لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي د ممبۍ ترهګر حملو ذمه وار به انصاف ته راولي


 په می کال ۲۰۰۸م کې د امریکا د خزانې وزارت دحافظ سعید نوم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولی ؤ او د کال ۲۰۱۲م راهسې امریکا د حافظ سعید په سر د لس ملینه ډالرو انعام هم اعلان کړی
 په می کال ۲۰۰۸م کې د امریکا د خزانې وزارت دحافظ سعید نوم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولی ؤ او د کال ۲۰۱۲م راهسې امریکا د حافظ سعید په سر د لس ملینه ډالرو انعام هم اعلان کړی

هندوستان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ممبۍ ښار کې د ترهګر حملو دولسمه کلیزه ولمانځله او په حملو کې وژل شویو امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته د عقیدت پېرزونې وړاندې کړی شوې.

په ممبۍ کې شوې دستوره کې د مهاراشړه ریاست ګورنر بهګت سېنګ کوشیاري، وزیراعلا ادهو ټهاکری او ددغه ریاست د کورنیو چارو وزیر انیل دېش مُک په شمول یو شمېر اعلا چارواکو برخه واخیسته او د ترهګرو په حملو کې وژل شوو خلکو ته یې د عقیدت پېرزونې وړاندې کړي.

د ممبۍ حملو د دولسم کال په موقع د امریکې خارجه وزارت په ټوېټر یو بیان کې دا وعده تکرار کړه چې د ممبۍ ترهګر حملو ذمه وار به انصاف ته راولي او دا به یقیني کوي چې د شپږ امریکایانو په ګډون په دغه حملو کې وژل شویو نور خلکو ته انصاف ورکړی شي.

سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت وویل د ترهګرۍ خلاف جنګ کې د خپل هندي ملګرو سره کلک ولاړ دي.

د کال 2008 نومبر په 26 تمه نېټه د هندوستان په ممبۍ ښار کې شویو ترهګر حملو کې د قریباً 60 ګهنټو په جګړه کې 166 کسان وژل شوي چې پکې د هندوستان 18 امنیتي ځواکونه او شپږ امریکایان هم شامل دي.

د هند حکومت ترمخه په پاکستان کې فعاله تندروه ډلې لشکرطیبه سره تلعق لرونکو لس ترهګرو په دغه حمله کې برخه اخیستې وه چې پکې هندي‌ امنیتي‌ځواکونو نهه حمله کوونکي ووژل و او د پاکستان پنجاب صوبې اجمل قصاب یې ژوندی نیولی و. اجمل قصاب ته په ممبۍ حملو کې د ککړتیا په جرم په کال 2012 نومبر په 21 تمه نېټه د پهانسۍ یا تېزندۍ سزا ورکړی شوي ده.

امریکا او هندوستان د ډېر وخت راهسې د پاکستان نه د حافظ سعید خلاف ګام پورته کولو غوښتنه کوي. د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د ممبۍ ترهګر حملو کې دلاس لرلو په سر د لشکر طیبه مشر حافظ سعید نړیوال ترهګر بللی دی.

په می کال ۲۰۰۸م کې د امریکا د خزانې وزارت دحافظ سعید نوم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولی ؤ او د کال ۲۰۱۲م راهسې امریکا د حافظ سعید په سر د لس ملینه ډالرو انعام هم اعلان کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG