د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي، له پاکستاني چارواکو سره یې تر اوسه د هغه هېواد د وګړي آصف مرچنټ په اړه څه خبرې نه دي کړې چې له ایران سره د اړیکو په بنیاد یې په امریکا کې د سیاسي او حکومتي چارواکو د وژنې لپاره خلک ګومارل.
د وزارت ویاند مېتیو میلر څخه د اګست پر اوومه د خبري غونډې په مهال پوښتنه وشوه، چې په امریکا کې د پاکستان سفارت په دې اړه غلی دی، آیا امریکا په دې اړه د پاکستان له حکومت سره څه خبرې کړې دي که نه، میلر یې په جواب کې وویل:
"زه نن په دې د خبرو لپاره څه نه لرم، خو موږ ویلي امریکا به د ایران له ګواښونو څخه د خپلو خلکو په ګډون د پخوانیو چارواکو د ژغورنې په برخه کې د اړتیا وړ اقداماتو ته دوام ورکړي".
د پاکستان د ځايي رسنیو ترمخه، امریکا کې د پاکستان سفارتخانې ويلي، د دغه معاملې جاج اخلي خو کوم رسمي غبرګون یې پرې نه دی ورکړی.
د امریکې د انصاف وزارت د سه شنبې- نهې په ورځ ویلي وو، د آصف رضا مرچنټ په نوم یو پاکستانی چې وایي د ایران له حکومت سره یې اړیکې لرلې په دې تور نیول شوی دی چې د امریکې په خاوره کې یې د سیاسي مشرانو او چارواکو د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.
خبریال له مېتیو میلر څخه دا هم وپوښتل چې د امریکا رسنۍ وایي آصف مرچنټ پر مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ باندې هم د برید پلان درلود، خو وایي سپینې ماڼۍ ویلي داسې ثبوت یې نه دی موندلی چې ګنې هغه دا پلان هم درلود، په جواب کې یې میلر وویل:
"زه فکر کوم دا د انصاف وزارت د رسمي تور یا فردِ جرم قانوني معامله ده او مقدمه به همداسې روانه وي، دا واقعاً یوه داسې موضوع ده چې د انصاف وزارت باید ورباندې خبرې وکړي".
پاکستان د اګست پر اوومه ویلي وو، په امریکا کې د نيول شوي پاکستاني په اړه د امریکايي چارواکو سره په رابطه کې دي او په دغه اړه نورو تفصيلاتو ته انتظار کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يو لنډ بيان کې ویلي وو، په امریکا کې په ناکامه قاتلانه حمله کې ککړ پاکستاني په اړه مطبوعاتو پوښتنې کړي او دغو پوښتنو ته یې په ځواب کې ويلي:
"مونږ په مطبوعاتو رپورټونه ليدلي دي. مونږ د امریکايي چارواکو سره په رابطه کې يُو او د نورو تفصيلاتو انتظار کوو. مونږ د امریکايي چارواکو بيانونه هم کتلي چې دا روانې پلټنې دي. د رسمي غبرګون ورکولو نه وړاندې، مونږ دې ته اړتيا لرو چې د دغه تن (اصف مرچنټ) تېر وخت وګوور".
د وزارت د معلوماتو له مخې د دغه تن بشپړ نوم آصف رضا مرچنټ دی چې وایي شاوخوا په 1978م کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې زوکړی دی. وزارت وایي هغه ورته ویلي چې په پاکستان کې یې ژوند کاوه، بچي او یوه ښځه په پاکستان کې هم لري او په ایران کې هم بچي او یوه ښځه لري.
د نیویارک په بروکلین سیمه کې استفاثه یا څارنوالانو د آصف مرچنټ خلاف دغه مجرمانه تورونه اعلان کړل او پر هغه یې تور ولګاوه چې نیویارک ته د سفر په وخت یې د وژنو لپاره یو بریدګر ګومارلی وو، خو پلان تر عملي کېدو مخکې ناکامه کړل شوی وو.
پر مرچنټ تور لګېدلی دی چې د استخباراتي ادارو دوو پټو ایجنټانو ته یې د برید تر سره کولو لپاره د جون په وروستیو کې 5,000 ډالره مخکې له مخکې ورکړي وو او نورې به یې پاکستان ته له ستنېدو وروسته ورکولې، خو هغه د جولای پر 12مه پاکستان ته تر ستنېدو مخکې نیول شوی دی.
د انصاف عدالت په اسنادو کې دا نه دي په ګوته شوي چې د مرچنټ د وژنو په پلان کې کوم سیاسي مشر په هدف وو، خو د امریکايي رسنیو په خبرونو کې د ایف بي ای د سرچینو په حواله ویل شوي چې په دغو هدفونو کې د امریکا د پخواني صدر ډانالډ ټرمپ نوم هم شامل دی.
د عدالتي اسنادو له مخې آصف مرچنټ د روان 2024م کال په اپرېل میاشت کې څه وخت په ایران کې تېر کړی او بیا له پاکستانه امریکا ته راغلی دی. وایي هغه تن چې اصف مرچنټ ورسره اړیکه نیولې وه په نیویارک کې امنیتي ادارو ته د هغه د پلان په اړه خبر ورکړی وو.
د عدالت په اسنادو کې دعوه شوې ده چې 46 کلن آصف مرچنټ د جون په لومړیو کې په نیویارک کې له مخبر سره لیدلي وو او هغه ته یې د ساسي قتلونو د پلان په اړه معلومات ورکړي وو.
د پاکستان شخصي خبري ادارې جیو نیوز د شورو / چهارشنبې په ورځ د مرچنټ سي وي یا ریزیومې په ترلاسه کولو کې بریالی شو، چې ترمخه یې په 2010م کال کې په کراچۍ کې په یوه بنک کې برانچ منیجر په توګه کار کاوه.
په دغه سي وي کې ویل شوي چې تر 1,850 میلینه پاکستانۍ روپو یا د شتمنیو پورټ فولیو او مسولیت یې په غاړه لرلو. او پټرولیم، ټیکسټایل، کاغذ، کیمیکلز او فارماسیوټیکل یا دوایانو جوړونې شعبو تجارتی ګاهکان شامل وو.
دا مقدمه له هغې پېښې څو اوونۍ وروسته مخې ته راغلې چې امریکايي چارواکو د ایران له لوري د ډانالډ ټرمپ ژوند ته د ګواښ له خبرداري سره د هغه امنیت زیات کړی وو.
مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ د جولای پر 14مه په پینسلوېنیا ایالت کې یوې غونډې ته وینا کوله چې ورباندې ډزې وشوې او د هغه ښی غوږ یې ټپي کړ. دا ډزې د پینسلوېنیا یوه شل کلن سړي کړې وې، خو دې برید د ایران له ګواښ سره څه تړاو نه درلود.
امریکايي چارواکي له کلونو راهیسې خبرداری ورکوي چې ایران غواړي د قاسم سلیماني د وژنې غچ واخلي، سلیماني د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ القدس ځواک مشري کوله او په 2020م کال کې په عراق کې د ټرمپ په امر په یو برید کې وژل شوی وو.
Forum