لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حسن روحاني: امریکا د نړیوالې ترهگرۍ مشري کوي


صدر ډانلډ ټرمپ تېر کال د اگست په میاشت کې په ایران د اقتصادي پابندیو حکمنامه لاس لیک کړه
صدر ډانلډ ټرمپ تېر کال د اگست په میاشت کې په ایران د اقتصادي پابندیو حکمنامه لاس لیک کړه

د ایران صدر حسن روحاني ویلي دي چې په نړۍ کې د ترهگرۍ حقیقي مشري خپله امریکا کوي.

حسن روحانی په امریکې ټکونه په داسې حال کې وکړل چې یوه ورځ وړاندې امریکې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونه ترهگر تنظیم وټاکل.

دا وړمبی ځل دی چې امریکې د بل هېواد د حکومت برخه ترهگر وټاکله.

پاسداران انقلاب ته د ترهگرۍ درجه ورکولو په اړه اعلان کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وویل دا گام "دا حقیقت تسلیموي چې ایران نه یوازې د ریاست په کچه د ترهگرۍ ملاتړ کوی بلکې ايي ارجي سي (پاسدارن انقلاب) په فعاله توگه پکې برخه اخلي، مالي وسایل ورکوي او د ریاست د دندې په توگه ترهگرۍ ته وده ورکوي."

صدر ټرمپ وویل د ایران حکومت پاسداران انقلاب ځواکونه په "نړيواله کچه د ترهگرۍ کمپاین د وړاندې بوتلو" دپاره استعمالوي.

د پاسداران انقلاب خلاف امریکايي اقدام به عملداري د اینده هفتې نه پېل کېږي چې پکې د پاسداران انقلاب "قدس فورس" نومې استخباراتي څانگه هم شامله ده. د امریکايي اقدام دلاندې به پاسداران انقلاب سره هر ډول ملاتړ جرم وي.

ایراني صدر وویل امریکايي اقدام به نه یوازې د پاسداران انقلاب شهرت نور زیات کړي بلکې په ایرانیانو کې به یوالی راولي.

حسن روحاني وویل "دا غلطي به ایرانیان متحد کړي او په ایران او په سیمه کې به د پاسدارانو مقبولیت نور زیات شي...امریکې په سیمه کې ترهگر د وسیلې په توگه استعمال کړې دي او پاسداران یې په ضد په عراق او شام کې جنگېدلې دي."

د ایران روحاني رهبر ایت الله علي خامنايي د نهې، سه شنبې، په ورځ د پاسدارانو یوې ډلې ته وینا وکړه او وې ویل د امریکې اقدام به هېڅ پایلې وه نلري.

د ایران پارلېمنټ کې غړو د پوځ دریشۍ اغوستې وې او په ایوان کې یې د "امریکا مرده باند" نعرې پورته کړي.

د ایران د پارلېمنټ سپېکر علي لاریجاني وویل امریکايي اقدام د "بې عقلۍ او ناپوهۍ انتها ده."

چین چې په اقتصادي توگه د ایران همکار هېواد دی د منځني ختیځ په هیوادونو یې غږ وکړو چې امن او ثبات ته دې وده ورکړی او جنگ نه دې ډډه وکړی.

د چین د خارجه وزارت ترجمان لووکانگ وویل "مونږ د طاقت سیاست او د نورو هېواد د ویرولو مخالفت کوو."

د گل، دوشنبې، په ورځ د پاسداران انقلاب په اړه د وایټ هاوس د اعلان نه څو شېبې وړاندې د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو وویل پاسداران انقلاب د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې "د ترهگرۍ کمپاینونه" سر ته رسوي.

امریکايي مامورینو خبریالانو ته ویلي پاسداران انقلاب د ایران د خارجه تگلارې د مرگونو ټولی دی.

د امریکايي اقدام په ځواب کې ایران امریکايي ځواکونه د ترهگرو په فهرست کې شامل کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG