لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې استازو اېوان له چینایي کمپنۍ د ټیک ټاک د جلا کېدو قانوني مسوده منظوره کړه


د امریکې د استازو اېوان د شورو- چارشنبې په ورځ په لوی اکثریت سره یوه قانوني مسوده منظوره کړه چې پکې یې د چین بایټ ډانس کمپنۍ مجبوره کړې په شپږ میاشتو کې دې د سوشل مېډیا له اېپ ټیک ټاک څخه جلا شي یا دې د سافټوېر امریکایي ورژن ورباندې وپلوري.

د امریکې د دواړو ګوندونو له خوا منظور شوي «فارن ایډورسري کنټرولډ اپلیکېشن ایکټ» قانون 352 مثبتې او 65 منفي رایې اخیستې دي، دا قانون امریکایي وګړي د موبایل اپلیکېشنونو په وسیله له بهرنیو دښمنانو ژغوري.

دا قانوني مسوده چې اوس په استازو اېوان کې منظوره شوه خو کېدای شي د ډیمکورېټانو تر کنټرول لاندې سېنټ کې له مخالفت سره مخ شي ځکه چې د اکثریت مشر چک شومر ویلي پر دې مسوده به په مناسبت کمېټیو کې غور کیږي.

د امریکې او د چین د کمیونیسټ ګوند تر منځ د سټرېټیجیکې سیالۍ په اړه د امریکې د استازو اېوان د کمېټۍ مشر مایک ګېلګر او په دې کمېټۍ کې لوړپوړی ډیموکرېټ راجا کرشنا مورتي وایي د دې قانون له مخې د "ټیک ټاک ادارې ته شپږ میاشتې وخت ورکول شوی چې بهرنی مخالف کنټرول ختم کړي".

وایي په دې کې دا هم شامل دي چې د بایټ ډانس چینایي کمپنۍ به په ټیک ټاک باندې خپل اوسنی ملکیت ختم کوي او ټیک ټاک به په امریکا کې هم د خلکو د رسایۍ وړ وي.

دغو دواړو امریکایي قانون جوړوونکو یا د کانګرس غړو په یوه ګډ بیان کې ویلي، "ټول ټیک ټاک باید د چین د کمیونیسټ ګوند تر واک لاندې بایټ ډانس کمپنۍ څخه جلا شي، که ټیک ټاک ځان ترې خلاص نه کړي نو د امریکا په اېپ سټور کې به نور پاته نه شي او د دې ټوله ملامتیا به بیا خپله په ټیک ټاک باندې وي".

هغه څه چې موږ د امریکې د استازو اېوان د دې قانوني مسودې په اړه پوهېږو او وروسته به په سېنټ کې په دې اړه څه کیږي هغه دا دي:

ولې د ټیک ټاک په اړه څېړنه کیږي؟

په امریکا کې د سټرېټیجکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز یوې څېړونکې کېتلین چین راسمین وي او اې ته وویل، "اندېښنه دا ده چې کېدای شي ټیک ټاک د خلکو شخصي معلومات خپلې اصل کمپنۍ بایټ ډانس ته واستوي او کېدای شي هغه یې د چین حکومت ته پسې ولېږدوي".

کېتلین چین راسمین وایي د کانګرس ځینې چې د چین د کمیونیسټ ګوند په اړه کومې اندېښنې لري چې ګواکې هغوی د ټیک ټاک الګوریتم په ممکنه توګه د پروپیګنډې لپاره کاروي، دا تر اوسه نه دي ثابتې شوې:

"د دې مقصد دا نه دی چې ګواکې په راتلونکي کې به داسې څه خطر نه وي چې کېدای شي د چین حکومت یې د فشار لپاره وکاروي".

ټیک ټاک د دې قانون په اړه څه وایي؟

د چینایي اېپ ټیک ټاک ادارې د دوشنبې- ګل په ورځ دغه قانون یو "بندیز" وباله او په پرله پسې توګه یې پر خپلو فعالیتونو تورونه رد کړي دي.

تېره اوونۍ پر ایکس [مخکیني ټویټر] باندې په یو بیان کې د ټیک ټاک ادارې وویل، چې "د دې قانون مخکې له مخکې نتیجه دا ده: په امریکا کې پر ټیک ټاک باندې بشپړ بندیز".

د کانګرس غړي دا قانون څنګه ګڼي؟

که څه هم د کانګرس دفترونو ته هره ورځ په دې اړه د بې شمېره امریکایانو ټیلیفونونه ورځي او اندېښنه لري چې ګواکې دوی به دې چینایي اېپ ته له لاسرسي محرومه شي خو په استازو اېوان کې د ډیموکرېټ او ریپبلکن دواړو ګوندونو د دې قانون کلک ملاتړ کوي.

د استازو اېوان سپیکر مایک جانسن تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل، "دا یو ډېر مهم دوه اړخیز اقدام دی چې زموږ د ستر جیو پولیټیکل دښمن چین خلاف اخیستل کېږي، چې په فعاله توګه زموږ اقتصاد او امنیت ته زیانمنوي".

د استخباراتو په اړه د سېنټ د سلېکټ کمېټۍ د مشر مارک وارنر په ګډون په سېنټ کې ځینو ډیموکرېټانو په قانون سازۍ کې د ټولنیزو رسنیو د اېپ‌ ټیک ټاک د جلا کولو پر قانوني حیثیت شک څرګند کړی دی.

مارک وارنر په دې اړه کانګرس ته یوه جلا قانوني مسوده وړاندې کړې چې پکې تر دې زیات په پراخه کچه هغه سوشل مېډیا اپلیکېشنونه په نخښه شوي چې د خلکو شخصي معلومات ټولوي.

خو وارنر د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ سي بي ایس نیوز ته دا هم ویلي چې د ټیک ټاک اېپ د امریکې ملي امنیت لپاره یوه سنجیده اندېښنه ده.

د 2024م د صدارتي ټاکنو امیدواران د دې قانون په اړه څه وایي؟

که څه هم د صدر بایډن د کمپېن ډلې په وروستیو کې ټیک ټاک ته مخه کړې چې مقصد یې ځوانو امریکایي ووټرانو ته رسېدل دي، خو سپینه ماڼۍ وایي د ټیک ټاک په اړه د قانوني مسودې هرکلی کوي.

د وایټ هاوس د مطبوعاتو سیکرټرې کېرین جان پېر خبریالانو ته وویل، دا قانوني مسوده د دې خبرې ډاډ ورکوي چې "د [ټیک ټاک] ملکیت د داسې چا په لاس کې نه دی چې کېدای شي موږ ته خطر پېښ کړي".

مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ- چې په 2020م کال کې یې پر ټیک ټاک د بندیز خبره کړې وه- اوس خپل نظر بدل کړی او په دې نظر دی چې که ټیک ټاک نه وي نو فېسبوک به زورور شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG