره د خبرو لپاره نه دي، بلکې له افغانانو سره خبرې کول دي او افغان ولس ته د ملاتړ ډاډ ورکوي، او افغان میرمنو ته وایو چې مونږ درسره څنګ په څنګ ولاړ یو. دا سمه ده چې افغان ولس باید د ملاتړ او غبرګونو څخه زیاته تمه ولري.‌ طالبانو د لویدیځو هیوادونو د رخصتیو په جریان کې د دې ډول فرمانونو په صادرولو د توجه جلبول غواړي. لکه څنګه چې ما د هیوادونو له استازو سره خبرې کړي‌ دي،‌ غواړم په مطمئن ډول سره ووایم چې دوی شپه او ورځ هڅه کوي چې څنګه وکولای شي د افغان ولس او میرمنو سره مرسته وکړي،‌ او طالبانو ته دا روښانه کړي چې د دوی غیر مسولانه کړنو بدې بایلې شته.

کوربنه: هغو افغان میرمنو ته چې له دې بندیزونو او محدودیتونو څخه تیریږي‌څه پیغام ورکول غواړئ؟‌

آغلي امیري: زه غواړم چې په فارسې ژبه ورته ووایم: د افغانستان میندو ته، زما افغان خویندو، افغان انجونو او د افغانستان سپیڅلو میرمنو ته، زه پوهیږم چې نن ورځ ستاسو لپاره ډیره سخته ده،‌خو زه غواړم چې تاسو ته ډاډ درکړم چې مونږ ټوله نړۍ ستاسې ملاتړ کوو او ستاسې په ملاتړ ولاړ یو. تاسې اتلانې یاست.‌ په اوږ مهال کې دا امکان نه لري چې طالبان دې ستاسې حقوق درڅخه واخلي.‌ تاسې د افغانستان د ملا د تیر حیثیت لری.‌ ژمنه درسره کوم چې ستاسو له حقوقو به دفاع کوم.‌ نه یوازې زه بلکې ټوله نړۍ ستاسې سره ولاړه ده. نن چې زه د او آی سي له استازو سره خبرې کوم دوی او ټوله اسلامي‌نړۍ له تاسې سره ولاړه ده. زه غواړم چې تاسې باید نا امیده نشی او صبر له لاسه ورنکړی، په یاد ولرئ چې تاسې به په خپلو پښو ودریږئ‌،‌ او بریالي به یاست.‌

کوربنه: میرمن امیري، نړی مننه د وخت راکولو نه.

آغلي امیري: ستاسو نه هم مننه!

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG