لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او یورپي اتحاد د یوکرېن په سرحد د روسي پوځونو په زیاتېدو اندېښمن دي


د یوکرېن عسکر د کرایمیا د سرحد سره نژدې پوځي مشقونه کوي
د یوکرېن عسکر د کرایمیا د سرحد سره نژدې پوځي مشقونه کوي

د امریکا دفاع وزارت یو وارې بیا اندېښنې څرګندې کړي دي چې روس د یوکرېن په سرحد د کال 2014 په شان د پوځونو شمېره زیاته کړی ده.

د امریکا د دفاع وزارت پېنټاګان او د اروپايي هېوادونو لخوا د یوکرېن په سرحد په لویه کچه د روسي پوځونو د زیاتېدو اندېښنې په داسې حال کې سېوا شوي دي چې د واشنګټن او ماسکو ترمنځه سفارتي اړیکې هم تاوجنې شوي دي.

د پېنټاګان ویاند جان کربي د ګل دوشنبې په ورځ خبر یالانو ته ویلي دي چې دا وخت د یو کرېن په سرحد د روسي پوځونو شمېره د هغه وخت نه هم زیاته ده چې اووه کاله وړاندې یې د کرایمیا سیمې د قبضې لپاره لېږلي وو

د یورپي یونین د خارجه تګ لارې مشر جوسف بوریل هم د اپرېل په 19 د یورپي هېوادونو د خارجه وزیرانو غونډې ته ویلي دي چې روس نزدی 150000 ( یونیم لاکه) عسکر د یوکرېن په سرحد په ځای کړي دي او زیاته کړې یې ده چې د کرایمیا د ځان سره کولو او پوځونو زیاتولو ګامونه ډېر د تشویش وړ دي.

د پېنټاګان ویاند جان کربي وویل چې روس ویلي دغه پوځي عسکر یې د تربيي په خاطر جمع کړي دي خو دا خبره صفا نه ده چې حقیقي مقصد یې هم دا دی؟

تېره اوونۍ د یورپ لپاره د امریکا د هوايي پوځونو مشر جنرل ټالډ والټر د کانګرس غړو ته ویلي وو چې د روس پوځي هلې ځلې د وړاندې ورځو په پرتله د لاندې کچې نه میانه سطحې ته لوړې شوي دي.

د یوريي اتحاد د خارجه پالېسۍ مشر بوریل ویلي چې روس د پوځي عسکرو تر څنګ د جنګ په رنګه حالات جوړ کړي او پوځي موباېل روغتونونه یې هم انتقال کړي دي.

امریکا او یورپي یونین پرله پسې په روس غږ کړی چې راپارونکې هڅې دې ودروي.

امریکا او اتحادیانو یې د روس په هغه پلانونو هم نیوکې کړي دي چې غواړي د روانې میاشې تر اخېره پورې په تور سمندر او کېچ سمندري لارو کې د پوځي مشقونو لپاره محدودیتونه په ځای کړي.

خو امریکا په غبرګون کې ویلي دي چې د کرېملن دا وروستي ګامونه جارحانه دي او په تور سمندر کې به خپلې جنګي بېړۍ هر هغه ځای ته ورلېږي چې ورته تلل غواړي.

سنډی ټائمز لیکلي دي چې برتانیه هم راتلونکې میاشت تور سمندر ته د سمندري جازونو لېږلو منصوبه لري.

د امریکا او غربي اتحادیانو لخوا د ماسکو په وړاندې د سختو دریزونو ترڅنګ امریکا او روس تېره اوونې د یوبل په ضد بندېزونه هم په ځای کړي دي او واشنګټن او ماسکو د خپلو هېوادونو نه د یو بل سفا تکارانو اوخکلو احکامات هم جاري کړي دي.

د ماسکو لپاره د امریکا سفیر جان سلېوېن په یو تازه بیان کې ویلي دي چې د ماسکو او واشنګټن ترمنځه د بندېزونو تبادلې وروسته ورته د دمې کولو ویلي شوي دي او وايي چې روانه اوونۍ به واشنګټن ته ورځي او د جو باېډن انتظاميي غړو سره به سلا مشوره کوي او څو اوونۍ ورسته به بېرته ماسکو ته ځي.

امریکايي سفیر ویلي دي چې د باېډن انتظامیي د نوو ملګرو سره د مشورو ترڅنګ واشنګټن ته د بېرته تګ بله اهمه وجه یې دا هم ده چې د کورنۍ غړي یې پوره کال سم نه دي لیدلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG