د اکتوبر په وړمبۍ نېټه په اسرایل د ایران د حملې په جواب کې امریکې د جمعې په ورځ د ایران د تېلو د صنعت سره تړلي په لسګونو کمپنو پابندۍ ولګولې.
د امریکې د خزانې وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل د ایران هغه سمندري جهازونه په هدف کوي چې په ایران د موجوده پابندیو نه چاپېره ګرځي او ایراني تېل خرڅوي. د بیان ترمخه، ایراني تېل او د تیلو مصنوعات په منتقلولو کې په ککړتیا ۱۰ کمپنۍ او ۱۱ سمندري جهارونه "تړل شوي جایدادونه" وټاکل شوو.
سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت په جدا بیان کې په شپږو اضافي کمپنو او په شپږو سمندري جهازونو د ایران د تېلو په تجارت کې د ککړتیا په سر پابندۍ اعلان کړې.
په ایران د امریکې بندیزونه په اسرایل د ایران حملې ته د جواب برخه ده. په اسرایل حمله کې ایران تر ۲۰۰ پورې بېلېسټېک مزایل په اسرایل رولي دي. ایران دغه ګام د پاسداران انقلاب ځواکونو د یو چارواکي او په تهران کې د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په انتقام کې اخیستی و.
اسرایل ويلي د ایران حملې ته جواب به يې "مرګونی، کره او حېرانونکی وي."
د امریکې صدر جوبایډن تېره هفته خبریالانو ته وویل اسرایل دې د ایران د تېلو په مېدانونو د حملو په ځای متبادل ولټوي.
د امریکې د خزانې وزيرې جېنېټ یلن په ایران د بندیزونو په اړه بیان کې وویل په اسرایل د حملې په جواب کې امریکا فېصله کن ګام اخلي چې د ایراني حکومت هغه هلې ځلې وېجاړې کړی شي چې بې ثباتي رامنځته کوي.
یلن زیاته کړه چې د جمعې د ورځې پابندۍ به د هغه پېسو مخه ونېسي چې ایران يې د اېټمي پروګرام، مزایلو او د ډرون په جوړولو خرچ کوي.
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن وویل واشنګټن دا خبره واضحه کړې ده ایران به په اسرایل حملې مضمراتو سره مخامخ کېږي. بېلنکن په خپل یو بیان کې وویل د جمعې د ورځ اقدامات به ایران په منځني ختیځ کې ترهګرو د ملاتړ او د خپلو پراکسیانو د مرستې دپاره د امدن نه محرومه کړي.
Forum