د امريکا استخباراتي چارواکي وايي په اوکرين کې د روس پوځي ناکامي او د مسکو په ضد انتهايي سخت اقتصادي بندېزونه به د روس ولسمشر ويلاډيمير پوټين دې ته اړباسي چې د کيف خلاف بې دریغه پوځي طاقت وازموي.
چارواکو کانګرس ته د معلوماتو ورکولو په وخت د اوکرين يو بد تصوير وړاندې کړو او خبرداری يې ورکړو چې د زياتېدونکي سخت مقاومت په حال کې به ډېر ښارونه د ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.
د سي ای ای ډرايکټر ويليم برنز کانګرس ته وويل چې راروانې څو اوونۍ به ډېرې بد رنګه وي او دا امکان ډېر دی چې پوټين به د ولسي ستړو پروا ونه کړي او خپل زور به يو په دوه کړي.
استخباراتي چارواکو وويل په داسې حال کې به د اوکرين سر ښار کیيف په لسو ورځو کې د خوراک او اوبو نه خالي شي.
برنز وويل پوټين د خفګان او هواهش په منځ کې ګېر دی او غواړي څنګه نور د ډېرو کلونو پورې پاتې شي او خبرداری يې ورکړو اوکرين د پوټين ذاتي مسله ګرځېدلې ده.
هغه وايي “پوټين د اوکرين په راپرځولو او قبضه کولو کې غرضي دی چې نقشه يې بدله کړي”. د پينټاګان نورو استخباراتي چارواکو هم ويلي روسي ځواکونه غصه دي او دا احساس تر پوټين رسېدلی دی چې پام يې کولو کيف به په ورځ دوه کې ونيسي.
خو د دې په ځای روسي پوځونو وليدل چې وړاندې تګ يې ودرول شوی او د 2000 نه تر 4000 پورې پوځيان يې وژل شوي او د امريکايي چارواکو په وينا چې دا يوه ناکامه منصوبه وه.
د نيشنل اينټلېجنس ډاېکټر ايورېل هينز بريفېنګ ته وويل “دوی د اوکرينيانو لخوا داسې سخت مقاومت وليد چې سوچ يې هم نه شو کولی او په بل اړخ د پوځي ضرورتونو سره مخ دي. بيا هم نه ښکاري چې پوټين به د خپلې نه په شا شي”.