په داسې حال کې چې په خلیج فارس کې د امریکې او ایران ترمنځ تاو تریخوالی موجود دی، امریکې د جرمني نه غوښتنه کړې ده چې د هرمز په سمندري تنگې کې امنیت پرځای ساتلو کې دې مرسته وکړي.
په برلن کې د امریکې سفارتخانې د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل واشنگټن جرمني ته خواست کړی دی چې د فرانس او برطانيي ترڅنگ دې په هرمز کې امنیت پرځای کړي او د "ایراني جارحیت" مخه د ونیسي.
امریکايي سفارت وویل جرمني د تنگي د تحفظ سره موافق شوی خو دا پوښتنه یې کړې ده چې د تنگي "تحفظ به د چا" نه کوی.
جرمني ته د امریکې د خواست نه یوه ورځ وړاندې د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو وویل چې امریکا په هرمز کې د تجارتي سمندري جهازونو د تگ راتگ دپاره د امنیت منصوبه پرځای کول غواړي.
په خلیج فارس کې د ایران او امریکې ترمنځ تاو تریخوالی پس له دې زیات شوی چې صدر ډانلډ ټرمپ د ایران سره د کال ٢٠١٥ اېټمي معاهده ماته کړې او د ایران د تیلو او نورو اقتصادي مدونو بندیزونه بیا پرځای کړې دي.
مایک پامپېیو وویل د هرمز تنگي د امنیت منصوبه به د کامیابۍ سره مخامخ کېږی خو پکار ده چې چې د نړۍ نور ملکونه هم پکې شامل شي او د دغه تجارتي لارې تحفظ یقیني کړي.
په تېرو ورځو کې د برطانيي سمندري ځواکونو د جبرالټر سره نژدې د ایران د تېلو یو ټېنکر ونیولو. برطانیه وايي ایراني ټېنکر د نبدیزونو په ضد شام ته تیل وړل.
د ایراني ټېنکر د نیول کېدو دوه هفتې وروسته، ایران د برطانيي سمندري جهاز ونیولو او ویې ویل دا گام یې د برطانيي په بدل کې اخیستی دی.