لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎ د امريکا استخباراتي ادارو ته ويل شوي خپلمنځي نسلي توپير دې ختم کړي


د مېرې لېنډ ریاست په فورټ میډ کې د نېشنل سکیورټي اېحنسۍ دفتر
د مېرې لېنډ ریاست په فورټ میډ کې د نېشنل سکیورټي اېحنسۍ دفتر

د امريکا د نېشنل سيکيورټي ايجنسي د عملې ناستی په دې نه و چې د خپل ډايريکټر سره د ترهګرو لا د دښمن ملکونو په حواله بحث وکړي بلکې دا څه داسې څه وو چې د کور خبره وه او هغه دا وه چې د ملک په فراخه استخباراتي ټولنه کې نسلي توپير او د يو بل خلاف غلط فهمي پرته ده.

د تورپوستي ځوان جارج فلويډ د وژنې وروستو استخباراتي ادارو د عملې ټيليفونونه اورېدل شروع کړل. جنرل پال ناکاسونې دا اورېدل چې يو تن وايي څنګه به په غونډو کې دا کوښښ کېدلو چې نور يواځې دوی واوري.

بل چې تور پوستی و وويل څنګه هغه ته مشوره ورکړل شوه چې اواز يې په زوره اوځي او دا په نورو همکارانو بد لګي او دريم تن وويل څنګه ورته يو خپل همکار نسلي پېغور ورکړو.

دوه کاله وړاندې د فلويډ د وژنې په سر راپورته شوی نسلي بحث اوس د امريکا د استخباراتي ادارو تر منځ په بندو دروازو کيږي خو عامې شمېرې، چاپ شوي تحقيقونه او د پخواني افسرانو سره مرکې ښايي استخباراتي چارواکي د کلونو راهسې کړې ژمنې نه پوره کوي چې په امنيتي ادارو کې به نسلي توپير نه وي.

تورپوستي په استخباراتي ادارو کې ډېر لږ دي او د ترقۍ کولو مواقع يې هم کمې دي. پخواني افسرانو ايسوسييټېډ پرېس ته د ښکاره او پټې نسلي کرکې په اړه معلومات ورکړي.

هغه خلکو چې د پروموشن بورډز سره يې کار کړی وايي غير مقامي انګريزي ويونکي چې کله د نوي کار د پاره ورځي ورته ويل کيږي ستا په ژبه نه پوهيږو او يو تن خو پکې دا هم وويل اواز دې ډډ دی. چا وويل د دوی په اند لږکي د نسل په بنياد کارونو ته لېږل کيږي.

د نيشنل اينټيليجنس ايجنسۍ ډايريکټر اورېل هينس وړومبنۍ ښځه ده چې په دې څوکۍ ده او د نسلي توپير په اړه يې افسران ټاکلي چې باوري معلومات راټول کړي چې دې مسلې له څه حل ولټوي او څنګه د تور پوستو سره بيل چلن ختم کړل شي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG