لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي سي سي وايي د فلسطیني علاقې په مقدمو د فېصلې اختیار لري


د رویټرز ترمخه د ايي سي سي ججانو وویل "د فلسطین په صورتحال کې د عدالت واک اختیار… تر هغه علاقو غځیږي چې د کال ۱۹۶۷ راهسې اسرایل نیولي دي، چې په نومونو د مشرقي یروشلم په شمول غزه او وېسټ بېنک دي."
د رویټرز ترمخه د ايي سي سي ججانو وویل "د فلسطین په صورتحال کې د عدالت واک اختیار… تر هغه علاقو غځیږي چې د کال ۱۹۶۷ راهسې اسرایل نیولي دي، چې په نومونو د مشرقي یروشلم په شمول غزه او وېسټ بېنک دي."

د جرمونو خلاف نړیوال عدالت انټرنېشنل کرېمېنل کورټ، ايي سي سي، د جمعې په ورځ وویل اخیتار لري چې د فلسطینې علاقو په مقدمو هم فېصلې یا قضاوت وکړي او رویټرز خبري اداره وايي دغه اعلان د عدالت دپاره لاره خلاصوي چې د اسرایل د اعتراض باوجود په فلسطینې سیمو کې د ممکنه جرمونو تحقیقات وکړي.

فلسطیني ادارې د ايي سي سي د فېصلې هرکلی وکړو. د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، د ايي سي سي فېصله د تشویش وړ وبلله.

اسرایل چې د ايي سي سي غړی هېواد نه دی، د عدالت فېصله یې رد کړه.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو وویل عدالت "حقیقي جنګي جرمونه" د پامه غورځوي او یو داسې ملک تعقیبوي چې "مضبوط جمهوري رژیم لري، چې د قانون احترام کوي او د ادارې غړی نه دی."

اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو

د ايي سي سي وکیلې یا څارنوالې فاتو بېنسوده وویل ادارې د ډېر وخت راهسې د فلسطیني سیمو په اړه په خپله فېصله غور کولو او په اینده ګام کې به په ازاده توګه او د خپل قانون سره سم د سنګینو جنګي جرمونو تحقیقات په په داسې حال کې کوي چې ملکونه یې په خپله نه کول غواړي او یا یې صلاحیت نه لري.

په خپله فېصله کې د ايي سي سي ججانو یا قاضیانو وویل چې فېصله یې په دې حقیقت بنیاد لري چې فلسطین ته د ايي سي سي په بنیادي معاهده کې رکنیت ورکړی شوی دی او صورتحال یې عدالت ته وړاندې کړی دی.

د ايي سي سي ججانو وویل د فېصلې مطلب یې دا نه دی چې د فلسطیني ریاست، چې لا غیریقینیي دی، او یا قامي پلې یې کمې کړي.

د ايي سي سي وکیلا یا څارنوالا فاتو بېنسوده
د ايي سي سي وکیلا یا څارنوالا فاتو بېنسوده

د رویټرز ترمخه د ايي سي سي ججانو وویل "د فلسطین په صورتحال کې د عدالت واک اختیار… تر هغه علاقو غځیږي چې د کال ۱۹۶۷ راهسې اسرایل نیولي دي، چې په نومونو د مشرقي یروشلم په شمول غزه او وېسټ بېنک دي."

د کال ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې بېنسوده ویلي وو چې په وېسټ بېنک، مشرقي یروشلم او غزه کې جنګي جرمونه ترسره شوي دي او یا اوس هم ترسره کېږي. هغې اسرایلي ځواکونه او د حماس په ډول فلسطیني مسلح ډلې په مبینه جرمونو کې ککړ بللي وو. بېنسوده په هغه ویلي وویل چې هیڅ سبب نه وينې چې ولې دې په فلسطیني علاقو کې تحقیقات ونکړی شي خو لومړی به عدالت فېصله کوي چې دغه سیمې یې په سیمو یې واک اختیار شته او که نا؟

د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ د ايي سي سي د فېصلې هرکلی وکړو او وه یې وېل د نیمې پېړۍ د معافیت وروسته به په تشدد کې ښکېل خلک د انصاف سره مخامخ کړي شي. د ادارې یوې چارواکې بلقیس جراه وویل وخت راغلی چې د جنګ او یا د غیرقانوني ابادیو د پراخولو په مهال په سنګینو جرمونو کې ککړ اسرایلیان او فلسطینیان د انصاف سره مخامخ کړی شي.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس
د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس

اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د ايي سي سي د فېصلې په مخالفت کې وویل اسرایل به خپل شهریان او عسکر د مقدمو نه بچ ساتي. هغه زیاته کړه عدالت په خپله فېصله کې "د جمهوري ملکونو د خپلې دفاع حق کمزوری کوي."

د فلسطیني ادارې خارجه وزارت د ايي سي سي فېصله د "احتساب دپاره تاریخي ورځ وبلله."

د فلسطیني وسله والې ډلې حماس یو چارواکي سمیع ابو زهري وویل د ايي سي سي فېصله یو اهم پرمختګ دی چې د فلسطینيانو تحفظ به کوي. "مونږ د نړیوال عدالت نه غوښتنه کوو چې د فلسطیني ولس په ضد د اسرایل د جنګي جرمونو تحقیقات شروع کړي."

د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس وویل امریکې په دې اړه "سنګین تشویش" لري چې ايي سي سي په فلسطیني علاقو کې په اسرایلي ځواکونو خپل واک اختیار د پرځای کوولو کوښښ کوي. هغه زیاته کړه چې امریکا د ايي سي سي دا هدف شریکوي چې په جنګونو کې د ککړو کسانو احتساب دې وکړی شي.

په غزه کې د حماس پلویان
په غزه کې د حماس پلویان

رویټرز خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د ايي سي سي سخت مخالف و.

په امریکا کې د شهري حقونو تنظیم امریکن سول لېبرټیز یونین د انساني حقونو څانګۍ مشر جمیل دکوار د امریکې د موجوده صدر جوبایډن نه وغوښتل چې داسې څه ګام دې نه اخلي چې د ايي سي سي ازادي کمزوري کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG