لاس رسیدونکی لینک

 
جنرال جوزف ووټل: امریکا د طالبانو پرضد جګړه لپاره افغان هوایي ځواکونه نور قوي کوي
تازه خبر

جنرال جوزف ووټل: امریکا د طالبانو پرضد جګړه لپاره افغان هوایي ځواکونه نور قوي کوي


د امریکا پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرال جوزف ووټل ویلي امریکا د افغانستان هوايي پوځ نور هم قوي کوي چې افغان حکومت د طالبانو د ولقې لاندې سېمې بیرته ترلاسه کړي.

جنرال جوزف ووټل د امریکايي سېنټ د پوځي چارو کمېټۍ ته د نهې په ورځ ویلي د افغانستان دفاع او امنیتي عسکرو نور مظبوطولو په کار کې زیات پام د دغه هیواد هوايي عسکرو او خصوصي ځواکونو یا کمانډوز ته ورکړی. او دغې سره به افغان حکومت د دې جوګه شي چې د طالبانو د ولقې لاندې سېمې بیرته خپل کنټرول کې راولي.

د سېنټ وسله والې کمېټۍ ته په خپله وینا کې امریکايي جنرال ویل ٫٫ د افغانستان خصوصي ځواکونه او هوايي ځواک مخ په وړاندې روان دي او امریکا د دغو نور قوي کولو هڅې کوي. چې افغان حکومت د دې جوګه شي چې د طالبانو نه بیرته هغه سېمې واخلي کومې چې د افغان حکومت نه نېولې دي.٬٬

د جنرال ووټل په وینا ددغې وروسته به بیا افغان پوځ د دغه سېمو کنټرول ساتي او د افغانستان قامي پولیس به دومره تربېیه کوي چې د دغو امنیت کې د پوځ مرستې وکړي.

په افغانستان کې د هوایي جګړې کمانډر مېجر جنرال جېمز هيکر تیره میاشت په پېنټاګان کې خبریالانو ته ویلي وو افغان هوايي پوځ دا مهال د طالبانو پرضد جګړه کې په یوه اونۍ کې تر ۴۰ هوايي بریدونه تر سره کوي.

د هغه په وینا دغه شمیره د امریکا هوايي پوځ لخوا کیدونکي بریدونو نه سېوا ده. د امریکا هوايي ځواکونه په افغانستان کې د طالب وسله والو پرضد روانه جګړه کې په اونۍ کې تر ۲۵ پورې هوایي بریدونه تر سره کوي.

د امریکایي مطبوعاتو تر مخه د افغانستان هوايي پوځ به ډیر زر هغه نوې او قوي وسله همترلاسه کړي چې د ۱۷ کلونو راهسې د طالبانو پرضد روانه جګړه به بدله کړي.

د تېرې جمعې په ورځ د امریکا هوایي پوځ اعلان کړی وو د یوې امریکايي کمپنۍ سره يې د ۸۶ مېلینه دالره معاهده کړې.

د دغې لوظنامې تر مخه به دغه کمپني د افغانستان حکومت ته یو انجن لرونکی ټربوپروپ نومې ۲۸ هوايي جهازونه ورکوي. دغه الوتکې د وړې وسلې وړلو او د څارنې قوي نظام لري او د وسله والو وړې وړې ډلې په اسانه په حدف کولی شی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG