لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او جرمني وايي روس به په اوکراین د یرغل قیمت ادا کوي


بایدڼ او شولز د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې ملاقات وکړو
بایدڼ او شولز د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې ملاقات وکړو

د امریکي صدر جوبایډن او د جرمني چانسلر اولف شولز ژمنه کړې روس به په اوکراین د یرغل قیمت ادا کولو ته مجبوروي. او امریکې د جمعې په ورځ اوکراین سره د 400 مېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد اعلان وکړو.

بایدڼ او شولز د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې ملاقات وکړو.

د ملاقات په اړه د وایټ هاوس بیان وویل بایډن او شولز اوکراین سره د انساني، امنیتي، اقتصادي او سیاسي مرستو په اړه هم بحث وکړو او د اوکراین ولس د نړیوالي ټولنې د ملاتړ په اهمیت یې ټینګار وکړو.

د وایټ هاوس د بیان ترمخه، بایډن او شولز دا ژمنه هم وکړه چې په روس به د اوکراین د یرغل "قیمت نافذ" کوي تر هغه وخت پورې چې تر څو يې ضرورت وي.

د وایټ هاوس په بیان کې په روس د جنګ قیمت د نافذ کولو په اړه نور تفصیل نه و وړاندې کړی شوی.

تېر کال د فېبرورۍ په 24 نېټه په اوکراین د یرغل په سر د امریکې او د جرمني په شمول نورو مغربي ملکونو د ماسکو په ضد اقتصادي پابندۍ لګولي دي.

اوکراین سره د 400 مېلین ډالرو نور امریکايي امداد اعلان د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن وکړو.

هغه وویل په نوي امداد کې به اوکراین ته ګوله بارود، بکتر بند موټرې او نور ساز او سامان ورکولی شي.

بلېنکن د جمعې په ورځ د هندوستان، جاپان او اسټرېلیا له خارجه وزیرانو سره تر ولیدل او د ملاقات وروسته یې وویل روس به په اوکراین کې د جګړې له سزا خلاص نه شي.

د کواډ ګروپ په نامه د دغو څلورو هېوادونو غړو په نوي دلي کې د جي-20 هېوادونو د غونډې په څنډه کې سره لیدلي دي.

د ناستې په اړه بلېنکن د ټوېټر دلارې وویل "موږ پر هغو لارو چارو ګټورې خبرې وکړې چې موږ څنګه کولای شو د اوکراین نوره مرسته او ملاتړ وکړو او د مهمې او نوې ټیکنالوجۍ په برخه کې یې همکاري وکړو".


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG