لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: کېدای شي په غزه کې ډزبندي د اسرایل او لبنان پر پوله شخړه ختم کړي


د لبنان په جنوب کې د اسرایل او حزب الله د جنګیالیو تر منځ د هراړخیزې جګړې اندېښنو ته په کتو اعلی امرکایي چارواکو ویلي چې کېدای شي په غزه پټۍ کې ډزبندي د اسرایل او لبنان پر پوله شخړې ختمې کړي.

له دې سره سره امریکا اسرایل ته د بمونو د لېږلو پرېکړې ته بیاکتنه کوي ځکه چې دې خبرې اندېښنې پیدا کړې دي چې کېدای شي اسرایل دغه بمونه د غزې په رفح ښار کې وکاروي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، چارواکي له لبنان سره د اسرایل په شمالي پوله باندې د جګړو ختمولو لپاره سفارتي لارې لټوي چې ملکي وګړي په خوندي توګه خپلو کورونو ته ستانه شي.

بلینکن د نېټو له عمومي مشر ین سټولټنبرګ سره ګډې خبري غونډې ته وویل، چې حزب الله د اسرایل په ضد خپل عملیات له غزې سره تړلي دي:

"که موږ [په غزه کې] ډزبندي وکړو، زه فکر کوم دا به د دې امکان زیات کړي چې موږ په شمال کې د بحران د سفارتي حل په موندلو بریالي شو."

بل لور ته په بیروت کې د امریکې ځانګړي استازي اموس هاکسټاین د اسرایل او حزب الله تر منځ د شخړې پر کمولو ټینګار کړی دی.

هاکسټاین د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، د اسرایل او لبنبان تر منځ د پولې کرښې ته په اشارې سره وویل، "کېدای شي په غزه کې ډزبندي د بلو لاین په اوږدو کې شخړه ختمه کړي".

د رویټرز خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې د امریکې سفیر اموس هاکسټاین لبنان ته لېږل شوی چې د لبنان په جنوبي پولو کې د زیاتېدونکي کړکېچ د کمولو هڅه وکړي.

له حزب الله سره د اسرایل د زیاتېدونکي کړکېچ په ترڅ کې دې ډلې اشاره کړې چې کېدای شي د اسرایل پر درېیم لوی ښار حیفه باندې برید وکړي.

دا شخړه هغه وخت لا زیاته شوه چې تېره اوونۍ ایران پلوه حزب الله ډلې د لبنان په جنوبي پوله کې د اسرایل پر نهو پوځي ځایونو د راکټونو او وسلو لرونکو ډرلون الوتکو په وسیله بریدونه وکړل. دا له اکتوبر وروسته د حزب الله تر ټولو لوی برید وو.

اسرایل ته د امریکايي وسلو لېږد

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، بلینکن ورته "ډاډ ورکړی" چې د بایډن انتظامیه د اسرایل لپاره د امریکې د وسلو او ګوله بارود په رسولو کې "د دغو خنډونو د لرې کولو لپاره شپه او ورځ کار کوي".

امریکې په می میاشت کې د 907 کیلوګرامه 1,800 دانې بمونو او د 226 کیلوګرامه 1,700 دانې بمونو په ګډون اسرایل ته د پوځي رسد مخه ونیوله، ځکه چې په رفح ښار کې د اسرایل د پوځي عملیاتو په پراخولو باندې اندېښنې لري.

بلینکن د بهرنیو چارو په وزارت کې خبریالانو ته وویل چې امریکا لا هم اسرایل ته د درنو بمونو لېږل ځنډوي، ځکه چې وایي امریکا په رفح کې د دغو بمونو د کارول کېدو په اړه اندېښنه لري.

یادونه:- دا رپوټ د وي او اې خبریالې نایک چینګ جوړ کړی خو ځینې معلومات یې له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG