لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې کانگرس کښې د ایران خلاف په بندیزونو اتفاق


د امریکې په کانگرس کښې قانون سازانو د ایران خلاف په نوؤ سختو بندیزونو اتفاق ترلاسه کړی دی چې هدف يي د تیلو د مد نه د ایران په امدن کښې کمی راوستل دي چې له امله يي د ایران ایټمي پروگرام کمزوری کړی شي.
د سنیټ او د نمائندگانو ایوان یا هاؤس اف ریپریزنټیټیوز مرکچیانو د ایران په حقله د نوې بندیزونو په موضوع په مجوزه قانون د گل په ورځ ناوخته موافقه ترلاسه کړې ده.
د مجوزه قانون د لاندې به د ایران د سمندري جهازونو صنعت په نخښه کولی شي. د مجوزه قانون د لاندې به هر هاغه کس جرمانه کولی شي چې د ایران د تیلو او گیس په صنعت کښې کار کوي، مرسته ورسره کوي او د تیلو او د گیسو صنعت ته بنیادي اسانتیاوې برابروي.
هاغه کمپنۍ به هم د پابندو سره مخامخ کولی شي چې د ایران سمندري جهازونه بیمه کوي او ایران د تیلو وړلو د پاره سمندري ټنکرې ورکوي. مجوزه قانون هاغه کسان هم په نخښه کول غواړي چې د ایران سمندري بیړۍ په بدلو نومو چلوي چې دا رنگ د پابندو نه بچ پاتې شي.
کانگرس کښې قانون سازان امید لري چې د اگست په میاشت کښې د رخصتیو نه وړاندې په نوي قانون هم په دې هفته کښې ووټونه واچولی شي. ددې ورستو به نوی قانون صدر براک اوباما ته د لاس لیک د پاره وړاندې کولی شي.
د امریکې په شمول د غربي نړۍ یو شمیر هیوادونه وائي ایران د ایټمي وسلو په تکل کښې دی او خپل د یورینیم جوړولو عمل ته ووتړي خو تهران وائي ایټمي پروگرام يي د پرامنه او د توانائي پیداوار د پاره دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG