لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي ځواکونو د هرمز په تنګي کې د ایراني بېړیو په لورې د خبرداري ډزې کړي


په هرمز کې امریکايي او ایراني بېړۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ د یو بل سره مخامخ شوي وې او د پېنټکان ترجمان جان کربي دا د پام وړ پېښه وبلله او ویې وېل په دې کې د ایران پاسداران انقلاب د سمندري ځواکونو ۱۳ بېړۍ شاملې وې
په هرمز کې امریکايي او ایراني بېړۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ د یو بل سره مخامخ شوي وې او د پېنټکان ترجمان جان کربي دا د پام وړ پېښه وبلله او ویې وېل په دې کې د ایران پاسداران انقلاب د سمندري ځواکونو ۱۳ بېړۍ شاملې وې

د امریکې د ساحل د تحفظ ځواکونو یا کوسټ ګارډ د هرمز په سمندري تنګي کې د تېزرفتار ایراني بېړیو په لوري د خبرداري ډزې کړي دي او د امریکې د دفاع وزارت يا پېنټګان وېنا ده چې ایراني بېړۍ په غېرمحفوظ او غېرمسلکي انداز د امریکايي ځواکونو سره مخامخ شوي وې.

په هرمز کې امریکايي او ایراني بېړۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ د یو بل سره مخامخ شوي وې او د پېنټکان ترجمان جان کربي دا د پام وړ پېښه وبلله او ویې وېل په دې کې د ایران پاسداران انقلاب د سمندري ځواکونو ۱۳ بېړۍ شاملې وې.

جان کربي زیاته کړه چې د امریکايي او ایراني ځواکونه د هرمز په هغه برخه کې یو بل ته مخامخ شوي وو چېرته چې حرکت محدود دی.

جان کربي وویل د امریکايي ځواکونو شپږو بېړیو یو اېس اېس جورجیا نومې ابدوز بدرګه کولو چې ایرانۍ بېړۍ په تیزرفتارۍ او "جارحانه" د دوی په لوري راغلې.

د هرمز تنګی
د هرمز تنګی

هغه وویل کله چې ایراني بېړۍ امریکايي ځواکونو ته د ۳۰۰ میټرو پورې رانژدې شوې نو امریکايي ځواکونو د مشین ګن خبرداري ډزې وکړې او چې کله ایراني کشتۍ ۱۴۰ میټره رانژدې شوې نو امریکايي ځواکونو بیا ډزې وکړې او په موقع ایراني بېړې په شا شوې.

د پېنټګان ترجمان د امریکايي او ایراني ځواکونو په دا ډول یو بل سره مخامخ کېدل د پام وړ پېښه وبلله او ویې وېل د داسې قسمه پېښو په نتیجه کې غلط فهمي او په پراخه کچه تاوتریخوالی رامنځته کېدلی شي چې د هیڅ چا په مفاد کې نه دی.

د امریکې د سمندري پوځ پنځمې بېړې د ګل،‌دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې د پاسداران انقلاب د سمندري ځواکونو په دوو ډلو کې ۱۳ بېړۍ چې رفتار یې د ۳۲ کلو ناټس نه زیات وو او وسلې یې څرګندې او عسکر پکې ناست وو امریکايي بېړو سره مخامخ شوي وې.

د وي او ای رپورټ وايي په تېرو څو هفتو کې دا دویم ځل دی چې امریکايي ځواکونو په سیمه کې د ایراني بېړو په لورې د خبرداري ډزې کړي دي.

د اپرېل په ۲۷ نېټه د امریکې یو اېس اېس فایر بولټ نومې سمندري جهاز په شمالي عرب سمندر کې د پاسداران انقلاب د سمندري ځواکونو په بېړیو هوايي ډزې وکړې. په دغه پېښه کې ایراني بېړۍ د یو اېس اېس فایر بولټ ته په ۶۲ مېټرو پورې نژدې شوي وې.

د وي او ای رپورټ وايي د دغه پېښو باوجود امریکايي مامورینو په کوم ایراني رهبر د الزام پورې کولو نه ډډه کړې ده.

د وي او ای په رپورټ کې دا نه دي وېل شوي چې ایا ایراني مامورینو د دغو پېښو په اړه څه ویلي دي او که نا؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG