لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډانلډ ټرمپ په مشرۍ کې د امریکا د بهرنۍ مرستو پروګرامونه د سترو اصلاحاتو سره مخامخ دي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې د اېل سلواډور هېواد په سفر وو خبریالانو ته وویل چې هغه اوس د یو اېس ای ايي ډي موقتي ډايریکټر دی او د اېجنسۍ فعالیتونه د انتظامیې پالیسو سره مطابقت راوستلو لپاره ګامونه پورته کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې د اېل سلواډور هېواد په سفر وو خبریالانو ته وویل چې هغه اوس د یو اېس ای ايي ډي موقتي ډايریکټر دی او د اېجنسۍ فعالیتونه د انتظامیې پالیسو سره مطابقت راوستلو لپاره ګامونه پورته کوي.

د بهرني امداد دپاره د امریکايي ادارې یو اېس ای ايي ډي (USAID) چې د امریکا د بلینه ډالرو په ارزښت د بهرنیو مرستو پروګرامونو انتظام کوي، د ګل، دوشنبې په ورځ په بنیادي توګه بند کړل شوی دی.

د دغه ادارې زیاتره کارکوونکو کمپیوټرې او دفترې تړل شوي وې. په دغه اېجنسۍ یا ادارې کې په اعلا عهدو کارکوونکي زیاتره شخصیتونه په رخصت لېږل شوي، او د صدر ټرمپ انتظامیه په بهرنیو چارو وزارت کې د اېجنسۍ ادغام دپاره اقدامات کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې د اېل سلواډور هېواد په سفر وو خبریالانو ته وویل چې هغه اوس د یو اېس ای ايي ډي موقتي یا نګران ډايریکټر دی او د اېجنسۍ فعالیتونه د انتظامیې پالیسو سره مطابقت راوستلو لپاره ګامونه پورته کوي.

مارکو روبیو دا اېجنسي په تاریخي ډول کانګرس او وايټ هاوس ته "بې جوابه" وبلله ، که څه هم هغه دعوه وکړه چې دا اېجنسي به د بهرنیو چارو د وزارت نه هدایات اخلي.



د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، " یو اېس ای ايي ډي تاریخ لري چې دا د پامه غورځوي او فیصله کوي چې یو ډول نړیواله خیراتي اداره د قامي ګټو نه بیلا وي."

روبیو زیاته کړه "دا د ټېکس ورکوونکو ډالرې دي، او مونږ د امریکا خلکو ته دا ډاډ ورکولو زمه واري لرو چې هر ډالر چې مونږ په بهر کې مصرف کوو هغه زمونږ قامي مفاداتو ته وده ورکولو باندې مصرف کیږي."

د مارکو روبیو څرګندونې د ارب پتي ایلان مسک په مقابله کې لږې سختې وې. مسک د ډپمارټمنټ اف ګورمنټ اېفېشېنسي یا ډوژ مشري کوي چې هدف يې د حکومت کار موثره کول یا ښه کول دي.

د تېرې هفتې په اخېره کې د ټرمپ حکومت د یواېس ای ايي ډي د سېکیورټي دوه لوړ رتبه چارواکي په رخصت ولېږل. دغه چارواکو هغه ډلې ته د ادارې د خفیه دستاوېزانو ورکولو نه انکار کړی و چې د حکومت ګمارل شوي مسک معاینه کوونکو غوښتل.


ایلان مسک د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل ټرمپ سره يې خبرې کړي او هغه یواېس ای ايي ډي د بندولو سره متفق شوی دی.

په واشنګټن کې ډیموکرېټانو د یو اېس ای ايي ډي د ختمولو هڅې غیرقانوني بللي او ژمنه یې کړې چې دا به چېلنج کوي.

مسک، ټرمپ او د واکمن ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس غړو په یواېس ای ايي ډي تنقید زیات کړی او په اداره د ازاد خیالۍ سره تړلې اهدافو ته د ودې ورکولو الزام لګوي.

په کانګرس کې د ډېموکرېټېک پارټۍ غړو په دې اقداماتو احتجاج وکړو او ويې وېل یواېس ای ايي ډي بندولو دپاره ټرمپ اییني اختیار نه لري او اداره د کانګرس د منظورۍ نه بغېر نه شي تړلی. ډېموکرېټېس حساسو معلوماتو ته د مسک د لاس رسي مخالفت هم وکړو.

د خالي، شنبې، په ورځ د یواېس ایی ايي ډي وېب پاڼه بغېر د څه وضاحت نه غېبه شوې وه.

په داسې حال کې چې د ټرمپ حکومت د وفاقي حکومت د مختلفو ادارو او پروګرامونو په ضد ګامونه پورته کي، یواېس ای ايي ډي د ټولو نه زیاته په هدف شوې محکمه ده.

یواېس ای ايي ډي د ۱۲۰ زیاتو ملکونو کې د سېکیورټي او ترقیاتي پروګرامونه چلوي.

په افغانستان او پاکستان کې هم چارواکي وايي د یواېس ای ايي ډي د تړل کېدو نه ګڼ شمېر تنظیمونه او منصوبې متاثره شوي دي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د اې پي نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG