لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب د استخباراتو پخوانی چارواکی وايي محمد بن سلمان هغه وژل غواړي


سعودي ولي عهد محمد بن سلمان
سعودي ولي عهد محمد بن سلمان

د سعودي عرب د استخباراتو یو پخواني چارواکي ویلي سعودي ولې عهد محمد بن سلمان هغه وژل غواړي او د هغه د قتل په غرض کېنېډې ته لیږل شوي ډله د کېنېډې کسټم مامورینو نیولې ده.

سعدالجابري د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکې وفاقي عدالت ته ورکړی شوي خواست کې وویل هغه د محمد بن سلمان په باره کې ثبوتونو لري نو ځکه سعوي ولي عهد هغه قتل کول غواړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي سعدالجابري عدالت ته خواست کې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی خو ویلي يې دي چې کېنېډې ته د هغه د قتل دپاره ډله په ترکي کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د قتل نه څو هفتې وروسته لیږل شوي وه.

جمال خاشقجي په ۲۰۱۸ کې د ترکي په استنبول ښار کې سعودي کونسلخانې ته د خپل واده دپاره کاغذونو برابرولو دپاره ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لیدل شوی. جمال خاشقجي د محمد بن سلمان ناقد دی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې د سعد الجابري د کورنۍ یو شمېر غړي په سعودي عرب کې نیول شوي دي چې په هغه وطن ته د ستنېدو دپاره فشار واچوي.

رپورټ وايي د الجابري د پخواني ولي عهد شهزاده محمد بن نایف په عمله کې پاتې شوی دی او د غربي استخباراتي ادارو سره به یې د رابطه کار په ډول کار کوولو.

امریکايي عدالت ته ورکړی شویو دستاویزاتو کې وېل شوي چې د کېنېډي کسټمز مامورینو د الجابري مبینه د قتل دپاره د لیږل شوي ډلې د کڅوړو نه داسې الات ترلاسه کړي چې د جرم ځای د صفا کوولو دپاره استعمالیږي خو کسټمز مامورین شک من شول او دغه ډله یې ودروله.

د وي او ای رپورټ کې دا نه دي ويلي شوي چی ایا محمد بن سلمان او یا سعودی حکومت د سعدالجابري په وېنا څه دریځ دی او څیړونکي وايي‌ دا هم نه ده معلومه چې ایا د الجابري په خواست به د امریکې په عدالتي نظام کې اورونه وه هم شي او که نا؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG