د امریکې د پوځ یوې پخوانۍ ترجمانې منلي چې د لبنان حزب الله ډلې ته یې خفیه معلومات انتقال کړي چې پکې د هغو کسانو په اړه معلومات هم شامل وو چې د ایران پاسداران انقلاب د القدس ځواکونو مشر جنرل قاسم سلېماني په ډرون حمله کې په هدف کولو کې یې د امریکې سره مرسته کړې وه.
قاسم سلېماني په کال ۲۰۱۹ کې په عراق کې په ډرون حمله کې وژل شوی دی. امریکې حزب الله ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
د امریکې پخوانۍ پوځي ترجمانې ۶۳ کلنې مریم طاحه تامسن د جمعې په ورځ په عدالت کې د خبل جرم اعتراف وکړو. هغې د ۲۰۰۶ نه تر د ۲۰۲۰ پورې د ژب پوهې به حېث خدمات ترسره کول.
د دغه جرم په سر مریم ته د عمر قېد سزا ورکړی کېدلی شي. هغې ته د سزا اورونې دپاره د جون ۲۳ نېټه ټاکل شوي ده.
مریم په لبنان کې زېږدلې او په ۱۹۹۳ کې یې د امریکې شهریت ترلاسه کړو.
هغه د ۲۰۲۰ د فېبرورۍ په میاشت کې د عراقي کردستان په اربېل کې د امریکې د خصوصي عملیاتو په مرکز کې ونیول شوه.
د امریکې د حکومتي وکیلانو ترمخه مریم د یو لبناني شهري سره رومانوي تعلق و او هغه ته یې د امریکې استخباراتي اثاثو په اړه معلومات ورکړي وو چې هغې ګنل دغه تن به دا معلومات د حزب الله سره شریک کړي.
د وي او ای د نګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي عدالت ته ورکړی شویو دستاوېزاتو کې د مریم عاشق شته من او بااثره تن و. د هغه دعوه وه چې د حزب الله مشر حسن نصرالله ورته یوه ګوتي راستولي ده او یو وراره یې د لبنان په داخله وزارت کې دی.
د حکومتي وکیلانو ترمخه په جنرل قاسم سلېماني د حملې وروسته دغه تن مریم ته وویل چې د هغه کسانو په اړه دې معلومات وکړي چې د جنرل سلېماني په هدف کېدو کې یې د امریکې سره مرسته کړې ده.
د امریکې د انصاف وزارت ترمخه د کال ۲۰۲۰ په فېبرورۍ کې د هغې د ګرفتارۍ پورې مریم طاحه تامسن دغه لبناني تن ته لږ تر لږه د لسو داسې کسانو په اړه معلومات ورکړل چې په خفیه توګه یې د امریکايي استخباراتو دپاره خدمات ترسره کول، لږ تر لږه ۲۰ امریکايي هدفونه یې څرګند کړل او د امریکې د طریقو او ضابطو په اړه یې معلومات ورکړل.
حکومتي وکیل جان سي ډېمرز په یو بیان کې وویل د خفیه معلوماتو د افشا کولو دلارې مریم نه یوازې د امریکايي عسکرو بلکې د نورو هغو کسانو ژوندونه په خطر کې واچول چې د جنګ په مېدان کې یې د امریکې مرسته کوله.
حکومتي وکیل وویل مریم ته معلومه وه چې هغه کوم تن ته معلومات ورکوي هغه د حزب الله سره تړلی دی او دغه تنظیم به دا معلومات امریکې ته د نقصان رسولو دپاره استعمالوي.