لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي استخباراتي رپورټ: که طالبان بېرته حکومت ونیسي نو مېرمنې به خپل حقونه بېلي


امریکايي رپورټ وايي په قامي کچه په ماشوم والي کې ودونه، د جنسي فعل دپاره د سنګسارۍ سزا او د غېرت په نوم د جبري جنسي فعل ښکار شوي مېرمن وژنه اوس هم کېږي
امریکايي رپورټ وايي په قامي کچه په ماشوم والي کې ودونه، د جنسي فعل دپاره د سنګسارۍ سزا او د غېرت په نوم د جبري جنسي فعل ښکار شوي مېرمن وژنه اوس هم کېږي

د امریکې په یو ورستي استخباراتي رپورټ کې خبرداری شوی دی چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته که چېرې طالبان بېرته حکومت ونېسي نو د مېرمنو حقونه به ورک شي.

د دوو پاڼو دغه رپورټ د امریکې نېشنل اېنټېلیجنس کاونسل یا قامي استخباراتي شورا د نهې، سه شنبې، په ورځ جاري کړی دی او وايي داسې څه سبب یې نه لیدلی چې ګنې د ځینو بیانونو نه علاوه طالبانو د مېرمنو د حقونو په اړه خپل نظریات بدل کړي دي.

رپورټ وايي که چېرې طالبان په قامي کچه بیا واک ترلاسه کړي نو د تېرو "دوو لسیزو پرمختګ" به بېرته ونغاړي ځکه چې په مجموعي توګه طالبان د مېرمنو د حقونو په اړه د قدغنونو دریځ لري. رپورټ طالبانو د خپلې ولکې دلاندې سیمو کې د مخکې نه سماجي بندیزونه په ځای کړي دي.

د دغه استخباراتي رپورټ موندنې د هغه تشویش سره سمون خوري چې مختلفو چارواکو او د انساني حقونو تنظیمونو څرګندي کړي او د خپلو حقونو په اړه یې د افغان مېرمنو تشویش زیات کړی دی.

محبوبه نومې مېرمن وي او ای ته وویل په موجوده وخت کې ټولې افغان مېرمنې اندېښمنې دي."مونږ غواړو چې نړیواله ټولنه به زمونږ د تحفظ دپاره څه وکړي. مونږ ویرېږوو چې حالات به تېرو وختونو ته بېرته لاړ شي."

د مېرمنو د چارو نایب وزیره حسنه جلیل تېره میاشت د وي او ای افغان څانګې ته وویل تر اخېرې وخت پورې به مزاحمت کوي.

د وي او ای رپورټ وايي امریکايي مامورین دا امید تکراروي چې په نړیواله کچه د تسلیمېدو او مالي مرستې په بدل کې به طالبان د مېرمنو په اړه خپل دریځ کې میانه روي پېدا کړي.

په افغانستان کې د امن دپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد تېره هفته د کانګرس غړو ته وویل دا هر څه به دې خبرې ته اړتیا لري چې طالبان د خپلو شهریانو او په خصوصي توګه د مېرمنو، ماشومانو او اقلیتونو سره سره څنګه سلوک کوي.

امریکايي استخباراتي رپورت وايي ځینې طالبان په عمومي بیانونو کې وايي چې د مېرمنو د حقونو احترام به کوي خو دې خبرې سره یې مشروطوي چې د مېرمنو د حقونو دغه تحفظ باید د طالبانو د شریعت د تشریح سره سمون وخوري.

څېړونکي وايي کله چې د سولې خبرې شروع شوي نو طالب مشرانو به د مېرمنو دپاره د مغربي جامو مخالفت کولو او د مېرمنو د حقونو دپاره کارکوونکو به د بداخلاقۍ، بې حیايي او د غېر اسلامي ثقافت د خپرولو الزام پورې کولو.

امریکايي استخباراتي تجزیه کې وېل شوي د تېرو لسیزو راهسې د نړیوالۍ توجه او امداد باوجود د ملګرو ملتونو د یو شمېر رپورټونو ترمخه د مېرمنو دپاره د حالاتو په اساس افغانستان د نړیوال فهرست په اخېره کې پروت ملک دی.

امریکايي رپورټ وايي د پښتنو په ځینو کلیوالو سیمو کې قبایلي روایات د طالبانو د ضابطو نه هم زیاته ترجیح لري، مېرمنې د کورنۍ د عزت په نوم د کور دننه ساتل کېږي. رپورټ زیاتوي په قامي کچه په ماشوم والي کې ودونه، د جنسي فعل دپاره د سنګسارۍ سزا او د غېرت په نوم د جبري جنسي فعل ښکار شوي مېرمن وژنه اوس هم کېږي.

د امریکايی رپورټ ترمخه هغه نهه مېلین ماشومان چې سکول ته ځي یوازې درې اشاریه پنځه مېلین پکې جینکۍ دي.

د ډېموکرېټک پارټۍ سېنټره جین شاهین چې د افغان مېرمنو دپاره غږ پورته کوي د افغانستان د پارلېمنټ غړو سره د انلاین غونډې وروسته یې د هغوی ستاینه وکړه. سېنېټر شاهین په یو بیان کې وویل د افغان مېرمنو او د اقلیتونو حقونو ډیر په زیار ګټل شوي دي او بېلل به یې قبلولو وړ نه وي.

د وي او ای رپورټ وايي د امریکې صدر جوبایډن هم لوظ کړی چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدلو وروسته به هم د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG