لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او ایران ترمېنځ نوي ایټمي مذاکرات


خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري د اتوار په ورځ سویټرزلینډ ته رسي او د خپل ایراني هم منصب جواد ظریف سره به ایران سره د ایټمي معاهدې په اړه د مذاکراتو نوی دور پیل کوي
خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري د اتوار په ورځ سویټرزلینډ ته رسي او د خپل ایراني هم منصب جواد ظریف سره به ایران سره د ایټمي معاهدې په اړه د مذاکراتو نوی دور پیل کوي

په داسې حال کې چې امریکا او ایران د ایران ایټمي پروگرام په سر د مذاکراتو نوی دور شورو کونکی دی وائټ هاوس غواړي چې کانگرس دې ایران سره خبرو اترو کې لاس وهنه نه کوي.

کانگرس یا د امریکې د پارلیمنټ غړو ته د خالي په ورځ لیږلې شوي یو خط کې د وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ یو لوړ رتبه چارواکې ډینس مک ډونو وویل ایران سره د ممکنه معاهدې د منظورۍ په اړه کانگرس کې مجوزه قانون سازي ایران سره مذاکراتو باندې منفي اثر غورځولی شي.

د سپېنې ماڼۍ چارواکو ویلي که چرې کانگرس دغه قانون منظور کړو نو صدر براک اوباما به يي ردوي.

د وائټ هاوس لخوا کانگرس ته خط په داسې حال لیکلی شوي چې خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري د اتوار په ورځ سویټرزلینډ ته رسي او د خپل ایراني هم منصب جواد ظریف سره به ایران سره د ایټمي معاهدې په اړه د مذاکراتو نوی دور پیل کوي. د فریقینو کوښښ دی چې د مارچ د ٣١ نیټې پورې د ایران د ایټمي پروگرام په سر موقتي لوظنامه لاس لیک کړي.

د خالي یا شنبې په ورځ مصر کې د سرمایه کارۍ نړي والې غونډې ته وینا کې جان کیري وویل ایران سره مذاکراتو کې "څه پرمختگ" شوی دی خو "اوس هم خلا موجوده ده، اهمه خلا او ایران که پرمختگ غواړي نو د اهمو فیصلو انتخاب به کوي."

جان کیري وویل ایران سره د معاهدې په لار کې یو خنډ هغه خط هم کیدی شي چې د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ ۴٧ سنیټرانو ایران ته لیکلی چې پکې خبرداری شوی چې کال ٢٠١٧ کې د صدر براک اوباما د صدارت ختمیدو او د نوي صدر په واک کې راتلو سره ایران سره شوي معاهدې ختمیدی یا پکې ترمیم کیدی شي.

جان کیري نه تپوس وشو چې کله هغه د جواد ظریف سره ویني نو د سنیټرانو په خط په ترې بخښنه غواړي، نو هغه وویل "زه به د داسې خلکو په غیر ائیني او غیر منتقي اقدام باندې بخښنه نه غواړي چې د امریکا په سنیټ کې يي یواځې ٦٠ ورځې تیرې کړې دي." هغه وویل "دا غیر مناسب کار دی."

امریکا او د نړۍ پنځه نور قوتونه، برطانیه، چین، فرانس، روس او جرمني، ایران سره د مارچ د میاشت تر اخیره پورې معاهدې ته رسیدل غواړي چې دارنگ ایران د یورینیم جوړولو پروگرام ودروي چې دارنگ د ایټمي وسلو په تکل د هیواد مخه ونیولی شي. په بدل کې به په ایران لگول شوي اقتصادي پابندۍ لرې کړی شي چې له امله يي ایراني اقتصاد ته سخت نقصان رسیدلی دی.

د صدر براک اوباما واک من ډیموکریټک پارټۍ برعکس حزب اختلاف ریپبلیکن پارټي ایران سره د معاهدې مخالفت کوي، وايي په ایران اتبار نشې کیدی.

ایران اصرار کوي چې د ایټمي وسلې جوړولو منصوبه نه لري او ایټمي پروگرام يي د توانائي د پیداوار دپاره دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG