د افغان طالبانو د حکومت موقتي داخله وزیر سراج الدین حقاني یو مرستیال د کابل د هغه کور مالک دی چېرته چې امریکايي ډرون د القاعده مشر اېمن الظواهري په هدف کړی او وژلی دی. دا خبره د امریکې استخباراتي چارواکو اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته کړې ده.
د امریکې صدر جوبایډن د ګل، دوشنبې، په واشنګټن کې د ماښام 7:30مې بجې په خصوصي وېنا کې وویل یولس کاله مخکې د القاعده مشر اسامه بن لادن"په انصاف رسولی" وو، یو ځل بیا "اوس، انصاف تر سره شوی دی او دا ترهګر مشر نور نه شته."
صدر بایډن وویل په کابل کې د الظواهري د ځای په اړه په ښکاره او د باور وړ ثبوتونو غور وکړو او بیا یې د هدفي برید اجازه ورکړه چې الظواري "د همېشه لپاره د جګړې له ډګره لرې کړي."
د ای پي ترمخه صدر بایډن په خپل تقریر کې وویل الظواهري د خپلې کورنۍ سره په کابل کې اوسېدلو.
د رپورټ ترمخه امريکايي استخباراتي مامورین وايي په کوم کور کې چې الظواهري وژل شوی، د دې مالک د سراج الدین حقاني یو مرستیال دی. ای پي په خپل رپورټ کې د حقاني د مرستیال نوم نه دی اخیستی.
د الظواهري د کور د ملکیت په اړه د طالبانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د الظواهري په ضد د امریکايي ډرون حملې غندنه کړې او دا یې د نړیوالو اصولو خلاف ورزې بللې ده.
په ټوېټر خپل پېغام کې ذبیح الله مجاهد امریکايي ډرون حمله په دوحه، قطر، کې دستخط شوي د امریکې او د طالبانو د امن معاهدې خلاف ورزي هم وبلله.
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن طالبان دغه تړون د خلاف ورزۍ ذمه وار وبلل او ویې وېل د دوحه معاهدې باوجود طالبانو د القاعده مشر کوربتوب کولو او هغه ته يې پناه ورکړې وه.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه، بلېنکن په یو بیان کې وویل دا چې طالبان تیار نه دي او یا د خپلو لوظونو پوره کولو صلاحیت نه لري امریکا به د افغان ولس سره بشري مرسته کوي او د افغانانو او په خصوصي توګه د افغان جینکو او مېرمنو د حقونو تحفظ به کوي.
امریکايي مامورین او خپله طالبانو هم منلې چې د دوحه د تړون ترمخه به په افغانستان کې وسله والو ته پناه نه ورکوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او رویټرز خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي