لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امريکا کې د دوو ژبو ويونکو شمېر په تېر څلوېښت کاله کې يو په درې زيات شوی


د امریکي سېنسس بيورو ترمخه په کال ۲۰۲۲ کې د امریکې په ابادۍ کې یو اشاریه دوه مېلین اضافه شوي ده
د امریکي سېنسس بيورو ترمخه په کال ۲۰۲۲ کې د امریکې په ابادۍ کې یو اشاریه دوه مېلین اضافه شوي ده

د 1980 نه تر 2019 پورې په امريکا کې د هغه خلکو چې د انګرېزۍ سره سره په کور کې دويمه ژبه هم وايي شمېر يې درې چنده زيات شوی دی.

د هېواد د سر شمېرنې د ادارې يو ايس سېنسس بيورو د شمېرو تر مخه دا وخت په امريکا کې نزدې 68 ميلين خلک چې په هر پينځه تنه کې يو دی په کور کې خپله مورنۍ ژبه وايي. دا شمېر په کال 1980 کې 23 ميلين و

دينا اريد چې د درېو بچو مور او په نسل عربۍ ده په کيليفونيا کې اوسي په کور کې د عربۍ ژبې سره رالويه شوې وايي “څنګه چې ويل کيږي امريکا دا شهرت لري چې د کلتورونو ځانګو ده. دا ښه خبره ده چې يواځې انګرېزي ژبه لازمي نه ده بلکې يو شمېر نورې ژبې هم د بهر نه راغلي دي”.

عربي امريکا کې په پينځو غټو ژبو کې شماريږي او اريد چې زيات تره د بچو سره په انګرېزۍ ژبه خبرې کوي هڅه کوي چې خپلو بچو ته لږه عربي هم ور وښښي.

هغه وايي “ريښتيا هم چې لوېدم نو د تره او ترور بچو به په خپلو کې په انګرېزۍ خبرې کولې او عربي يې نه زده کوله. ما عربي ويله خو هغوی بيا هم د خپل مور پلار مخالفت نه کولو چا چې به په دوی د عربۍ ويلو زور راوړو. هغوی به بپا هم غوښتل چې مور پلار ورسره عربي ووايي چې خپله ژبه يې په ځای پاتې شي”.

هسپانوي يا سپينېش په امريکا کې د انګریزۍ نه پس دويمه لویه ژبه ده چې په کورونو کې ويل کيږي او د 41 ميلين نه زيات خلک يې وايي. په دې نسبت سپېنېش د نورو ټولو ژبو ويونکو نه يو په دولس سېوا دی.

هسپانوي نژاد په امريکا کې د ټولو لويه لږکۍ ابادي ده چې د 55% نه زيات بچي يې په امريکا کې پيدا شوي.

نورې ژبې چې د سر په پينځوو ژبو کې شمارل کيږي چينايي، ټاګالوګ او ويټنامي ژبې دي.

ويټنامي ژبه ويونکې جيني ګوين چې د غاښو د ډاکټرۍ زده کونکې ده وايي “زما مور پلار په کور کې په انګرېزۍ خبرې کولې خو هغوی په کلکه دا کوښښ کولو چې خپله ژبه وساتي. ما به د ورځې په سکول کې انګرېزي ويله او د شپې به مې کور ويټنامي ويله ځکه چې ما غوښتل دا ژبه زده کړم او ښه په روانۍ يې ووايم چې رانه ورکه نه شي”.

هغه وايي “زه چې کله وړه وم زه د دې په اهميت پوه نه وم خو اوس چې فکر کوم نو ډېره خوشاله يم چې ويټنامي ژبه ښه په روانۍ ويلی او ليکلی شم”.

اغلې ګوين کولی شول چې ويټنامي ژبه ووايي کله چې ويټنام ته د غريبو خلکو د غاښونو د ويړيا علاج د پاره تلې وه.

نور ملګري يې هم ويټنامي امريکايان وو خو هغه وايي دوی د ناروغانو سره د هغوی په ژبه خبرې نه شوې کولی او نه د هغوی په ژبه پوهېدل ځکه چې ويټنامي ژبه نه ورتلله.

هغه وايي “زه په څو ځوانو رضاکارانو کې يوه وم چې وتوانېدم د ناروغانو سره د هغوی په ژبه خبرې وکړم او پوهه شم چې څه روان دي”.

د سر شمېرنې د ادارې تر مخه د ډېره حده چينايانو، ويټناميانو، ټاګالوګ او عربيانو ته د امريکا تابعت ورکړل شوی.

په ورجينيا کې د صحت څانګې سره کار کونکي ريمنډ جون موسويلا مور او پلار د فېلپين نه امریکې ته راغلي او خپله مورنۍ ژبه نه شي ويلی خو وايي که څوک ورسره په دغه ژبه کې خبرې کوي نو دی پرې پوهيږي.

موسويلا وايي “ټاګالوګ ژبه چې د فېلپين غټه لهجه ده په کور کې ويلی کېده خو د انګرزۍ سره به ګډه وډه ويلی شوه. زه په درېو وروڼو کې د ټولو کشر يم. لکه زما د مور پلار زما دوه مشران وروڼه هم په فېلپين کې پيدا شوي وو او چې کله دلته راغله نو زه پيدا شوم. مور به ما سره خبرې په ټاګالوګ کولې او ما به ځواب په انګرېزۍ ورکولو”.

هغه وايي خپلو بچو ته د مور پلار کلتوري اقدار ورښودل ډېر مهم دي او وايي “هر کله چې واده وکړم او غواړم چې بچي ولرم نو کېدلی شي ټاګالوګ ژبه ورته ونه ښايم خو خپل خوراکونه او کلتوري روايتونه به ورته د خوندي ساتلو په نيت وروښايم”.

په نيويارک کې د خوراک په اړه ليکونکې کيتي ايروی د ژبې زده کولو ايپليکيشن په دې نيت کاروي چې مورنۍ ژبه مينډرين چينايي ژبه ښه په اسانه ويلی شي.

ايروي وايي “د خوند خبره دا ده چې زما پلار سپين پوستی امريکنی دی خو هغه هم چينايي ژبه وايي. چې کله به مور پلار زما او زما د ورور نه څه خبره پټوله نو په خپلو کې به يې چينايي ژبه ويله. دا دوی ځانله د راز ژبه ساتله”.

د سر شمېرنې اداره وايي د تېر نه پرته ډېر خلک په کورونو کې دويمه ژبه وايي او د هغه خلکو شمېر هم ډېر شوی چې انګرېزي وايي او دا نزدې 25% سېوا شوی چې د کال 1980 د شمارو تر مخه چې 187 ميلين خلک وو اوس په کال 2019 کې 241 ميلين ته رسېدلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG