لاس رسیدونکی لینک

ایران نړيوال عدالت ته ویلي د امریکې بندیزونو یې اقتصاد ته نقصان رسولی
تازه خبر

ایران نړيوال عدالت ته ویلي د امریکې بندیزونو یې اقتصاد ته نقصان رسولی

په عین حال کې په ایران کې د اقتصادي کړکیچ دلاسه افراط زر کې اضافه شوې ده، د بې روزگارۍ شرح ١٢ فیصد ده او د ایراني کرنسۍ ریال قیمت غورځیدلی دی. رپورټونه وايي په تیرو څو میاشتو کې د خراب اقتصادي صورتحال پرضد د هېواد په بیلا بیلو ښارونو کې پرتشدد احتجاجونه شوې دي چې ٢٥ تنانو پکې ژوند دلاسه ورکړی دی

ایران د انصاف نړيوالو عدالت ته خواست کړی دی چې امرېکې ته دې امر وکړي چې په هېواد لگولې اقتصادي پابندۍ دې ختمې کړي ځکه چې دا په کال ١٩٥٥ کې شوې د دواړو هېوادونو د ملگرتیا د لوظنامې خلاف ورزي ده.

د عدالت په فیصله کې څو میاشتې وخت لگیدلی شي.

د انصاف نړيوالو عدالت یا انټرنیشنل کورټ اف جسټس ته خپله مقدمه کې ایران وویل د بندیزونو په وجه د هېواد اقتصاد ته نقصان رسیدلی دی.

ایران نړیوال عدالت ته خپله مقدمه په داسې حال کې وړلې ده چې هېواد د اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی او څو ورځو وړاندې ایراني پارلېمنټ د هېواد د اقتصادي چارو وزیر د دندې نه لرې کړی دی.

بلخوا د ایران د دفاع وزیر امیر حتمي د اتوار، یکشنبې، په ورځ د دمشق د سفر په مهال ژمنه وکړه چې په شام کې د خانه جنگۍ د ختمېدو ورسته به تهران د شام په بیا ودانولو کې مرسته کوي. ایراني وزیر دا لوظ د دې پرته کړی دی چې امریکا، اسرائیل او سني عرب هېوادونه غوښتنه کوي چې ایران دې د شام څخه وځي.

په عین حال کې په ایران کې د اقتصادي کړکیچ دلاسه افراط زر کې اضافه شوې ده، د بې روزگارۍ شرح ١٢ فیصد ده او د ایراني کرنسۍ ریال قیمت غورځیدلی دی. رپورټونه وايي په تیرو څو میاشتو کې د خراب اقتصادي صورتحال پرضد د هېواد په بیلا بیلو ښارونو کې پرتشدد احتجاجونه شوې دي چې ٢٥ تنانو پکې ژوند دلاسه ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG