لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:هیله ده چې په ایران د امریکې بندیزونه به د چابهار بندر اغیزمن نکړي


د افغانستان صدر اشرف غني، د ایران صدر حسن روحاني او د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د چابهار بندر دلارې د درې اړخېزه تجارت معاهده لاس لیک کړې وه
د افغانستان صدر اشرف غني، د ایران صدر حسن روحاني او د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د چابهار بندر دلارې د درې اړخېزه تجارت معاهده لاس لیک کړې وه

دافغانستان د جمهور ريیس محمد اشرف غني ویاند هارون جخانسوري ویلي په ایران دامریکې نوي اقتصادي بندیزونه به نه یوازې په افغانستان بلکې دنړۍ په ځینو هیوادونه به خپل منفي اغیز ولري.

چخانسوري د نهې، سه شنبې، په ورځ دیوې خبري ناستې پرمهال وویل افغانستان دامهال په یو یا دوو هیوادونو باندې په اقتصادی لحاظ په بشپړه توګه متکي نه دی خو په وینا یې اقتصادي همکاریو ته یې بیاهم اړتیا شته.

نوموړي زیاته کړه افغان حکومت له پیل څخه دمنځنی اسیا هیوادونو سره یې ګڼې اقتصادي لارې پرانستلي دي اوداقتصاد د ودې لپاره پرهغو پروژو چې اوس له هند ،چین مرکزي اسیا او اروپايي هیوادونو سره یې لرو پرهغو په ډیرجدیت سره کار وان وي.

جخانسوري وویل "د چابهاربندر دافغانستان لپاره ډیر مهم دی دافغانستان، ایران او هند حکومتونوپه تیرو څومیاشتو کې ناستې درلودې اوپه ځانګړو پلانونو باندې کارکیږي ترڅوحد حقل د چابهاربندر هغه برخه چې دافغانستان هند او ایران حکومتونه په ګده سره کارکوي هغه متاثره نه شي په دې اړه هله مندي شته خوباهم اغیزبه ولري ولې هغه دمملکتونو خپل خارجي سیاست دی همدا رانګه افغانستان چې بل چاته زمونږپه کورنیو چارو کې دلاس وهنې حق نه ورکوي مونږهم دنورو هیودونوپه داخلي چارو کې لاس وهنه نه کوو."

دافغانستان دسوداګرۍ اوصنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي له ډیوې سره په خبرو کې وویل په ایران دامریکا اقتصادي بندیزونه دافغانستان په رسمي سوداګرۍ منفي اغیز کولی شي ولري.

نوموړي وویل "په بشپړه توګه دایران او افغانستان ترمنځ تجارت نه شي بندیدلي ،دسوداګرو بانکي حسابونه زیانمنیدلی شي خو عنعنوي تجارت به دوام ولري."

الکوزی وویل دا مهال له ایران څخه افغانستان ته له ایران څخه په زیاته کچه دسوند توکي چې هغه کې پټرول ډیزل شامل دي را وړل کیږي، ساختماني مواد لکه سیمنټ ،اوسپنه افغانستان ته صادریږي ،خوراکي مواد غوړي وریجې نور بیلابیل خوراکي توکي او همدارازدفابریکو لپاره خام مواد هم له ایران څخه افغانستان ته صادریږي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحدو ایالتونو لخوا په ایران تازه اقتصادی بندیزونه لګول شوي.

په رپوټونو کې راغلي چې دامریکا لخوا په ایران د تازه لګول شویو بندیزونوسره ایران اقتصادي ناورین سره مخامخ دی او دهغه هیواد دکرنسۍ بیه د ډالرو پروړاندې په بې ساري توګه راټیټه شوې ده.

دامریکا متحده ایالتونو ولسمشرډونالډ ترمپ ویلي، په ایران یې ځکه نوي اقتصادي بندیزونه ولګول چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې تهران دنړۍ سترو هیوادونو سره د شوی اټمي تړون څخه سرغړونه کړې او لایې هم د اټمي وسلو تولید ته دوام ورکړی دی.

دامریکا ولسمشر همداراز دایران چارواکوته دخبرو اترو وړاندیز هم کړی ترڅو اټمي تړون په اړه یوه داسې موافقه ترسره شي چې له مخې یاد تړون عملي بڼه ولري.

خودایران چارواکو دامریکا د ولسمشرد دې اقداماتو او څرګندونو پروړاندې غبرګون ښودلی او ویلي دي چې تهران، واشنګټن سره په دې اړه مذاکراتو ته چمتو نه دی او نه یې هم لګول شوي بندیزونه دایران په اقتصاد کوم منفي اغیز درلودلی شي.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې په ایران کې دبهرنیو اعسارو په مقابل کې دایراني تومنو بیې د راکمیدو اودکاروبار دنشتوالي له امله ایراني ولس پراخې مظاهرې ترسره کړي او ایرا نیانو له خپل حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دهغه هیواد اقتصاد وژغوري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG