لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د نړیوال عدالت په څارنې والې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه د تحقیقاتو په سر لګولي پابندۍ لرې کړې


د ایي سي سي په چارواکو د پابندیو د ختمولو رسمي اعلان د امریکې صدر جوبایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړو او ویې وېل دغه بندیزونه غېرموثره او غېرمناسب وو. هغه زیاته کړه چې امریکا به خپل پخواني او موجوده چارواکي د ایي سي سي د واک اختیار نه د بچ ساتلو هر ممکن کوښښ کوي
د ایي سي سي په چارواکو د پابندیو د ختمولو رسمي اعلان د امریکې صدر جوبایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړو او ویې وېل دغه بندیزونه غېرموثره او غېرمناسب وو. هغه زیاته کړه چې امریکا به خپل پخواني او موجوده چارواکي د ایي سي سي د واک اختیار نه د بچ ساتلو هر ممکن کوښښ کوي

امریکې د جرمونو په ضد د نړیوال عدالت انټرنېشنل کرېمېنل کورټ په مشرې وکېلې یا څارنې والې هغه پابندۍ لرې کړې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په اړه د تحقیقاتو په سر یې په هغې لګولې وې.

د ايي سي سي په فاتو بېنسوده دغه بندیزونه د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ حکومت پس لګولې له دې ولګول چې ايي سي سي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه د تحقیقاتو اعلان وکړو چې ایا امریکايي ځواکونو څه جنګي جرمونه کړي دي او که نا؟

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، په بېنسوده او د ايي سي سي په یو بل چارواکي د بندیزونو د خاتمې اعلان امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن وکړو.

امریکا د ايي سي سي غړی هېواد نه دی.

د بندیزونو ختمولو په اړه خپل بیان کې اېنتني بلېنکن وویل دغه اقدامات غېر مناسب او غېر موثره وو.

ښاغلي بلېنکن وویل د دې باوجود چې د افغانستان او د فلسطينې علاقو په اړه د ايي سي سي د ګامونو سره امریکا اختلاف لري خو بیا هم ګڼي چې بهترینه لار دا ده چې د ایي سي سي په پروسه کې ښکیلو ټولو ډلو سره د روابطو دلاره په دغو مسلو خپل تشویش راپورته کړي.

د ايي سي سي ترجمان وویل عدالت او د عدالت غړي هېوادونه د امریکايي اقدام هرکلی کوي.

د ایي سي سي په چارواکو د پابندیو د ختمولو رسمي اعلان د امریکې صدر جوبایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړو او ویې وېل دغه بندیزونه غېرموثره او غېرمناسب وو. هغه زیاته کړه چې امریکا به خپل پخواني او موجوده چارواکي د ایي سي سي د واک اختیار نه د بچ ساتلو هر ممکن کوښښ کوي.

رویټرز خبري اداره وايي کله چې ايي سي سي اعلان وکړو چې په افغانستان کې د افغان، امریکايي او طالبانو د ممکنه جنګي جرمونو په اړه د تحقیقاتو اجازت یې ورکړی دی نو د هغه وخت امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ دا اقدام د امریکې په خپلواکۍ کې مداخلت وبللو.

د تېر کال د سپټمبر په میاشت کې امریکې په فاتو بېنسوده او د ايي سي سي په ځینو نورو چارواکو د سفر بندیز او د اساسو منجمد کولو اعلان وکړو.

د امریکايي ګام په اړه عدالت وویل چې دا په نړیوال انصاف او د قانون په عملدارۍ حمله ده.

اېنتني بلېنکن په کال ۲۰۱۹ کې شروع شوي په فلسطیني علاقو او د اسرایلي ځواکونو په اړه د ايي سي سي د تحقیقاتو مخالفت هم وکړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG