لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: د پاکستان نه تمه لرو چې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد دوامداره اقدام وکړي


د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت سټېټ ډپارټمنټ  د وېب پاڼې ترمخه د وزارت وياند نېډ پرايس نه  د نهې/ سه شنبې په ورځ [13 ستمبر] د خبري غونډې په مهال پوښتنه شوې چې امریکا په پاکستان د اېف -16 جنګي الوتکو د بيا رغونې دپاره د 450 ملينه ډالرو اوزار خرڅوي
د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت سټېټ ډپارټمنټ  د وېب پاڼې ترمخه د وزارت وياند نېډ پرايس نه  د نهې/ سه شنبې په ورځ [13 ستمبر] د خبري غونډې په مهال پوښتنه شوې چې امریکا په پاکستان د اېف -16 جنګي الوتکو د بيا رغونې دپاره د 450 ملينه ډالرو اوزار خرڅوي

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې پاکستان د امریکې مهم ملګری دی او امریکا د پاکستان نه تمه لري چې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد به دوامداره اقدامات وکړي.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت سټېټ ډپارټمنټ د وېب پاڼې ترمخه د وزارت وياند نېډ پرايس نه د نهې/ سه شنبې په ورځ [13 ستمبر] د خبري غونډې په مهال پوښتنه شوې چې امریکا په پاکستان د اېف -16 جنګي الوتکو د بيا رغونې دپاره د 450 ملينه ډالرو اوزار خرڅوي.

هغه په ځواب کې ویلي، کانګرس ته يې د پاکستان د هوايي ځواک د اېف -16 د پروګرام د دوامداره خدماتو دپاره په دغه اړه خبر ورکړی دی.

"پاکستان د نورو مهمو برخو سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د امریکا مهم ملګری دی او مونږ د اوږدې پاليسۍ لاندې د امریکا جوړ فلېټ فارمونو د ژوندي او دوامداره ساتلو دپاره دغه پېکج ورکوو".

نوموړي ويلي، "د پاکستان اېف -16 پرواګرم د امريکا او پاکستان د دوه اړخيزه اړيکو يوه مهمه پراخه برخه ده او اوس چې د اېف -16 فليټ دپاره کوم تجويز ورکړی شوی دا به په راتلونکې کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د پاکستان وړتيا په ځای وساتي".

پرايس زياته کړې "دغه فلیټ پاکستان ته د ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ملاتړ اجازه ورکوي او مونږ د پاکستان نه تمه لرو چې پاکستان به د ټولو ترهګرو ډلو پرضد په دوامداره توګه اقدام وکړي".

د پاکستان د اې ار وايي ټي وي د خبريال په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ د پوښتنې په ځواب کې هغه ویلي، "امریکې تل په پاکستان کې په مطبوعاتي ادارو او مدني ټولنه د بندېزونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې يې دغه اندېښنه د چارواکو سره شريکه کړې ده".

پاکستان سره د سېلابونو په مهال د مرستو په اړه د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند ویلي، "د 12 ستمبر پورې د امریکې د سېنټکام نهه الوتکو چې پکې 630 مټرک ټنه مرستندويه توکي وو د امریکايي د نړيوالې پرمختيا ادارې يو اېس اېډ دوبۍ د لارې رسېدلې دي".

هغه زیاته کړې "يواځې په روان مالي کال کې امریکې پاکستان ته 53 ملينه ډالره بشري مرستې ورکړي دي، امریکا د نزدې نه د سېلاب له امله پاکستان ته د اوښتي تاوان اروزنه کوي او د پاکستان مرستې به دوامداره ساتي".

امريکې د پاکستان سره دا مرستې په داسې حال کې کړي چې پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله په غټه کچه انساني او مالي زيان اوښتی دی.

د افتونو په وخت د پاکستان د قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] د شمېرو ترمخه د 14 جون راهسې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو سره په نورو پېښو کې 1481 کسان مړه شوي او 12747 ژوبل شوي دي.

د پاکستان سيند صوبه چې دا وخت د سېلاب سره مخ ده د اېن ډي اېم اې ترمخه يواځې په سيند صوبه کې 638 کسان مړه شوي چې پکې 274 ماشومان، 118 ښځې او 246 سړي شامل دي.

او پي ډي اېم اې ويلي، په سيند صوبه کې 15 لکه 37459 کورونه اغېزمن شوي چې پکې څلور لکه 89222 په مکمله توګه تباه شوي او 34 لکه 33115 ايکړه ځمکه اغېزمنه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG