لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: د امریکې او ایران ترمنځ تاوتریخوالی کمولو دپاره کوښښونه کوو


په نیویارک کې د صدر ډانلډ ټرمپ او د ایراني صدر حسن روحاني سره د لیده کاته وروسته عمران خان د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل امریکې ته د راتگ نه وړاندې یې په سعودي عرب کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ولیدل او هغه هم ورته وویل چې د ایراني صدر سره خبرې وکړه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي د امریکې او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو دپاره هلې ځلې کوي. خو په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې امریکا او سعودي عرب د عمران خان په دې خبره څه دریځ لري؟

په نیویارک کې د صدر ډانلډ ټرمپ او د ایراني صدر حسن روحاني سره د لیده کاته وروسته عمران خان د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل امریکې ته د راتگ نه وړاندې یې په سعودي عرب کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ولیدل او هغه هم ورته وویل چې د ایراني صدر سره خبرې وکړه.

عمران خان وویل صدر ټرمپ هم ترې غوښتنه کړې چې هغه دې د تاوتریخوالي کمولو او د ایران سره د نوي معاهدې دپاره کوښښونه وکړي. "نو ما دا خبره (فریقېنو ته) رسولې ده او ...مونږ خپل بهترین کوښښونه کوو."

واشنگټن او سعودي عرب د سپټمبر په ١۴ مه نېټه د سعودي عرب د تېلو په دوو مرکزونو د حملو الزام په ایران لگوي خو د حملې ذمه واري د یمن ایران پلوه هوثي باغیانو اخیستې ده او ایران په حملو کې د ککړتیا خبره ردوي.

صدر ټرمپ تېر کال د ایران سره اېټمي معاهده ماته کړه او په ایران نه یې اقتصادي پابندۍ پرځای کړې او اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ یا عمومی غونډې ته خپل تقریر کې صدر ډانلډ ټرمپ په ایران الزام ولگولو چې په منځني ختیځ کې بې ثباتي رامنځته کوي، فرقه ييز اختلافات راپاروي او ایراني حکمرانان د هیواد دولت لوټي خو د ولس د خیر ښېگړې خیال نه ساتي.

د ایران صدر حسن روحاني به هم د ملگرو ملتونو غونډې ته وینا کوي او کتنه به دا وي چې هغه د صدر ټرمپ خبرو ته څه ځواب وايي؟

صدر ټرمپ وویل ایران به هیڅ چېرې اېټمي وسلې ترلاسه کولو ته پرېنږي.

ایران وايي اېټمي پروگرامې یې د پرامنه مقاصدو دپاره دی او ایراني مشران وايي په هېواد د امریکې اقتصادي بندېزونه به ایران سر ټېټوولو ته مجبور نکړي.

وزیراعظم عمران خان وویل امید کوي چې د ایران او امریکې ترمنځ تاوتریخوالی به په پراخه کچه جنگ کې بدل نشي.

XS
SM
MD
LG